خوست: د حکومت او ژورنالېستانو تر منځ د اړيکو د نږدي کيدو او د همغږۍ  په موخه خبرې اترې وشوې.

 خوست
 خبرياله : اسيا
په خوست کې د حکومت او ژورنالېستانو تر منځ د اړيکو د نږدي کيدو او د همغږۍ د زياتېدو په موخه په يوه غونډه کې خبرې اترې وشوې.
ياده شوې غونډه، چې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست په نوښت په دې رياست کې جوړه شوې وه، په خوست کې د سيمه ييزو ، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو او د اطلاعاتو او کلتور رئيس ګډون کړى و.
په دې غونډه کې په دې خبرې وشوې، چې څرنګه کيداى شي، د حکومت او ژورنالېستانو تر منځ همغږي رامنځته او اړيکې يې نورې هم ټينګې شي.
د سولې پيغام راډيو مشر زاهدشاه انګار غونډې ته وويل، د دې لپاره لازمه ده، چې په خوست کې د ژورنالېستانو اتحاديه فعاله شي او ژورنالېستان خپله ونډه پکې واخلي.
په دې ولايت کې د غرغښت تلويزيون مشر سخي سرور مياخېل هم په دې ټينګار وکړ، چې د حکومت او ژورنالېستانو د پياوړو اړيکو درامنځته کيدو لپاره دې يوه لويه اتحاديه جوړه شي.
په خوست کې د ژورنالېستانو د اتحاديې غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې اوس هم په خوست کې د ژورنالېستانو يوه اتحاديه تش په نامه شته، خو د ژورنالېستانو په ګټه يې کوم کار ندى کړى.
د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې د ژورنالېستانو په جوړه شوې غونډه کې د خوست والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ له ټولو ژورنالېستانو مننه وکړه، چې د دولت هرې پرمختيا ته يې په خپل انعکاس ورکړى دى.
نوموړي په ټولنه کې د ژورنالېستانو رول مهم وباله او ويې ويل، چې د وګړيو په فکري رغونه کې زياته ونډه اخيستلاى شي.