د فزیکي ازادۍ تر څنګ نورې ازادۍ ته اړتیا شته؟

په تاریخي لحاظ امریکا دریم زبر ځواک هېواد دی چې افغانستان یې د فزیکي شتون څخه ازاد شو، اوس په کار ده چې هېواد مو له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي ازادۍ څخه برخمن کړو تر څو د ازادۍ معنا بشپړه شي، که څه هم افغانانو له امریکا څخه څو کاله وړاندې روس مات کړی وه، خو د مشرانو ترمنځ یې د قدرت پر سر  خپل منځي اختلافاتو، د نورو هېوادونو مداخېلو، دیوه منظم او پرمختللي دولتي سستم نه شتون هغه څه وو چې امریکا پر افغانستان د یوه کمزوري هېواد په توګه  یرغل وکړي اوس باید د ۲۱ مې پېړۍ مطابق، تل پاتې، باثبته او پر مختللی افغانستان ولرو نو پکار ده چې افغانان او حاکم مشران یې یو قوي ټولشموله، پر عدالت ولاړ او له نړۍ سره په ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماتیکو اوصولو ولاړ نظام جوړ کړي، تر څو موږ د اوږدې مودې لپاره د ثبات څښتنان شو نو په دې حساس پړاو کې هر افغان مکلف دی چې د سولې، ملي یووالي او دولت جوړونې په بهیر کې رښتینې مرسته وکړي.

فکر مثبت ښه دی؟
امریکا او ګاونډیو نه غوښتل چې  افغانستان ته ورکړل شوي پوځي تجهیزاتو څخه د افغانان ګټه واخلي بلکې غوښتل یې چې دغه تجهیزات د یو بل پرضد وکارول شي ترڅو د دوی د  وسلو  فابریکې فعالې وساتل شي او دوی یې ننداره وکړي دوی به یوبل توشویق، تهدید او مجبوراول تر څو د جنګ ډګر تود وساتي، بایډن او د هغه د حکومت ځینو مشرانو څوځله غني ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د جنګ کولو پیغامونه ولیږل دا یې هم وویل چې غني مونږ ته ډاډ راکړی وه چې تر ورورستۍ مرمۍ به وجنګېږو مګر زمونږ سپین ږیري ولسمشر غني چې افغانستان ټول خارجي او داخلي دوښمنان یې له نیږدې پېژاندل ان هغوی ته یې د سیاست درسونه ورکړي وو له دوی سره یې داسې شطرنجي لوبه وکړه چې اوس دی ورته د خیر په غونډۍ ناست دی ننداره یې کوي او یو جوړ او سالم افغانستان یې تر شا پرېښود، سره له دې چې دالته راوستل شوي بهرانیان باالحصوص امریکایان د افغانستان داخلي او خارجي سیاست کې ذیدخل وو خو بیا هم غني په ټوله معنا هڅه کوله چې په ټولو سیاسي اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او پوځي برخو کې یو پرمختللی افغاستان ولري.