اسلامي فلسفه  

اسلامي فلسفه یوه عامه اصطلاح ده، چې په بېلابېلو لارو یې تعریف او استعمال شونی دی. په دې مانا چې اسلامي فلسفه له اسلامي نصوصو څخه اخیستل شوې او د کون، مخلوق، ژوند او خالق په اړه اسلامي تصور وړاندې کوي. خو د دې اصطلاح بل استعمال تر دې پراخه دی او هغه فلسفي تصورات او کارونه چې د اسلامي امپراطورۍ تر پوښښ لاندې د عربي او اسلامي تمدن په چوکاټ کې څېړل شوي او تر سره شوي، رانغاړي، پرته له دې چې له دیني حقایقو او اسلامي شرعي نصوصو سره اړیکه ولري. کله کله اسلامي فلسفه داسې هم وړاندې کېږي، چې ګنې هر فلسفي کار، چې مسلمانانو فیلسوفانو تر سره کړی وي، اسلامي فلسفه ګڼل کېږي.

 
په اسلام کې د فلسفې مانا؟
د اسلام په اساسي نصوصو (قرآن او حدیث) کې فلسفې ته د مانا له پلوه نږدې کلمه حکمت ده، چې ډېری مسلمانان فیلسوفان یې د فلسفې د کلمې د مترادف په توګه استعمالوي او فلسفه د یوناني کلمې (Philosophy) عربي بڼه ده. که څه هم د فلسفې کلمه د اسلامي تمدن تر څنګ د غربي یوناني فلسفې له مفاهیمو سره تړلې پاتې شوې خو که کله موږ غواړو، چې د اسلامي فلسفې په اړه د کوني تصور او د ژوند د طبیعت په اړه د یوه بحث په توګه په عام مفهوم خبرې وکړو نو باید له هغې سره تر نورو نومونو لاندې نورې مدرسې هم ور ګډې کړو چې مهمې یې علم الکلام، أصول الفقه او د عربي ژبې علوم دي. (تمهید في تاریخ الفلسفة الاسلامیة، مصطفی عبد الرازق)


تر ټولو مهم شی، چې څېړونکی ور سره مخامخېږي دا دی، چې دغو مدرسو د خپل ځانګړي لید له مخې د حکمت او فلسفې بېلابېل تعریفونه کړي دي. سره له دې چې ډېرو صوفیانو خپلو مشرانو او علماوو ته حکیم د لقب په توګه کارولی، لکه حکیم ترمذي خو تر دې په را وروسته پړاوونو کې صوفیانو د کلام او فلسفې له علماوو سره د دې لپاره شخړې او اختلافات پیل کړل، چې د حکمت د کلمې، چې په نبوي حدیثونو کې هم راغلې، مانا وټاکي. په هر صورت، خو د فیلسوف لقب هغو پورې منحصر پاتې شوی، چې په فلسفه په تېره بیا په يوناني فلسفه کې یې کار کړی وي او په فلسفه کې چې تر ټولو مهمه شخړه رامنځته شوې هغه د کتاب په بڼه رامنځته شوې، چې امام غزالي تهافت الفلاسفه ولیکه او ابن رشد تهافت التهافت.


د اسلامي فلسفې د پیل شېبې:
که چېرې موږ داسې وګڼو چې رښتیا هم فلسفه د ژوند او کون په اړه د یو هر اړخیزه لید او تصور د رامنځته کولو هڅه ده نو د اسلامي تمدن د پیل په شېبو کې فلسفي کارونه د یوه فکري خوځښت په توګه رامنځته شول او پیل له علم کلام څخه وشو. په نهمه هجري پېړۍ کې کله، چې مسلمانان له لرغونې یوناني فلسفې سره اشنا شول، علم کلام خپل اوج ته رسېدلی و او همدا لامل و، چې په مسلمانانو کې یو شمېر فیلسوفان را پيدا شول، چې د علم کلام له علماوو سره یې ښکاره توپیر درلود.


په بنسټیزه توګه علم کلام پر شرعي نصوصو (قرآن او احادیث) او منطقي لغوي طریقو متکي و، چې پرې د هغه چا مقابله وکړي چې د اسلام پر حقایقو طعن او تور لګوي. دا په داسې حال کې و، چې د مشائینو فیلسوفانو چې مسلمانان وو او په یوناني فلسفې پسې روان وو، د ارسطو او أفلاطون تصور یې سرچینه وه او هغه یې د اسلام له روح او نصوصو سره موافق ګڼه. د هغو کوني ثابتو قوانینو د شننې لپاره چې د الله تعالی د ارادې له مخې یې ګڼل دوی له منطقو څخه کار واخیست او په لومړي سر کې یې د هغې تشې د ډکولو لپاره توفیقي هڅې وکړې چې په بنسټیزه توګه د الله تعالی په اړه د اسلامي مفهوم او د لومړۍ مبدأ یا لومړي عقل په اړه د یوناني فلسفي مفهوم تر منځ موجوده وه.
اسلامي فلسفې د هغو مسئلو د مطالعې او ارزونې له پړاو څخه، چې په نقل او تعّبد به ثابتیدلې، د هغو مسئلو د مطالعې او ارزونې پړاو ته وده وکړه، چې ثابتول یې په عقلي دلایلو پورې منحصر و خو د دغې تاریخي مودې په اوږدو کې ګډ ټکی د الله تعالی پېژندل او د خالق ثابتول و. دغه فلسفي خوځښت د ابن رشد په لاس، چې په ازاد فکر او د مشاهدې او تجربې پر بنسټ یې د عقل پر حاکمیت باور درلود، خپل اوج ته ورسېد. د عربي فیلسوفانو په لړ کې تر ټولو لومړی الکندي را څرګند شو چې په عربانو کې یې د لومړي ښوونکي لقب هم ګټلی و. تر ده وروسته فارابي راغی چې د فعال عقل، د عالم د قدیم والي او د طبعي ژبې د مفهوم په اړه یې تر ډېره د ارسطو د فکر پیروي وکړه او یوه فکري مدرسه یې جوړه کړه، چې مهم علماء یې أمیري، سجستاني او توحیدي وو. امام غزالي هغه لومړی کس و، چې د منطق او اسلامي علومو تر منځ یې په داسې حال کې توفیق او روغه جوړه رامنځته کړه، چې د یوناني منطق طریقې کېدای شي د یوناني میتافیزیکي تصوراتو نه بېخي جلا وې. امام غزالي د منطق شرحې او د فقهې په اصولو کې یې کارونې ته پراختیا ور کړه او په خپل کتاب تهافت الفلاسفه کې یې د مشائینو فیلسوفانو پر نظریاتو سختې نیوکې وکړې چې وروسته ابن رشد ور باندې د خپل کتاب تهافت التهافت په بڼه رد ولیکه.


پر دغه مهال یوې بلې ډلې هم شتون درلود چې په الهیاتو او د خالق او مخلوق په طبیعت کې یې له بحث څخه منع کوله او په دې اړه یې د قرآن او احادیثو پر نصوصو بسنه کوله. دغه لوری د أهل حدیث په نوم یادیږي او د اجتهاد او اسلامي فقهې ډېر کار همدوی ته منسوبیږي او دوی به تل د فلسفي منطق او د کلام د دلایلو د طریقو ګټو ته د شک په سترګه کتل. تر اوسه پورې ځینې اسلامي ډلې شته دي چې وايي اسلامي فیلسوفان هېڅ نشته، که څه هم اسلامي علماء شته دي، چې له قرآن او احادیثو څخه پیروي کوي خو هر هغه څوک چې په فلسفه کې بوخت دي، هغه مبتدع او بې لارې دي.


د اسلامي تمدن په وروستي پړاو کې د فلسفې پر وړاندې یو نقدي خوځښت رامنځته شو چې له مهمو مشرانو او علماوو څخه یې یو ابن تیمیه و، د چا په اړه چې ویل کېږي چې د أهل حدیثو د هغو مشرانو او علماوو څخه دی چې د فلسفې او په ټوله کې د هر فلسفي کار مخالف و. خو د ده له خوا پر یوناني منظق رد او له میتافیزیکي تصوراتو سره یې د تړاو د ښودلو د هڅو له امله دی د عربو اوسمهالیو څېړونکو تر منځ داسې مشهور شو چې ګنې یوازې د یواناني فلسفې نه منونکی نه و بلکې علمي نقد یې هم پرې کاوه، ځکه چې نقد یې د منطقو او فلسفې د طریقو پر ژوره مطالعه ولاړ و.


له یوناني فلسفې سره ټکر:
د یوناني فیلسوفانو په اند د الله تعالی مفهوم او مانا د توحیدي ادیانو له مفهوم سره توپیر لري، د ارسطو او أفلاطون په ګمان لوی څښتن په هر شي پوه او خبر نه دی او د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته ځان هم نه دی ښودلی، دا دنیا یې هم نه ده پیدا کړې او کله چې دا دنیا له منځه ځي نو له هېچا سره حساب کتاب هم نه کوي او ارسطو به دا هم ویل، چې د دین مفکوره یوه داسې مفکوره ده، چې په فلسفې پسې نه شي رسېدلای.

 
په عمومي بڼه لرغونې یوناني فلسفه پر دوو پړاوونو وېشلی شو:

  • تر سقراط د مخه پړاو: دغه پړاو دا ځانکړنه لرله، چې د طبیعي پدیدو د شننې او تحلیل لپاره په کې له تقلیدي کړنلارو او قوانینو څخه انکار وشو او دغه مهال یو تر بله د پوښتنې بڼه دا وه چې: (دا هر څه له کومه راغلل)؟ او ایا د طبیعت صفت د ریاضي قوانینو له مخې شونی دی؟ طالیس د دغه مهال تر ټولو مشهور فیلسوف و او ځینې یې د هغه لومړي یوناني فیلسوف په توګه پېژني چې د کون او ژوند د طبیعت د تفسیر لپاره یې داسې هڅې وکړې چې ګنې الهي ځواک پورې هېڅ تړاو نه لري. د بېلګې په توګه، هغه ویل چې زلزله د الله تعالی کار نه دی بلکې د دې بنسټیز لامل د ځمکې شا و خوا اوبه دي. تر ده وروسته Anaximander هم له همدغې ډلې څخه و او د پدیدو د تفسیر لپاره یې په منطقي پرتلې، تجربې او شننې باور درلود. همدا راز یې باور درلود، چې د هر شي پیل یو داسې لا متناهي وجود دی چې هېڅ زوال نه منی خو په پرله پسې توګه نوی کېږي. د دغه مهال نور فیلسوفان بارمنیدس، دیمقراطیس، أناکسیمین او میلتوسي وو.
 
  • د سقراط او تر ده را وروسته پړاو: له پخواني پړاو سره د دې پړاو توپیر دا وه، چې د نویو أفکارو د رامنځته کولو، شننې او او تعریف لپاره د مناقشې او جدل لاره غوره شوه او عادتاً به دغه جدل د دوو خواوو له خوا د یوې ټاکلې فکرې په اړه د رد یا منلو نظریه وړاندې کېدله. که څه هم سقراط کوم ملموس شی نه دی لیکلی خو د أفلاطون پر لیکنو او تر ده وروسته په ارسطو یې ډېر اغیز کړی و. د أفلاطون په اند د معرفت او ایمان تر منځ جوهري توپیر شتون لري، معرفت یو تلپاتې حقیقت دی او ایمان یو لنډمهاله احتمال دی. خو ارسطو وايي چې د یو شي د پېژندنې او معرفت لپاره موږ ته په کار ده چې د شتون او وجود لامل یې وپېژنو او د ده په اند د لوی څښتن د شتون مفکوره د تکامل او معرفت مفکوره ده، بر عکس د مخلوق د مفکورې چې د کمال په لټه کې دی. ارسطو د خپلې دغې مفکورې د روښانیتا لپاره د بت بېلګه وړاندې کوي او وايي چې د دغه بت د شتون څلور لاملونه دي:
  • مادي لامل: هغه ماده چې بت ور ځنې جوړ شوی دی.
  • غرض او موخه: یانې د بت د جوړولو بنسټیزه موخه او غرض څه ده؟
  • حرفوي لامل: یانې هغه څوک چې بت یې جوړ کړی دی.
  • د خوشالولو لامل: یانې د هغه چا خوشالي لاسته راوړل چې دغه بت اخلي.
 
ارسطو د سقراط له هغې نظریې څخه استفاده وکړه چې وايي د هر شي موخه چې ګټوره وي باید د یو ځیرک فکر پایله وي او د همدې مفکورې پر بنسټ ارسطو دا نتیجه تر لاسه کړه، چې که څه هم حرکت لا متناهي عملیه ښکاري خو مصدر یې ثبات دی او دغه ثابت وجود ثبات پر حرکت واړوه. د لومړني وجود مفکوره د الله تعالی په اړه د ارسطو انګېرنه او تصور و خو ارسطو له اساسه د کون د څرنګوالي او موخې په اړه ژور فکر نه و کړی.