د ایتلافي حکومت ګټې او زیانونه

افغانستان په یو سیاسي اعراف کې قرار لري، ډېرو خلکو هیله لرله چې د تېرې میاشتې ریاستي ټولټاکنې به دغه جګړو ځپلی هېواد د ډېموکراسۍ او ثبات خوا ته بوځي، خو په ټولټاکنو کې د بې کچې درغلیو ادعاوو او د خلکو لږ ګډون دغه هیلې ته زیان ورساوه. له ټولټاکنو څخه تر دې دمه دا دی تر دریو اونیو زیاته موده تېرېږي خو تر اوسه لا وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي او داسې ښکاري چې ټوله خبره د ټولټاکنو د شکایتونو کمیسیون ته ایساره ده. د کرزي بریالیتوب یوازې د ډاکټر عبدالله لپاره د منلو وړ نه دی بلکې متحده ایالات هم د کرزي حکومت ته خوشبین نه ښکاري او د دې لامل له فرانسوي ورځپاڼې Le Figaro سره د کرزي له مرکې څخه څرګندیږي، چې په کې یې ویلي و: متحده ایالات غواړي چې زه یې ډېر لاسپوڅی شم، ځکه نو پر ما نیوکې کوي، کرزی د درغلیو په اړه وايي: په یوې نوې ډېموکراسۍ کې درغلي طبیعي او حتمي خبره ده خو امریکا ته پکار نه ده، چې پر ما نیوکې وکړي ځکه چې په افغانستان کې د امریکا یو لاسپوڅی ولسمشر به د هېچا لپاره ګټور نه وي.
له شک پرته چې کرزي د طالبانو تر نسکورېدو را وروسته په ډېرو سختو حالاتو کې واک تر لاسه کړ او هڅه یې وکړه، چې په شخصي توګه خپلو هېوادوالو ته پاک او نیک نیتی پاتې شي او شونې ده چې تر ننه هم همداسې وي خو په دې کې پاتې راغی، چې یو داسې وړ او متحد حکومت رامنځته کړي، چې چارواکي یې د خپلو ګټو او هیلو په پرتله د هېواد ملي ګټو او بیا رغونې ته ژمن او وفادار واوسي. د یوه لید لوري او ستراتېژۍ د نه شتون په صورت کې کرزی ډېر ژر د سیاسي او قومي کړیو له خوا محاصره شو او دا کار پرې له ډېرې مصلحت پرستۍ وشو او پر دې بنسټ د کرزي تر خوا تقریبا پر مصلحت هر راوستل شوي کس د دې پر ځای، چې ملي ګټې وپالي خپلې شخصي، تنظیمي او کورنۍ ګټې یې وپاللې ځکه چې دوی په کوم علمي معیار نه وو راغلي بلکې د دغه یا هغه مصلحت پر بنسټ راغلي وو چې دا بیا د دوی لپاره په لوټ تالان کې له خپلو تجربو څخه د ګټې اخیستنې یو ښه طلايي چانس و.
ټولټاکنې تر سره شوې، افغان ولس همت وکړ او د خپلو ځانونو، غوږونو، پوزو او ګوتو په بدل کې یې دا کار تر سره کړ او قسمي پایلې، چې وروستۍ یې نه شو بللی، هم اعلان شوي، چې له مخې حامد کرزي ۵۴ سلنه رایې ګټلي دي. اوس په افغانستان وضع داسې ده، چې امریکا یې هم وارخطا کړې ده او د امریکا د پوځي خدمتونو د کمېټې مشر Levin خبرداری ور کړی چې باید په ستراتېژۍ کې بدلون راشي او په کابل کې د روسي سفیر هم سپارښتنه کړې، چې د پخواني شوروي اتحاد تېروتنې تکرار نه کړي که نه نو د دوی انجام به هم د هغوی په شان وي.
پر دې هر څه سربېره د هر چا اورېدلي، چې متحده ایالات د کرزي او عبدالله تر منځ د یو ایتلافي حکومت د جوړېدو نیت لري او دا خبره هغه مهال په ډاګه شوه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړي استازي Richard Holbrook تر ټولټاکنو وروسته له حامد کرزي څخه وغوښتل له ډاکټر عبدالله سره ګډ حکومت ته غاړه کېږي. داسې هم ویل کېږي، چې Richard Holbrook حامد کرزي ته د اجرائیوي پوست لپاره اشرف غني احمدزی ور په ګوته کړی او داسې ښکاري، چې احمدزی د دې پوست لپاره د امریکا په باور یو مناسب شخص دی. دا هم ویل کېږي، چې د اوباما د استازي له خوا کرزي ته د ریاستي ټاکنو د سیالانو د راوستلو او هغوی ته په حکومت کې د ونډې سپارښتنه هم شوې ده.
که څه هم له یوې خوا حامد کرزي د ایتلافي حکومت کلک مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې دی به هېکله هم د امریکا لاسپوڅی نه شی، او باید کړی یې وای ځکه چې خلکو په ډېره لوړه بیه په ټولټاکنو کې ګډون وکړ خو له بلې خوا د ډاکټر عبدالله ډېرې هیلې اوس له دې سره تړلي دي، چې نړیوال فشار به د ده او حامد کرزي تر منځ یو جوړجاړی رامنځته کړي او د ډاکټر عبدالله دا دومره هلې ځلې هم د همداسې یو جوړجاړي لپاره روانې دي او زه خو وایم چې عبدالله لا د مخه په دې پوهېده چې زه چېر ته او د افغانستان ولسمشري چیرته! او هغه هم په داسې سختو شرایطو کې چې د ټولې نړۍ سیاست پر دغې سیمې متمرکز دی.
ایتلافي حکومت د دوو یا ډېرو سیاسي ډلو تر منځ یو والي ته وايي، چې حکومت پر مخ بوځي او د ټولو اړوند چارو په ښه بڼه د چلولو لپاره په یوه پالیسۍ هوکړه وکړي. د ایتلافي حکومت د رامنځته کېدو بنسټیز لامل دا ښودل کېږي، چې په ټولټاکنو کې یوه ډله هم ټاکلی اکثریت ونه ګټي نو په دې صورت کې دا ډول حکومت رامنځته کېږي. د ایتلافي حکومت بل لامل بحران کېدای شي، کله چې په یو هېواد کې خپلمنځي جګړې وي او یوه ډله پر بلې باور نه شي کولای، چې حکومتي چارې ور وسپاري، په دې صورت کې هم د ایتلافي حکومت اړتیا رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه د کرزي لنډمهاله دوره د یو ایتلافي حکومت لپاره مناسب وخت و، چې دا کار وشو او یوه اړتیا وه، چې پوره شوه ځکه هغه مهال موږ له جګړې تازه راوتلي وو. خو په داسې حال کې چې یو لوري ډېرې رایې اخیستې وي او بل لوری یا د خپل عادت له مخې او یا هم د نورو په اشارې شخړې جوړوي دا به ډېره نا مناسبه وي، چې بیا هم یو ایتلافي حکومت رامنځته شي. که ټاکلې وه چې هرو مرو به یو ایتلافي حکومت رامنځته کېږي نو بیا دومره ځاني او مالي زیانونه څه مانا؟

 
د ایتلافي حکومت ګټې:
تېر حکومت که څه هم د ټاکنو له لارې رامنځته شوی و خو د یو ایتلافي حکومت بڼه یې لرله ځکه چې مصلحتونه په کې پالل کېدل، نه ملي ګټې او نه ارزښتونه همدا لامل و، چې خلک ترې نا راضه دي. ایتلافي حکومت کېدای شي په پرمختللیو هېوادونو کې بریالي و اوسي، هلته که یو پر بل نیوکه کوي، مخالفت یې کوي نو موخه یوازې او یوازې ملي ګټې وي، که یوه ناوړه پېښه رامنځته کېږي نو آن وزیران هم استعفا ورکوي خو زه فکر نه کوم چې ایتلافي حکومت دې زموږ لپاره هم ګټور وي ځکه، چې یو خو زموږ سیاستوال سیاسي بلوغ ته نه دي رسېدلي او نه دلته د اصولو سیاست څوک پېژني، که چېرې دلته د اصولو سیاست چا پېژندلای، نو هغه چې ځانونه د ولسمشرۍ لپاره وړ بولي باید له سره یې په په ټاکنو کې ګډون نه وای کړی ځکه چې له یو دوو پرته نور په دې سره ډزه کې د کوم امتیاز له مخې ځانونه د دې وړ بولي چې ځانونه دې ولسمشرۍ ته کاندید کړي؟ ایا په علم او پوهې سمبال دي او که نه کومه پاکه سیاسي سابقه لري؟
د نړۍ په ډېرو هېوادنو کې ایتلافي حکومتونه راغلي او اوس هم شته، چې ډېرې ګټې لري، د بېلګې په توګه یو ایتلافي حکومت د مخالفو خواوو د رایو په اجماع سره پر مخ ځي او د بېلابېلو نظریاتو خاوندان په یوه حکومتي پالیسۍ سره را ټولېږي او بله دا چې په یوه ایتلافي حکومت کې د خلکو نظریات په ښه توګه منعکسېږي، خو دا کار دلته عملي نه دی ځکه چې ډېر لاملونه لري او له هغو څخه مو یو څه پورته ذکر کړل، که نور یادوو نو خبره اوږدېږي.

 

 

 
د ایتلافي حکومت زیانونه:
تر ټولو لومړی باید ووایم، چې زموږ په هېواد کې د سیاسي بې سوادۍ کچې ته په کتو سره یو ایتلافي حکومت سل په سلو کې د افغان ملت په ګټه نه دی. د ایتلافي حکومت مانا دا ده، چې د حکومتي څوکیو ټاکلې سلنې به په ښکېلو خواوو وېشل کېږي او د دې طبیعي پایله دا ده، چې یو به د بل په چارو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي، که چېرې یې کوي نو د ایتلاف د ړنګېدو ویره رامنځته کېږي، چې همدا د ایتلافي حکومت ستر عیب بللی شو. د دې لپاره ښه بېلګه زموږ ګاونډی هېواد پاکستان کېدای شي، چې له یو نیم نه پرته تېرو څو ایتلافي حکومتونو خپله ټاکلې موده سرته ونه رسوله. هغه خلک چې د ایتلافي حکومتونو مخالفت کوي وايي، چې په دا ډول حکومتونو کې د سرکښۍ لېوالیتا ډېره وي او نه همغږي یې بله هغه ستونزه ده، چې سترګې ترې نه شي پټېدای. معلومه خبره ده، چې یو ایتلافي حکومت له څو ډلو جوړېږي، چې بېلابېل نظریات لري او همدا لامل دی، چې په یوه حکومتي پالیسۍ د تل لپاره د ټولو را ټولېدل ګران کار دی. د یادونې وړ ده چې کله کله د ټاکنو پایلې داسې وي، چې د حساب له مخې ایتلافونه رامنځته کېدای شي خو د ایډیالوژیو له مخې بیخي عملي نه وي.
په ایتلافي حکومتونو د دې لپاره هم ډېرې نیوکې کېږي، چې د یوې موضوع په اړه، سره د رایو د اختلاف، د رایو اتفاق رامنځته کېږي، په دې مانا، د دې لپاره چې د یو ایتلافي حکومت ښکېلې خواوې د اپوزیسیون نه خپل اختلاف پټ وساتي د رایو د اتفاق اظهار کوي، چې طبیعي خبره ده دلته هم د ملي ګټو پوښتنه رامنځته کېږي. په ایتلاف کې یوه غښتلې ډله په نا انډوله توګه پالیسي جوړولی شي او په ایتلاف کې ښکېلې وړې ډلې ګواښلې شي، چې په ښکاره به د دوی مخالفت نه کوي. د دې لپاره چې ایتلاف له منځه لاړ نه شي، وړې ډلې باید د خپلې ډلې د کړنلارې پر خلاف رایه ور کړي، که چېرې داسې ونه کړي نو مجبور دي، چې حکومت پرېږدي او هر څه له لاسه ور کړي.