موږ ولې ناشکره یو، فکري توازن نه لرو!؟

په هېواد کې له تېرو څلوېښت کلونو روانه جګړه کې میلیونونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بې شمېره ګډوال او له سختو مشکلاتو سره مخ شول. زما په یادښت داسې ورځې او شپې تېرې شوې چې د بهرنیو یرغلګرو او داخلي ځواکونو د چاپو، ړندو بمباریو، چاودونو او نورو ظلمونو له امله هېچا ارام نه درلود، نه یې د شپې مهال خوب کولای شوای او نه یې روحي ستړیا لرې کېده.
 
موږ دفتر ته په راتګ معمولا هر سهار په هېواد کې د بېلا بېلو پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خبرونو پیل کاوه، زما په څو کلنه کاري موده کې داسې هېڅ ورځ نه وه چې په مختلفو ولایتونو کې به مو د مرګ ژوبلې راپور نه درلود.
 
دې راپورونو مو روح دومره ناارامه کړی و چې ډېر کم وخت به مو د زړه په زور د خندا لپاره شونډې راټولې کړې، په تصویري رسنیو کې د مرګ ژوبلې د پېښو په لیدو سره به داسې ناارامه و چې د شپې به مو هم په خوب کې دغه ډول پېښې لیدلې. کله به چې ملګرو او دوستانو ټلېفون وکړ زموږ فکر کې به همدا و چې خدای مه کړه څه بده پېښه نه وي شوې او څوک وژل شوي نه وي! د هېواد په پلازمنه کابل کې به مو په رڼا ورځ تر ۲۰۰۰ افغانۍ نه شوای انتقالولای، نه مو ټلېفون ګرځولای شوای او نه بل څه، په سلګونو داسې پېښې وشوې چې کابل کې د ۵۰۰ افغانۍ په خاطر غلو او بې رحمه چپاولګرانو زموږ تنکي ځوانان په شهادت ورسول...
 
حکومتي ادارو کې به د یوه عادي کار لپاره دومره سرګردانه ګرځېدې چې اخر به له خپل کاره پېښمانه او ناهیلی شوې، دولتي ادارې له ټولو هغو کسانو ډکې وې چې یا په زورواکو پورې اړوند و یا یې د هرې څوکۍ لپاره پیسې ورکولې، لنډه دا چې هېواد کې یوه کوچنۍ کړۍ حاکمه او دوی د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو «ښځو حقونو او بیان ازادۍ» د ساتنې په پلمه شاوخوا دوه کاله د سولې خبرو لپاره خنډ ګرځېدلي و.
 
په هر لمانځه کې به مو الله ج ته دعا کوله چې خدایه (ج) زموږ پر حال رحم وکړې، بهرني یرغلګرځواکونه مو ټيټې سترګې له هېواده وباسې. له بدبختیو مو خلاص کړې... هېواد کې مو داسې ورځ خیال پلو باله چې سوله وي او د هېچا د وژنې خبر ونه لرو، نه بمبار وي، نه چاودنه وي او نه هم بریدونه.
 
خو اوس پوښتنه داده چې نن چې الله تعالی پر موږ رحم وکړ هېواد کې یې سوله راوستله، وژنې، چور، غلا، رشوت، زورواکي، چپاول او ... ختم شول نو ولې ځينې خلک لا هم نه دي ستړي شوي، په یوه او بله پلمه د روانې کشالې د اوږدېدو هڅه کوي، کله بیرغ پلمه کړي، کله د ښځو حقونو په نوم چیغې ووهي، کله یو څه کله بل څه پلمه کړي.
 
د خدای بنده ګانو تاسو چې نن د ملي بیرغ او نورو کوچنیو موضوعاتو په پلمه د ستونزو جوړېدو هڅه کوئ له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې په تېرو ۲۰ کلونو کې مو د بیرغ د کرامت او ابرو لپاره څه وکړل؟
 
زه به یې څو بېلګې راوړم. د روڼتیا نړیوال سازمان راپور کې افغانستان په ۱۳۸۹ کال کې د نړۍ له فسادترینو هېوادونو څخه یاد شوی دی، د روڼتیا نړیوال سازمان په دغه درجه بندۍ کې له (صفر) هغه هېوادنو چې بشپړ فاسد دي تر ۱۰ یعنې هغه هېوادونه چې مالي فساد په کې نشته درجه بندي شوي دي. په دغه درجه بندۍ کې افغانستان د ۱،۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ په فاسدترینو هېوادونو کې راغلی دی. ارزو نیوز د همدې سازمان د درجه بندۍ په اړه د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۸ مه راپور کې ویلي چې افغانستان تر کانګو، شمالي کوریا، لیبیا، ګینه، سوډان، ونزويلا، یمن، سوریې، جنوبي سوډان او سومالیا وروسته د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی دی.
 
دغه راز ۱۳۹۸ کال کې د وخت د ولسمشر «محمد اشرف غني» پخواني ځانګړي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، په ارګ کې په کاري چارو کې د لاس وهنې، له ډیموکراسۍ څخه د ناسم مفهوم اخیستو او فحشا ته د ځینو خاصو کړیو د هڅولو له امله یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.
 
د نوموړي په خبره هېڅ مشاور او وزیر نه شي کولای چې د خپلې کاري لایحې مطابق دنده ترسره کړي او د ارګ له داخله یې ځینې کړۍ په چارو کې لاسوهنه کوي او د ولسمشر په مشاورینو کې داسې کسان هم شته چې ډېر کم کولای شي له ولسمشر سره وګوري.
 
هغه په دې مرکه کې ادعا کړې وه چې د ارګ دننه د مشاورینو، وزیرانو او وکیلانو داسې کړۍ شته چې د فحشاد د ترویج لپاره کار کوي.
 
بلخوا د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د نجونو فوټبال څو لوبډلو او د دې لوبغاړو پخواني امريکايي الاصل روزونکي ادعا کړې ده چې ځينې لوبغاړې خپلو اړوندو ادارو کې د  نارينه وو له لوري په فزيکي او غير فزيکي ډول له جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.
 
دغه راز که د هېوادوالو د سختې اړتیا پر مهال (کرونا ناروغۍ پر لومړۍ دوره کې) مرسته شوو پیسو کې د مالي فساد په اړه د پژواک خبرونه ولولئ نو د تېر حکومت د چارواکو له خوا به له هېواد، ملي بیرغ او هېوادوالو سره خیانت درته په ډاګه شي، دا چې لیکنه ډېره اوږده نه شي زه یې یوازې د وینټلاټورونو د غلا یوه لنډه بېلګه یادوم: ((پژواک خبري اژانس د مستند راپور په حواله خبر ورکړی چې د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته شوي ۳۲ پايي وینټلاټورونه (د مصنوعي ساه اخیستنې ماشینونه) له یاد وزارت څخه غلاشوي او پاکستان ته قاچاق شوي، چې یو افغان سوداګر اوس هڅه کوي دغه دستګاوې په پېښور کې له قاچاقچیانو څخه وپېري او بېرته یې افغانستان ته راوړي.))
 
په دې ډول سلګونه داسې موارد شته چې په ډاګه کوي پخواني چارواکي او بهرني تابعیت لرونکو له ګران هېواد افغانستان سره څومره خیانتونه کړي خو په عامه اصطلاح «مشت نمونۀ خراوار است"
 
نوټ: طالبانو افغانستان ونیو، او له نېکه مرغه ټولو هېوادوالو ته یې عموممي بښنه وکړه، بشري حقونو ته یې درناوی اعلان کړ او د حاکمیت په دې پړاو کې یې هم هڅه داده چې ټول شموله مشارکتي حکومت رامنځته کړي داسې چې د افغانستان هر قوم په کې ونډه ولري، دا د هېواد د جوړېدو او روانو بدبختیو د پای ته رسېدو تر ټولو ستر فرصت دی، راځئ له دې فرصت څخه په استفاده د ګران هېواد او هېوادوالو لپاره تر خپلې وسې خدمت وکړو، د پردیو په اشاره هېواد وران نه کړو او داخلي جګړو او نفاق ته لمن ونه وهو، دا به مو د دین، هېواد او خلکو سره لوی خدمت وي.