پدې ورستیو کې موږډېر ځله د اورلګېدنې خبرونه اورو او ګورو چې د انساني زیانمنې برسېره په لویه اندازه اقتصادي زیان هم اړوي نو موږ هم په همدې موخه لیکنه چې د تاسو سره د دې ډول پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي چمتوکړې ده.
کور ته نږدې باید هغه څه چې د اور د لګېدو لامل کیږي ؛له ساحې څخه لېرې شي.
هغه څه چې د اور لګېدو لامل کیږي؛ باید د ماشومانو د لاس رسي څخه لېرې وي.
د اور ضد وسایل او جامې چمتو کول.
د کور ټول توکي په ځانګړي ډول هغه توکي چې د اور د لګېدو لامل کیږي د امکان په صورت کې یوله بله لېرې اېښودل.
د خوړو ، ډوډۍ او نورو لپاره بل کړی اور تل تر خپل څار لاندې ولرئ.
د اور پاتې شوني یا ایرې تر خپل لاندې څار لاندې ولرئ او داسې ځای یې ټولې کړئ چې هلته د اور لګېدو لامل نشي.
د بیدو کېدو څخه د مخه ټول هغه وسایل چې د اور د لګېدو لامل کیږي؛ خاموش شي.
همدا شان د خوب څخه د مخه د پخلنځي څخه څارنه ترڅو ټول هغه وسایل چې د پخلي لپاره کاریږي د وسایلو د خاموشتیا ډاډ تر لاسه شي.
ټول هغه وسایل چې د تودوالي ، پخلي او رڼا لپاره کاریږي؛ مخکې له ګټې اخستنې باید په سم ډول چک شي او وخت نا وخت پاک کړل شي.
ټول هغه څه چې اور اخیستونکي وي باید لږ تر لږه دری فوټه د اور له نغري څخه لېرې وي.
د کورونو په جوړولو کې هغه معیارات چې د پېښو په مخینوي په ځانګړي ډول د اور د مخنیوي او یا په کمښت کې موثر پرېوزي په نظر کې نیول.
د برېښنایي وسایلو څارنه او ترمیمم په ځانګړي ډول هغه لینونه چې کمزوري وي او د خرابتیا په صورت کې ترې پراخه اور لګېدنه را ولاړیږي.
د اور د لګېدو په صورت کې هغه توکي چې د تاسو د خوندیتوب سره مرسته کوي د ځان سره ولرئ.
کله چې د خونې د ننه په اور یا دود کې بند پاتې شوی که چېرته په ولاړه د وتو امکان نه وي نو په ناسته له اطاق څخه ووځئ ځګه په ښکتنیو برخو کې د دود اندازه کمه وي.
د اور د هر کارېدونکي توکي څخه د خپل کارښود له مخې ګټه واخلئ او د خوندیتوب هغه کړنې چې ورته اړتیا وي په پام کې ولرئ .
وروستي