تنظیم شوي جنګي بحران

 د روانو جګړو او تاوتریخوالي شدت ته که د زړه په سترګو وکتل شي او د عقل په معیارونو وسنجول شي، نو ښکاره کیږي، چې دا هم  یو پلانیزه شوې پروسه ده: د سولې تړون لاسلیک شوی، امریکا هم لا د صحنې څخه نه ده وتلې، د خیریت په غونډۍ ناسته ده او د جګړو په ډګر کې یواځې افغانان ښکیل پاتې شوي دي.
 
ستر استعماري ځواک ، دا سرزوری ملت په جګړو کې ماتولی ونه شو؛ اوس یې باید د پیسو او چال( د کړکیچ ستراتیژي ) له لارې  له پښو راوغورځوي. ټولو نړیوالو ته باید وښودل شي، چې د جو بایډن د نظریې سره سم، افغانان د یو واحد ملت په څیر، په سوله کې د ګډ ژوند قابلیت نه لري.
 
یوې خواته، د افغانستان اوسنی حکومت دی، چې اساسي جنګي مټ یې: د جمیعت، وحدت او جنبش تنظیمونه دي، د امریکا په لاس جوړشوي او د هغه په مرسته د ژوند ورځې او شپې تیروي؛ بلې خواته طالبان دي، ( که د اوسنیو چارواکو په قول قبول کړو)، چې اساساً د پاکستان په ملاتړ په جګړو کې مخ په وړاندې روان دی. پاکستاني دولت د متحده ایالاتو ستراتیژیک همکار دی. پس ګورو، د جګړې مجهوله معادله وتړل شوه، د مجهول پیدا کول یې اوس آسانه دی. متحده ایالات د جګړې دواړه خواوې: اوسنی حکومت مخامخ  او طالبان د پاکستاني نفوذ  له لارې، د جګړو شدت ته ټیل وهي، غل ته وایي، چې د غلا وخت دی، کوروالا ته وایي، چې بیدار اوسه!
 
که نه، امریکایي پوځونه د بګرام  او نورو اډو څخه د غلو په څیر نه وتل! ( او که د افغان- انګلیس د لومړۍ جګړې  د ناتار پدري درس یې په یاد ساتلی!)؛ که نه، طالبانو باید د امریکایانو تر بشپړ وتلو پورې د لوې زغم نه کار اخیستی وای، د خپلواکې او سولې  په خاطر  آن خپل تنظیمي واک او ګټو څځه هم تیر شوي وای! تشدد ته یې لاس نه وای اچولی! که نه، دولتي زورواکو ته خپل جنګي زور معلوم دی، د جګړې نغارې یې دومره لوړې نه وهلې!
 
لدې کبله دا تاوتریخوالی همداسې تنظیم شوی دی، ټوکې نه دي. د څو زرو «بې دسپلینه ولس» مړینه او د څو لکو سرکښو خلکو کډوالي، په سترو سیاستونو ګې خورا کوچنۍ پیښې ګڼل کیږي.
 
متحده ایالات جغرافیاوي جبر  په سیمه کې شاتګ ته مجبور کړی دی، اما د نړیوال ځواک په توګه، تر خپل مرګه پورې دا سیمه نه خوشې کوي. هغه په سیمه کې دوه ستر سیالان لري، چې د دوۍ ګټې خوري: یو یې  روسیه ده او بل یې چین دي، افغانستان ته د همدې له پاره راغلی وُ، چې په سیمه کې د نفتو او ګازو پر استحصال او انتقال د روسیې انحصار مات کړي. زور یې  و نه رسیده، خو لا زور وهي.  امریکا ته د نړیوال ځواک په توګه، دا د ژوند او مرګ مسأله ده.
 
د روسیې د انحصار څځه زیاته، د چین نړیواله پروژه « یوه لار، یو کمربند» د امریکا- انګلیس امپراتورۍ ته بله ستره بلا ګرځیدلې ده. د روسیې د انحصار ماتولو او د چینایي پروژې  شنډولو له پاره، متحده ایالات په سیمه کې یو ټاکلي، تر کنترول لاندې تشنج ته اړتیا لري. ښایي د افغانستان د اوسني کړکیچ شدت ته د همدغې وضعې محصول په توګه وکتل شي. د دا ډول پیچلې کړکیچنې وضعې  شعوري درک او ورسره اګاهانه چلند په کار دی.
 
اما ټول افغاني تنظیمونه، سازمانونه، حکومت او آن ټولنیزې رسنۍ، له فردي استثنا پرته،  په مجموع کې احساساتي درک او چلند لري، د شعوري کچې درک او کړنلاره نه لري. طالبان په خپله فکر کوي، چې خورا مستقل تحریک دی او هر څه، چې کوي، ډیر ښه کوي. د امام کرنیل او عباسي په امامت هم لمونخونه کوي. دولتي تنظیمونه خو د الله اکبر نارې پورته کوي، پرته لدې، چې په معنی یې لږ څه فکر وکړي: الله ستر دی، خو د جګړې سره هیڅ اړیکي نه لري. په رسنیو کې تر دې زیات  احساساتي خپرونې کیږي، پرته د عقلاني  سنجش څخه، چې دا د جګړې او که سولې په خدمت کې کیږي. آن د ناموس داري داسې سپیڅلي ارزښت څخه هم  ناوړه استفاده کیږي. دا ډول بدې استفادې  د دوو احتمالو محصول کیدلی شي:
- یا د قومي نفاق په رنځ رنځورو ذهنونو څخه رااوځي، چې آن د افغانانو د داسې ستر معنوي ارزښت لکه ناموس داري څخه هم د خپلو عقدو او تراوما (Trauma) د کرارولو له پاره سوُاستفاده کوي.  «لوچکان» به د هر ډول  بې ناموسۍ بد نیتونه و لري، اما د ناموس داري څخه د قومي او تنظیمي نفاقونو له پاره استفاده، د لوچکانو تر نیت هم شوم دی. که ناموس په رښتیا ورڅخه تقدس لرلی، نو دا څو لسیزې د وطن ناموس د بهرنیو تیریو لاندې  دی، ددې «ښاغلو» کړیکې ولې نه ختلې!
 
- په زیات احتمال د دا ډول خپرونو اصلي فرمایش ورکونکي او طراحان هماغه د پاکستان جاسوسي شبکه ده، چې د طالباني تشدد محرکین هم دي. په لومړیو تنظیمي  جګړو کې هم آی. اس. آی همدغه ډول ډبل رول لوبوه: هم یې طالبانو ته   او هم یې د شمال ټلوالې تنظیمونو ته پیسې، وسلې او آن وسله وال اجیران ورکول.
 
اوس د افغانانو د آرام ژوند اصلي دښمن جګړه ده، چې اساساً د بهرني پوځي اشغال محصول ده. هر هغه عمل او نظر، چې د اشغال په ګټه تمامیږي، د افغاني سولې په تاوان دی. د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته، (چې لا تراوسه ندي وتلي، نعمت ناخورده، شکر ویستل لکه طالبان یې چې کوي ، شعوري چلند نه دی) هر هغه څوک، چې د جګړې اور ته لمن وهي، په هر نامه، هغه شعوري وي او که احساساتي، د دښمن په ژرنده اوبه خوشې کوي. که طالب وي، که دولتي زورواکی، که د رسنیو لیکونکی- هر څوک، چې د ناموسداري، قومي او ژبنیو حساسیتونو څخه د جګړې په خوا سوُاستفاده کوي، نه بخښونکې ګناه سرته رسوي، چې ښایي د رسنیو مسوُلینو څخه هم، دا ډول څرګندونې ، د بیان آزادي تر پوښښ لاندې تیرې نه شي. ښایي هر یو، ولو که ډیر جزئي هم وي،  د تشنج کمولو او د جګړو سړولو په بهیر کې ونډه واخلو، نه د کړکیچ په زیاتولو کې لکه څنګه، چې له بهره پلان شوی دی.
 
اوس د افغانستان امنیتي وضعیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غور لاندې دی. په هیواد کې اوسنۍ جګړه ییز حالت پلانیزه همدې لوري ته سوق شوی دی، چې  د امنیت شورا دایمي غړي هیوادونه یې په هکله فیصله وکړي. د امنیت د شورا دایمي غړي: متحده ایالات، روسیه، انګلستان، چین، فرانسه - د وسلو او پوځي تخنیک ستر تولیدونکي او صادرونکي دولتونه دي. هغوۍ، چې هره پریکړه او عمل کوي، هغه به د همدغو سترو صنعتي دولتونو، د  پوځي صنعت، تجارت او جګړو په ګټه وي. هغوۍ به څنګه د افغانانو د سولې او خپلواکۍ په ګټه کومه پریکړه عملي کړي! که رمه د یوه لیوه څخه ځان وژغوري او یو ډله لیوانو ته په لاس ورشي، څومره ښه په امن کې به ژوند وکړي!