انسان ډېر مغلق او پیچلی مخلوق دی؛ د ډېرو نورو پیچلتیاو تر څنګ د انسان احساسات ډېرې حیرانونکې ځانګړنې لري چې په دې وروستیو کې د زبردستو ساینسي پرمختګونو له کبله انسان وکولی شول د مختلفو احساساتو په اړه خپل پوهاوي ته پراختیا ورکړي. غواړم د ډېرو احساساتو له منځه پر یو مه احساس غوسې چې د انسانانو نړیوال ګډ احساس دی د خپلو مالوماتو پر بنیاد نیورو ساینسي بحث وکړم. څېړنې ښیي چې د غوسې لاملونه بېلا بېل کیدلی شی؛ خو په ټولییز ډول انسان هاغه وخت غوسه کېږي، کله چې له ګواښ سره مخ شي. دا ګواښ شونی دی فزیکي وي یا ذهني؛ لکه د یو چا عزت او وقار تر برید لاندې راوستل.
کله چې یو انسان له ګواښ سره مخ شي او په پایله کې په انسان کې د غوسې احساس راوپاروي، د ګواښ له اندازې سره جخت انسان غبرګون ښیي. دا غبرګون د برید یا تېښتې fight or flight په بڼه ښودل کېږي. د نیورو ساینس نورې موندنې ښیي، کله انسان غوسه شي په دماغ کې یې دوه بدلونونه تر سره کېږي، چې د دماغو د لمبیک سیسټم په واسطه رامنځته کېږي. لومړی بدلون د کاټوکلومین موادو د ترشح په صورت کې تر سترګو کېږي چې د انسان بدن ته د غبرګون ښودلو انرژی ورکوي. دا انرژي ډېر ژر بېرته له منځه ځي. دویم بدلون چې د امیګډلا پواسطه رامنځته کېږي د عمل د تر سره کولو لپاره د تیارۍ حالت رامنځته کوي. کله د تیارۍ دا حالت اوږد مهال وي داسې چې آن تر ورځو پورې دوام کولی شئ. که تاسو لیدلي وي کوم کس چې سهار کور کې له بد وضعیت سره مخ شوي، په کاري چاپیریال یا بل ځای کې په یو معمولي کار هم ډېر غوسه کیدلی شي. دا ولې؟ لامل یې همدا دویېم بدلون ده چې پورته پرې وغږیدو. دا بدلون چې دومداره وي د بیا ځل غوسې کیدلو احتمال زیاتوي.
دا وو د غوسې د اناتومي لنډه تشریح. دا چې غوسه څنګه سړه کړو باید په یو بېلګه وغږیږو او وروسته بیا په هغو لارو چارو وغږیږو چې د غوسې د سړوولو لپاره ګټورې ثابیتدای شي. تاسو پر سړک موټر چلوئ. یو دم بل موټروان له تاسو سره ډېر نږدې په بې پروایۍ سره خپل موټر کټ یا کراسوي. د نیوروساینس د موندونو له مخې پدې وخت کې ستاسو فکر ډېر اهم رول لوبوي. که چېرته دغه عمل د یو منفي زاویې څخه وګورئ، داسې چې ځانته ووایي چې دې کس خو ډېر ناسم کار وکړ. که اوس دا موټر جنګیدلی وای او زه خوږ وای. د ټپي کیدو تر څنګ به یې موټر هم راخرابی کړی و. دغسې منفي فکرونه په دماغو کې د غوسې د رامنځته کیدلو او زیاتیدو سره پوره مرسته کوي. څومره چې دا عمل د یو منفي زاویې څخه وارزول شي هماغومره د غوسې د شدت اندازه زیاتیږي. برعکس کچېرته دا عمل د یو مثبتې زاویې څخه ولیدل شي په دماغو کې د غوسې د رامنځته کیدلو مخنیوی کوي او یا یې هم شدت کموي. لکه؛ داسې فکر وشي چې ممکن هغه انسان کوم بیړنی کار درلود. شونې ده ناروغ وي او یا کوم بل داسې مثبت فکر وشي. د غوسې دې ماهیت ته په کتلو د غوسې د سړولو یو بهترینه لار همدا ده چې د غوسې د رامنځته کیدلو په دوران کې چې کوم منفي فکر د غوسې د رامنځته کولو لامل کېږي چیلنج شي او د هغې مخالف دلایل حاضر کړل شي. البته دا لار باید ډېر ژر په کار واچول شي او یا حتا ځینې وخت که ژر هم وکارول شي د غوسې په سړوولو کې کار نه ورکوي. دا هغه حالت وي چې په هغې کې یو کس له مخکې غوسه وي او بیا له یو داسې عمل سره مخ شي چې د غوسې لامل ګرځیدلی شي. پدې وخت کې مخکې غوسه د نوې غوسې د رامنځته کېدلو لپاره تیار یو بهترین پلیټفارم ده؛ له همدې کبله مثبت فکر کول پدې وخت کې دومره ګټه نه لري.
دویېمه لار چې کولی شو غوسه پرې کنټرول کړو دا ده، چې پر یو داسې عمل لاس پورې کړو چې د رامنځته شوي عمل، چې د غوسې لامل ګرځیدلی، څخه زمونږ توجو واړو. د بېلګې په ډول، په کور کې غوسه کېږو، بهر ځو او په شین ځای کې قدم وهو. دا قدم وهل کولی شي چې زمونږ توجو بدله کړي او غوسه مو سړه شي. البته یوه خبر باید دلته په نظر کې ونیول شي، چې د توجو بدلولو دا عمل باید د هغو منفي فکرونو کولو لپاره ونه کارول شي د کومو په بنسټ چې غوسه رامنځته شوې وه. ډېری وخت په شین ځای کې قدم وهل تر ټولو ښه غوسه کنټرولونکی عمل کیدلی شي.
د دې دوه لارو تر څنګ ځینې خلک فکر کوي چې غوسه باید په غوسه کولو او غبرګون ښودلو سره سړه شي او دا تر ټولو ښه لار بولي. خو دا لار د نیورو ساینس د موندنو په رڼا کې ناسمه ثابته شوې. د غوسې ماهیت ته په کتلو د غوسې دغسې کنټرول د غوسې د کنټرول نه بلکې لا زیاتېدو لامل ګرځي.
وروستي