مینه او نیوروساینسي لید

انسان زیات شمېر احساسات لري. د دې احساساتو ترمنځ تر ټولو هېښونکی او زړه‌وړونکی احساس مینه ده. د دې احساس شدت، حیرانونکې ځانګړتیاوې او حالتونه له دې در مالومولی شئ، چې وګورئ څومره کیسې، افسانې، ناولونه، سینمایي فلمونه یې په اړه لیکل شوي. که پدغه برخه کې له نورو احساساتو سره پرتله شي نور احساسات یې پر وړاندې په نشت برابر دي. د انټروپالوجستانو له انده تر اوسه کابو ۱۷۰ انساني ټولنې مطالعه شوې او په هره یوه کې د مینې د احساس په اړه خبرې، واقعیات او کیسې موجودې وې. د دې تر څنګ د دې احساس په اړه د انسانانو رایه او نظریات هم توپیر لري. په پېژندنه کې، په ځانګړتیاوو، ډولونو او دا چې دا احساس له کوم ځایه سرچینه اخلي‎. په پراخه کچه جالب بحثونه او څېړنې شته دي. د بېلګې په ډول نامتو اتریشي روانپوه زیګمونډ فرویډ د دې احساس سرچینه د انسان جنسي غریزه بولي او استدلال کوي چې مینه بغیر له جنسي غریزې بل څه نده. د فرویډ په تقابل کې بل اتریشي روانپوه ویکتور فرانکل وایي چې مینه ټوله جنسي غریزه نه ده، بلکې جنسي نږدېکت یې صرف د اظهارولو یو لار ده، کنه نور مینه دومره محدوده نه ده. مطلب د مینې په اړه بحث په هر برخه کې ډېر پراخ او د بېلا بېلو مخالفو او موافقو نظریاتو مل دی. پدې لیکنه کې زه غواړم د مین انسان حالت د نیورو ساینس له مخې واضح کړم. د بحث په جریان کې کوښښ کوم دغه اساسي پوښتنې ځواب کړم. کله چې یو انسان مین شي دماغ یې څه ډول هورمونونه افرازوي؟ د اعصابو کومې برخې یې ډېرې فعالیږي او کومې برخې یې موقتاً یا اوږدمهاله له حرکت او کاره لوېږي؟
 
د نیوروساینس په یو څېړنه کې چې د مینو انسانانو په دماغو تر سره شوې، ویل کېږي چې کله یو انسان پر بل انسان مین شي د دماغو د قضاوت او پرمختللي عقلاني فکر برخه preprontel cortex  یې وتړل شي او په عین حال کې د دماغو په ventral tegmental area برخه کې چې د توجو، تشویق، غوښتلو سره تړاو لري فعالیت شدت واخلي. د دماغو دغه ساحه د ادارکي فکر له دماغو څه چې د جزباتو اړوند عصابو څخه هم ښکته وجود لري. دغه برخه د انسان د دماغو زښته پخوانۍ برخه ده او د ریپټلین عصابو مرکز ګڼل کېږي. د دې تر څنګ د A10 حجرو کې هم فعالیت په خپل اوج کې پیل شي، کومې چې ډوپامین د خوښۍ هورمون تولیدوي. که مسلې ته د رغښت تیورۍ له چوکاټه وګورو ښه واضح کېدای شي. په لسګونه زره کاله پخوا چې کله زموږ نیکونه په غارونو کې اوسېدل او ژوند هر وخت له بېلا بېلو ګواښونو سره مل و، که د انسان دماغي فعالیت داسې نه وای عیار شوی، ډېر امکان و چې د انسان نسل بقا نه وی کړي، مانا  نه د انسان نسل به نه و پایېدلی او د نورو په څېر به منقرض شوي وی. د بېلګې په ډول په هغه وخت کې یو انسان د مینې په داسې حالت کې د خپلې مینې د ژغورولو لپاره هر ډول خطر منلو ته ځان اماده کولو. مخکې موږ وویل، چې د مینې په حالت کې د خطرناکو کارونو د ترسراوي دماغي برخه ډېره فعالېږي. که د عقلانیت او قضاوت برخه پدغسې وخت کې هم فعاله وای نو ډېر احتمال دا و چې نوموړي کس به د ګواښ پایلې او نور اړخونه سنجول او که ژوند ته یې خطر پیښیدلی نو تیښته به یې کوله او دا کار د انساني نسل د ختمېدو لامل کېدای شوای. د دماغو په دې برخو کې له فعالیت سره د مینې په حالت کې د ښځې د ټیسټاسټران هورمون په زیاته کچه افرازیږي چې پایله یې تهاجمي خوی خپلول دي او په نر کې برعکس کمېږي چې ورسره یې پایله هم برعکس وي. د دواړو د سیرټونین لېول زیاتیږي او له دې سره وسواس پیدا کېږي. مطلب د یو بل په اړه ډېر فکر پیلېږي. همدارنګه د سټرس هورمون کورټیسل هم زیاتیږي چې انسان یو څه نرویس کوي او د اکسیټوسین هورمون هم خپله کچه زیاتوي چې انسان ته د مینې احساس ورکوي.
د دې تر څنګ په یو بله څېړنه کې ښودل کېږي چې هاغه انسانان چې په مینه کې د مقابل طرف لخوا رد شوي وي د دماغو په درېیو برخو کې یې فعالیت زښته زیاتیږي. لومړی په هماغه VTA کې کومه چې له تشویق، توجو او خواهشاتو سره تړاو لري. دویېم د دماغو هاغه برخه چې ګټې او تاوانونه سنجوي او ورسره د سترو ګټو لپاره ستر ګواښونو ته یو کس تیاروي. دریېم برخه چې فعالیت پکې زیاتیږي د Deep attachment برخه ده چې یو وګړي سره د کلک او ژور تړاو پر وخت فعالیږي. په همدې څېړنه کې ښودل کېږي، چې په مینه کې د رد شوي کس وسواس او مینه د کمېدو پر ځای نور هم شدت پیدا کوي او دا ځکه چې کله انسان یو څه ته نه رسیږي د هغې خواته یې میلان لا پسې شدت اخلي. دا هغه مرحله ده، چې مین انسان ډېپرس کوي او آن کېدای شي، غلطې پرېکړې هم وکړي.
سره له دې چې، د نیورو ساینس نورې څېړنې ښیي چې مینه له اعتیاد سره ګډې ځانګړتیاوي لري. لکه لومړۍ ګډه ځانګړنه یې دا ده، چې اعتیاد دومدار وي او انسان یې له کولو نه ستړی کېږي. دویم د پرېښودو په صورت کې بدې پایلې له ځان سره لرل او درېیم دا چې یو دم بېرته ورته راستنیدل. له دې څېړنې  وروسته داسې وړاندیزونه وشول چې مینه دې هم د نړیوال اعتیادونو په لیست کې ورشامله شي.