د ژوند پر ښکلاګانو اعتراف

يواځې د باران د څاڅکو اواز د غوږونو پردو ته ځان رساوه،نور هرڅه غلي و،واورې د ځمکې مخ ته دناوېتوب جوړه په تن کړې وه،خو اوس باران په دې سپينه جوړه خالونه وهل ،ډېره خوندوره منظره جوړه وه ،په دهليز کې يوې پايې ته تکيه وم او دکائناتو دخالق په قدرتونو مې فکر کاوه چې په دې شين سهار کې يې په کړس وخندل او زما په طرف راروانه شوه،د بل هر وخت مخالف يې نن پر شونډو موسکا حکومت کاوه، ډېر وخت وروسته مې داسې وليدله، دليل مې يې ورڅخه و پوښت،چې څنګه يې نن له خندا خوله نه را ټولېږې.

را غبرګه يې کړه: څه يې کوې  ډېر زيات مې وخندل، دهغې له خولې مې داجمله ډېره خوښه شوه چې ويې ويل ، نن مې ډېر زيات وخندل،هغې پوره دولس کاله وروسته په کړس خندلي و، سره له دې چې اوس يې هم خندا جاري ساتله زه يې ددې هرڅه سبب بللم،ویل يې دا ژوند هم د يوه عجيب فلم پشان دی، ډېرې صحنې به دې وژړوي او غم به درکړي خو ناڅاپه به پکې دا سې حالت راشي چې که هر څومره نه غواړې نو بيا به هم خاندې.

هغې وويل: همدا ژوند دی چې په هر راز پکې پوهېدای شو، چې موږ د څه شي لپاره پيدا شوي يو،چا پيدا کړي يو او د ژوند له پايته رسېدو وروسته څه کېږي.

په داسې حال کې چې اوس هم موسکۍ وه  او نازکې خندا يې په نازکو شونډو تالنده کوله راته وويل: که دې هېر نه وي کومې خبرې چې اوس مې درته وکړې،يو وخت به تا راته کولې نو مابه ويل چې ته لېونی شوی يې ،ژوند هېڅ معنی نلري ،تاچې به هرڅومره راته وويل چې ژوند هغه څه دی چې په اوږدو کې يې په دېرو هغو  معماګانو پوهېږې چې ته پرې نه پوهېږي مګر مابه  درته ويل: ته باید دځان درملنه وکړې.

خو اوس وايم چې نه، ته په حقه او زه په ناحقه وم،مابايد هغه وخت پرځای ددې چې تاته د درملنې ووايم خپله درملنه مې کړې وای ،نو اوس په ډاډ سره وايم چې هو ژوند په رښتيا هم ډېر ښکلی دی.