دژمي يخې څپېړې او زموږ لغړې ډډې





ډېرهېوادوال له مخامخ کېدو سره يوبل ته وايي،سږکال ژمييوناڅاپه رانغي؟ولا ډېريخ دی،خداي دې خير کړي دايې لا پيل دی، چې نوربه څنګه وي،فکر کوم ژمی له وخته مخکې ندی راغلی،ځکه دلړم له نيمايي ور هاخوا نور ژمی وي او اوس لړم نيمايي ته رسيدلی دی، اصلاً ستونزه دلته ده چې مو ژمي ته چمتو والی ندی نيولی،يعنې ديخنۍ لپاره مو د سوند توکي ندي رانيولي، د اطاقونو دګرمولو په خاطر مو بخارۍ،سندلۍ او نور د اړتيا مواد ندي برابر کړي،همدا رنګه د کوچنيانولپاره مو ګرم اغوستونکي شيان اخستي ندي،نوکله چې داهېڅ نه لرو او تر ننه مو ورته فکر نه و،ګرم پخپله يو.
خو اصلي خبره دلته ده،هغه څوک چې د ژمي ديخ او اوړي د ګرمۍ لپارهد ضروري موادو د رانيولو توان، وس او حوصله لري، هغوۍيي هر وخت اخستیاو برابرولی شي،خو غم دهغو بېچاره ګانو او بې وزلو خلکو دی چې په اوړي کې يې لمر سوځوي اوپه ژمي کې يخ،هغوۍ به څه کوي،دخپلو بې پلاره،بې موره اوبې شتو اولادونولپاره تودونکي توکي او له يخه دپنا کېدو په خاطر امکانات له کومه کړي،بيا به د چا د تړلو دروازو ترشاه په شړقنده باران او واوره کې ولاړ وي، اودهغو د جېبونو په تمه به يې په کور کې وږي او لغړ اولادونه په تمه کېنولي وي،څه به کوي دغه طبقه خلک، ددوۍ مسؤوليت د چاپر غاړه دی،څوک يې غم وکړي، له چا خپل حق وغواړي، دهغوۍاولادونه خپل پلرونه له چا وغواړي، هغوۍ داهرڅه له کومه کړي؟
ژوندله ستونزو او سکون سره مل وي، خوهغه څوک چې له سکون څخه برخمن وي بايد د هغو خلکو او هېوادوالو بې سکونه ژوند ته هم يوڅه پام وکړي،په دې ځان وپوهوي چې يو همسايه پربل کوم حقونه لري اوڅنګه يي پوره کړي، داسمه ده چې زما اوستاپه کور کې دې هرڅه ښه پرېمانه وي خو ترڅنګ همسايه مو دې له لوږې ومري، زه اوته دې د ګرمې بخارۍ ترڅنګ له خپلو اولادونوسره په سندلېوکې ناست اوسو او همسايه مو دې دباران له چکاوې لاندې ديخ له زوره لړزيږي، هغوۍ په موږ پوره حق لري ترڅو د مرستې لاس ور وغزوو،خپله دخولې مړۍ ورسره نيمه کړو، که مو په کور کې دوه کمپلې وييوه بايد ورکړو،ځکه الله ج موږ ته ژوند د يو امتحان په ډول راکړی دی، په دې دنيا کې ښايست هم امتحان دی ،بدرنګي هم، روغ صحت هم امتحان دی او ناروغي هم، پيسه داري هم امتحان دی او غريبي هم، اسلاميت هم امتحان دی او کفريت هم، ژوند هغه ازموينه ده چې دا دنيا يې داماده ګۍ په موخه ده،دلته بايد دژوندپه ازموينه کې د بريا په خاطر ځان چمتو کړو، او دومره څه بايد له ځانسر ه ولرو چې د ازموينې په وخت کې يې پارچه کې وليکو او ددې ژوند دامتحان صحنه مرګ دی اوکله چې څوک هغې صحنې ته داخل شي،(مړ شي) بيا هلته د نقل او نورو هلو ځلو چانس چاته نه ورکول کېږي،خو له ياده بايد ونه باسو په دې ازموينه کې چاته قلم او کاغذ په لاس کې نه ورکول کېږي،هلته پوښتنې تقريري دي نه تحريري او هلته بيا لکه د ښوونځي، پوهنتون او مدرسې په شان مونږ ته د پوښتنو دځوابولو لپاره وخت هم نه ورکول کېږي،هلته له پوښتنې سره سم ځواب غواړي، الله ج وايي، اي زما بنده تاته مې ښايست در کړ ،وګورم چې ته څومره په خپله ښکلا مغرور کېږي او زما شکرانګي درنه هېرېږي،بل ته به وايي ته مي بدرنګ پيداکړې وګورم چې ته زما په دې ازموينه کې څومره بريالی کېږې،څومره صبر کوې ، هغه چاته چې روغ صحت يې ورکړی پوښتنه به ورڅخه کېږي چې تا له خپل روغ صحت څخه څومره ګټه پورته کړې،تا څومره دخپلو خلکو لپاره کار کړی دی څومره دې هغه چاته چې له تا په صحت کې کمزوري او يا يي له تاڅخه د بدن يو غړی کم و څومره مرسته دې ورسره کړې، او هغه څوک چې ناروغ وي، د بدن کوم غړیيې کم وي، مشکلات لري هغوۍ په دې امتحانوي چې څومره صبر د خداي ج ددې ورکړې په وړاندې کوي، همدارنګه به له مالداره او غريب څخه پوښتنه کېږي له مسلمان څخه به دهغه ددين او مذهب په اړه پوښتنه وشي اوکافر خوهسې هم غرق دی.
نو ووايۍ څه به وايو ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو ته په دنيا کې ډېر مال او دارايي درکړل شوې وه،څه مرسته مو وکړه په نړۍ کې له هغه همسايه سره مو چې اولادونه يې نهار ناست ول، اوستا اولادونو په مړه خېټه خوب کاوه، څه مو وکړل دهغه ګاونډي د اولادونو په حق کې چې ستا اولادونه به په ګرمو جامو پټ اوهغوۍ به لغړ ناست ول، نو ای هغو خلکو چې تاسو دهغو خلکوپه پرتله چې يتيمان وي، مغزور وي، معيوب وي، کونډې وي، بې وزلي وي، اوهېڅ نلري په هغوي رحم وکړۍ ،خپل هغه رسالت اومسؤوليت يې پروړاندې ادا کړۍ کوم چې الهي رب درته امر کوي،نو باور دی چې ددنيا او اخرت ښېګڼه به مو تر لاسه کړې وې کنه،په هېڅ صورت به مو خداي پاک ونه بخښي ځکه تاسو دهغه رحم او قهر دواړه له ياده ويستي دي.