د افغان ځواکونو او طالب جنګياليو د شمېر، وسلو، مالي سرچينو او جګړيز مرال په اړه د الجزيرې راپور 

د امريکايي ځواکونو په وتلو سره د افغان امنيتي ځواکونو او طالب جنګياليو ترمنځ جګړې هم زور اخېستی دی. ډېری په دې باور دي چې د سولې خبرو پرته په زور واک ته رسېدل يا په کې پاتې کېدل ناشوني دي. مطلب دا چې حکومت به په دې بریالی نه شي چې طالبان  له منځه يوسي او طالبان به هم ونه شي کولی چې حکومت چپه او واک په لاس کې واخلي. الجزيرې انګلېسی ورځپانې د جګړې په دې ګرم وضعيت کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو  د شمېر، تجهيزاتو، مالي لګښتونو او جګړيز مرال په اړه يو مالوماتي راپور خپور چې مهم ټکي يې وړاندې کوو. 

الجزيرې د تېرې اپريل مياشتې په وروستيو کې د سيګار د نشر شوي راپور له مالوماتو لېکلي دي، چې د ملي اردو، ملي پوليسو، ځانګړو ځواکونو، هوايي ځواک او ملي امنيت په شمول د افغانستان د ټول وسله وال پوځ شمېر ۳۰۷۰۰۰ تنو ته رسيږي. له دغه پوځيانو ۱۸۰۰۰۰ هغه دي چې په ورځني ډول د جګړې په ډګر کې دي او په جګړه بوخت دي. الجزيرې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تېر کال راپور پر بنسټ لېکلي دي چې بيا د طالب جنګيالو شمېر په کره ډول مالوم نه دی خو د ۵۵ او ۸۵ زره تنو ترمنځ کيږي. 

د افغان پوځ د مالي لښګتونو په اړه ويل شوي دي چې پر کلني ډول له پنځه بيا تر شپږ مېليارده امريکايي ډالر لښګت پرې کيږي چې ډېره برخه يا ۷۵ سلنه يې د امريکا متحدو ايالتو له خوا ورکول کيږي. بيا طالبان پر خپلو جنګيالو د کال له درې سوه مېلونه امريکايي ډالرو نېولي تر يو نيم ميليارد ډالرو پيسې مصرف کوي. دغه راپور کې ويل شوي دي چې د طالبانو د مالي لګښتونو ستره برخه د مخدره مواد له کرکيلې او قاچاق څخه تر لاسه کيږي. 

الجزيرې د طالبانو او افغان پوځ د وسلو د پر تلې په برخه کې لېکلي دي چې افغان حکومت له ۲۰۰۱ يو کال راهيسي په يو شمېر پرمختللو او ټېکنالوژيکو وسلو سمبال شوی دی، چې د شپې لېرې لېدونکي، زغره وال ګاډي، لېرې وېشتونکي توپونه، ډرون الوتکې او نور وسايل لري. د طالبانو د پوځي تجهيزاتو په اړه ويل شوي دي چې دوی تر ډېره سپکو وسلو ته لاس رسی لري خو ځيني د الوتکو ضد، ټانک ضد بمونه او راکېټونه هم ور سره شته دي. الجزيرې لېکلي دي چې د افغان حکومت هوايي ځواک او د طالبانو له خوا موټربم بريدونه هغه دوه مسالې دي چې سره د پرتلې وړ نه دي. 

الجزيرې د افغان ځواکونو د مرال په اړه ليکلي دي چې په شله کلنه جګړه کې يې مرال لوړ شوی دی خو ډېره مرګ – ژوبله، کمزوري رهبري، د پوځ دننه فساد او اوس وخت کې د بهرنيو ځواکونو وتل پر افغان پوځ منفي اغېزې لري. همدا ډول د طالب جنګياليو مرال پر ديني جذبې او د جګړې پر مهال د غنيمتونو پر نېولو او ټولو ولاړ دی. د دغه رسنۍ د مالوماتو پر بنسټ په دې وروستيو کې د طالبانو په مشرتابه کې هم يو څه درزونه پيدا شوي دي چې پر جنګياليو يې ناوړه اغېز شېندلی دی.