په انسانمحور معرفت کې چې د رڼو افکارو د تولید او خپراوي کومه لړۍ راپیل شوې دغسې بحثونه ټولنه له تشدده د منطق او شعور لوري ته راکاږي. د دې پلټفورم د موضوعاتو په لوستو داسې انګيرل کيږي لکه ټولنه چې تازه تازه له تحجر او شاتګپالنې د رنسانس پېر ته راوځي.
د منطق ژبه چې څومره چلېږي هومره د تفاهم فضا پياوړې کيږي او د تفاهم او منطق فلسفه شقي او بې رحمه حوادث محوه کوي، مانا داچې څوک به د خپل افکارو په اظهار نه رټل کيږي، نه وهل کيږې او نه به وژل کيږي. د نرمو افکارو ترويج سړى د روشنګرۍ حالت ته ننباسي، روشنګرۍ کې د فکر پديده او د فکر اظهار د نرمو، لطيفو مفاهيمو په محور څرخيږي، په دې شقي او غبي ټوله کې داسې يو فکر پيداکول لوى زړه او لوى جرأت او قرباني غواړي. استاذ پسرلى په«کوچى ملا» ناول کې واپي چې د خلکو خولو کې ځان اچول لوى زړه غواړي. اصلاً د اسلام د مبارک دين اساس او محور انسان دى او د انسان د معرفت دليل دا هم کيداى شي چې انسان لومړى په ځان پېژندلو او بيا د خداى ج په پيژندلو مکلف دی، د دې خبر مطلب دا دی، چې لومړی انسان مهم دی، بیا د انسان په اړه نور مفاهیم. د ځمکې خلافت او نيابت د بشري ژوندانه د ښيګڼو په موخه انسان ته وسپارل شو، فرښتې چې معصوم مخلوق وې انسان ته د تعظيم په سجدې رهنمايي شوې، د ځمکې عمران لپاره انسان محور شو. نو ښه ده چې د افکارو د راټولو لپاره یو داسې پلټفورم رامنځته شي، چې انسان پکې مهم وي. زموږ په ټولنه کې یې زیاته اړتیا حسېږي، ځکه چې زموږ په ټولنه کې انسان مهم نه، بلکې قرباني دی. لهداسې بحثونو او چنو وهلو وروسته د يو درېيم فکر د رامنځ کولو ته لاره برابرېږي او د نوو افکارو بیستر غوړول کېږي، دا چې انسانان د يو او بل په خبره سره وپوهېږي په یوه محجره ټولنه کې تر ټولو ستره خبره ده. استاذ غضنفر د نثرليکلو هنر کتاب کې يو حکايت داسې راوړي، چې د نوح علیه السلام له توفان وروسته خلکو په وياړ د بابل برج ورغولو، خداى (ج) په دوى د نه اورېدلو عذاب نازل کړ؛ يانې يو دبل غږ يې نه اوريدو. د دې حکايت موخه دا ده چې کله انسانان په خبرو سره پوه نشي نو پاشل کيږي. زه يوځل بيا د بحثونو دغه ګفتمان په تروږمۍ کې د رڼا يو څرک وينم او ددغه ويبپاڼې ظرفيتونه او چلوونکي تر ايرو لاندې بڅرکي ګڼم او خوشبين يم چې ددغه محور بحثونه به شعوري دبيدارۍ يو عظيم موج او څپه راپورته کړي، چې په جهالت او شاتګپالنې به لعنت ووايي. په دې توګه به يو روښان فکره ټولنه او فلتر شوى نسل توليد شي. دغسې آزاد مباحثات د روښانفکرۍ زړى کري، انسان منطقي فکرکولو ته اړباسي.
فکر د خداى ج هغه پېرزوينه ده چې انسان پرې د شرافت او کرامت فضليت موندلى. ارواښاد الفت وايي:
که هرڅه رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوى تاوان ليدلى دى