ماشوم مو په پاکو جامو عادت کړئ

د ژوند په هکله بېل بېل تعریفونه شتون لري چې د یو له مخې یې د هیلو ټولګه بللی شو؛ همدا هیلې دي چې ژوند مو رنګين او ښکلی دی، هیلې مو د ژوند پر هر پړاو کې  بېلابېلې دي، همدا د هیلو پرله پسې والی مو د ژوند تر پایه راسره وي او اوس هم زموږ د عمر د یوځانګړي پړاو پر یوه هیله بحث لرو.
 
د پښتنو د بېلا بېلو لهجو له مخې هغه دودیزې جامې چې پر غاړه کوي  جامې، کالي، کپړې او جوړه وایي، خو هغه څه ته چې جامې ترې ګنډي رخت، ټوکراوکپړه  ورته وایي او هغه چاته چې د ټوکر څخه جامې جوړوي خیاط، درزي، ګنډونکی او نور وایي. 
 
خبره مې پر جامو راټوله وه کومې چې دوه حالته لري یو یې هغه حالت دی چې موږ تازه نوې جامې چې تر ډېره د اخترونو په ورځو کې وي غاړې ته کوو چې نوې جامې ورته وایو او بل ډول یې هغه جامې دي چې زیاتره وخت زموږ پر غاړه وي خو دا نوې نه وي بلکې یو یا څو ځلې کارول شوې وي
 
بلخوا ماشومتوب د هیلو موسم، د خوښیو پړاو، د ښې راتلونکې لپاره د تیاري مرحله  او په ټوله کې د مسولیت د اخستلو لپاره د جوګه کېدو وخت دی.هغه څه د عمر او فزیکي توان له مخې ورسره وشي، وروښودل شي او پرې تمرین کړل شي ګوم چې د نوموړي په راتلونکي ژوند کې پر درد خوري. 
 
 ژوند نعمت دی او ژوند کول هنردی، خو دې ټکي ته پام سره باید هغه څه چې مخکې مو یاده کړه  ماشوم پر ستونزو لاسبری کوي، ژوند ورته اسانه کوي او د لویو موخو پر وړاندې یې خنډ نه دریږي په عملي ژوند کې ورسره کار شي. 
 
خو اوس د ماشوم او جامو تر منځ هم اړیکې شته دي یوه عامه وینا ده ؛ ښه کالي د انسان ښایست دی خو د ماشوم لپاره خوښي هم لري، باید ماشوم له دې ښکلا څخه بې برخې نه کړل شي، همدې بنسټیز حق ته یې رسېدنه وشي  او نه تنها دا بلکې نورې ټولې اړتیاوې یې پوره شي. 
 
دا ټولو ته منل شوی حقیقت دی چې ماشوم په ریښتني ډول د نوي څه په لاس ته راوړلو خوښي کوي که څه هم له مادي اړخه به ډېر څه نه وي خو ماشوم به  له معنوي اړخه  ترډېرې لوړې کچې خوښي پرې وکړي خو برعکس د دې که چېرته ته د دې طفل دا غوښتنه پوره نشي، نیمګړې پاتې شي او یا ترې بې برخې کړل شي هغومره چې خوښي کوي له روحي اړخه  به زیان مومي.
 
ماشوم ته مه وایاست چې نوې جامې واغونده که څه هم نوې وي. 

  • نوې جامې هره ورځ ممکن نه دي، که چېرته ممکنې هم وي ناوړه او زیات لګښت باندې عادت کیږي او په راتلونکې کې  خپلو عوایدو په مدېریت کې وروسته پاتې کیږي. 
  • ماشوم تر روحي فشار لاندې راځي، دوی مخکې تر دې چې جامې واغوندي تر ډېره وارخطایي او هیجان احساس کړي. 
  • ماشوم مو پرېږدئ چې  خپل حواس په کار واچوي چې پخپله دا ومومي چې دا جامې د چا دي، څنګه دي، نوې او که کارول شوې دي. 
  • کمزوري اقتصاد لرونکو ټولنو کې چې ټول ماشومان یې يوډول عواید نه لري که چېرته واویي چې زما نوې جامې وګورئ ممکن  نورو ملګرو د روحي اذیت لامل شي. 
  • په هرډول شرایطو کې  ژوند کول ورته سخت او ګرانیږي. 
  • له هغه یو لټ او بې پروا انسان جوړوي. 
  •  
که چېرته ماشوم ته ووایو چې پاک کالي واغونده ؟
  • دا به له ماشوم سره مرسته وکړي چې ځاني حفظ الصحې ته یې پاملرنه ډېره شي. 
  • ماشوم به د پاکوالي په مفهوم وپوهيږي او د ژوندانه په ټولو برخوکې به ورته پام کوي. 
  • ماشوم به د بې وسۍ د روحي فشار لاندې نه راځي. 
  • ماشوم به  د پاکوالي عادت خپل کړي.
  • راتلونکی ژوند به ورته اسانه وي. 
  • زیارکښ او فعال انسان به ترې جوړ شي. 
  • دابه له چاپېریال ساتنې سره هم مرسته وکړي ماشوم به دا درک کړي چې څنګه له یو توکي څخه څو ځله کار واخلي.