کسوه الکعبه يا غلاف کعبه مالومات


کعبه له بيت المقدس وروسته د مسلمانانو دوېيمه قبله ده چې هر کال سلګونه زره مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه يې زيارت ته ورځي. د يو راپور له مخې په ۲۰۱۷ زېږېديز کال کې تر ۲،۴ ميليونه مسلمانانو د حج د فريضې او عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفرونه کړي ول چې له ډلې يې ۱،۸ ميليونه له بهرني هېوادونو څخه ورغلي ول. که څه هم سعودي عربستان د خپلې کلنۍ بوديجې تر ۷۸٪ تکيه د ياد هېواد د تېلو پر عوايدو کوي، خو په دې هم سترګې پتول نه دي په کار چې ديني سياحت د حج او عمرې په بڼه د ياد هېواد پر اقتصاد ستر اغېز لري. د ټي آر ټي نړيوال ټلوېزيون د راپور له مخې د حج او عمرې زيارتونه هر کال د سعودي عربستان ناخالص کورني توليد  يا GDP کې تر دولس ميليارده امريکايي ډالرو زياتوالی راولي چې دا د ياد هېواد د ټول ناخالصه کورني توليداتو ۷٪ ده. 

د حج د مراسمو په جريان کې، هر کال د ذي الحجې د مياشتې په نهمه ورځ، کله چې حاجيان د حج د زيارت پر مهال عرفاتو ته ځي، د کعبې غلاف بدلېږي. د کعبې غلاف چې په عربۍ ژبه کې ورته کسوه الکعبه ويل کېږي، ۶۵۸ متره مربع دی. کسوه الکعبه د ۴۷ ټوکري ټوټو څخه جوړه ده،چې هره ټوټه يې ۱۴ متره اوږدوالی لري. د ياد غلاف په جوړولو کې  ۶۷۰ کيلو ګرامه خالص ورېښم او د ۱۵۰ کيلو ګرامه خالصو سرو او سپينو زرو جوړ شوي تارونو څخه د ګلدوزۍ لپاره په کار وړل کېږي چې مجموعي مصرف يې ۱۷ ميليونه سعودي ريال (تقريبا ۴،۶ ميليونه امريکايي ډالر) دی. 

د عربو د روايتونو له مخې د کعبې د پوښولو تاريخ د ۳۹۰-۴۲۰ زېږېدېز کال ته   ورګرځي کله چې هامريه پاچا، توبه ابو کرب اسد د لومړي ځل لپاره امر وکړ چې کعبه بايد وپوښول شي. ياد وخت کې په مکه کې د جرهم قبيلې واکمني کوله. 

د کعبې غلاف د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو رنګونو جوړه شوې. د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او د خلفاو راشدينو په وخت کې يې رنګ سپين وو خو وروسته يې د بېلابېلو واکمنانو د واکمنۍ پر وخت رنګونه سور او زرغون هم پاتې شوي. خو پايله کې عباسي پاچاهانو، الناصر او المامون توافق وکړ چې د کعبې د غلاف رنګ دې تور وي.

تر۱۹۲۷ زېږېديز کال پورې د کعبې غلاف په بشپړ ډول مصر هېواد کې جوړېده، خو په ۱۹۲۷زېږېديز کې د توليد يوه برخه مکې ته انتقال شوه. وروسته په ۱۹۶۲ زېږېديز کې د توليد ټولې چارې مکې ته انتقال شوې.