د محب او نواز شريف د لېدنې په اړه د عمران خان حکومت څه وايي؟

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان د مسليم ليګ ن ګوند مشر او د پاکستان له پخواني لومړي وزير نواز شريف سره کتلي. نواز شريف د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د اوسني حکومت سرسخت مخالف دی او همدا ډول د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت پر نواز شريف ساحه راتنګه کړې؛ څه وخت وړاندې يې نواز شريف، د هغې لور مريم نواز او د نواز شريف زوم کفتان صفدر زندان ته واچول. 

پاکستانۍ جيو نيوز رسنۍ د حمد الله محب او د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف د لېدنې په اړه تازه مقاله خپره کړې چې هغې کې يې د پاکستان د حکومت او د نواز شريف د نېږدې کسانو خبرې راخېستې دي. جيو نيوز لېکلي دي چې د نواز شريف او حمد الله محب ترمنځ ناسته عرب ډېپلماټانو برابره کړې وه او دوی نواز شريف ته مشوره ورکړې وه چې اوس مهال کې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب سره وګوري. د نواز شريف کورنۍ دغه رسنۍ ته ويلي دي چې نواز شريف هم لېوالتيا درلوده چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه له افغان چارواکو سره وګوري او په دې پار يې د عرب ډېپلماټانو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ. 

د جيو نيوز د مالوماتو پر بنسټ د حمد الله محب او نواز شريف د لېدنې خبر په خپرېدو سره د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډول يو شمېر فدرالي وزيرانو؛ شيرين مزاري، اسد عمر، فواد چوهدري او شهباز دغه ناسته وغندله او د پاکستان د بهرني سياست پر وړاندې عمل يې ياد کړ. د پاکستان د حکومت دغه منفي غبرګونونو ته د نواز شريف نېږدې کسانو هم غبرګون ښوودلی او د عمران خان حکومت يې يو کينه کښ حکومت بللی. 

د نواز شريف نېږدې کس او د پاکستان د ماليې پخواني وزير اسحاق ويلي دي چې نواز شريف او حمد الله محب د يو سوله ييز افغانستان په اړه سره خبرې کړې دي، چې دا د پاکستان په ګټه مسله ده، خو بيا هم د عمران خان حکومت بې ځايه نيوکې او غبرګونونه ښوودلي دي. 

اسحاق ويلي دي چې د نواز شريف د حکومت پر مهال هم نواز شريف دا هڅه کوله چې له خپل ګاونډي هېواد افغانستان سره د ملګرتيا اړيکې ولري او د اړيکو مخېنو ته په کتو يې هڅه کول چې د پاکستان د پوځ، ای اِس ای او نورو ادارو په شمول له افغانستان سره د پاکستان اړيکې ښې اوسي. 

د نواز شريف د حکومت پر مهال د ماليې دغه پخواني وزير ويلي دي چې د پاکستان د اوسني حکومت بهرنی سياست د پاکستان لپاره ويجاړونکی دی او د همدې ناسم سياست په پايله کې پاکستان په يوې سياسي انزوا کې مخ شوی دی چې اوس مهال نواز شريف هڅه کوي چې پاکستان له داسې يو بد وضعيت څخه را بهر کړي.