قراني او عقلي ځواب يې؛ الله ج انسانانو ته له زېږون – مرګ تقدير لېکلی؛ بيا که يو کس قتل، غلا او ناروا کوي، ولې انسان مسوول دی؟

قراني او عقلي ځواب يې؛ الله ج انسانانو ته له زېږون – مرګ تقدير لېکلی؛ بيا که يو کس قتل، غلا او ناروا کوي، ولې انسان مسوول دی؟

  
دا چې الله ج له وړاندې هر انسان ته د هغې تقدير لېکلي او لوی خدای ج په دې پوهيږي، چې دغه انسان به ښه او يا بد کار کوي؛ د ثواب يا ګناه مرتکب به کيږي؛ له دې ټولو سره نو که چېرې بيا يو کس ګناه کوي او ناسم کار کوي ولې دغه کس ګناهګار بلل کيږي او ولې ورته سزا ورکول کيږي؟ 
 
الله ج پر پټو خبر دی، علم غيب لري او داسې تقدير باندې پوهيږي، لکه څه ډول چې الله ج په سپيڅلي قران کريم کې فرمايي، “[سُوۡرَةُ المُلك: 2] الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيٰوةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ
ژباړه: هغه ذات چې مرګ او ژوند یې پېدا کړ، تر څو چې تاسي وازمايي، وګوري چې ستاسې څخه كوم يو  ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور هم دى او بښونكى هم.”

ځيني کسان دا پوښتنه کوي چې که چېرې زه اوس قتل کوم آيا مسوول زه يم؟ که زه غلا يا کوم بل ناوړه کار کوم نو مسوول زه یم؟ په داسې حال کې چې الله ج دا هر څه ماته له وړاندې لېکلي دي او خدای ج ډېر ښه پرې خبر دی. دغه پوښتنې ته په ځواب کې بايد پوهه شو چې الله ج پر هر څه خبر دی او هر چا ته يې تقدير لېکلی دی، خو بيا يې هم د ازموينې په موخه يې انسان ته په دې نړۍ خپلواکۍ او خپلسري ورکړې ده، ترڅو وازمويل شي. لوی خدای ج انسانانو ته سمه او ناوړه لار ښوودلې او نور يې دوی په کې ازاد کړې دي چې له دې دوو کومه يوه ټاکي. 

يوه عقلي بېلګه يې وړاندې کوو: ښوونځي کې يو ښوونکی د خپلو درېيو زده کوونکو په اړه وړاندوينه کوي، چې علي به لومړۍ شمېره کيږي، احمد به دويم نمبر کيږي او محمود به پاتې/ ناکاميږي. ښوونکي دا وړنديونه د علي، احمد او محمود د کړنو، درس، ښوونځي کې د سوبتيا او اخلاقو پر بنسټ کړې ده. له ازموينې وروسته همداسې کيږي. محمود چې خواري يې نه وه کړې او درس يې نه ويلی ناکاميږي. اوس نو د محمود د ناکامۍ مسوول په خپله محمود دی او که د ښوونکي وړاندوينه؟ څرګنده ده چې محمود په خپله مسوول دی. ښوونکي له ازموينې وړاندې محمود ته خپلواکي ورکړې وه، ده کولی شول چې درس وايي چې سمه لار وه او محمود ازاده وو چې درس ونه وايي، ښوونځي ته لاړ نه شي او نور چې ناوړه لارې دي. که فرض کړو چې د ښوونکي وړاندوينه د يو کس تقدير دی او دا چې زده کوونکی د درس ويل ټاکي او يا نه ويل د انسان ازادۍ ده، نو دلته په ښې او بد لارې تلل د انسان پر اوږو غورځيږي. 

پايله کې دا ويل شو چې لوی خدای ج ته د انسان تقدير مالوم دی خو په ورته وخت کې عقل ورکړی او د سپيڅلي قران کريم او محمدي سنتو او حديثو په رڼا کې يې ورته سمه او ناسمه لار هم ښوودل شوې ده. که چېرې د انسان په تقدير کې هم ناسمه لار وي خو په ښو کارونو او دعا يې تقدير بدليږي او سمې لارې ته هدايت کېدای شي.