په پښتو  ژبه کې غونډ او د هغه ډولونه

دا چې غونډ یوه نحوي موضوع ده, لومړی باید پر غونډ بحث وکړو. غونډ هغه دی, چې په خپلواکه توګه کومه معنا نه لري, مګر د غونډلې په جوړښت کې رغنده رول لوبوي. غونډ د دوو یا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یو ځای کېدنه, چې پوره معنی ورنه کړي او یو مورفیم د بل مورفیم تابع وګرځي, لکه: خړه وريځ راغله. په دې جمله کې "خړه وريځ" یو غونډ دی او یوه مکمله معنی نه ورکوي. د غونډ توپير له غونډلې سره دا دی, چې یو خو له غونډلې کوچنی او بل دا چې غونډله پوره معنی ورکوي, مګر غونډ پوره معنی نه ورکوي, لکه: د کور دروازه ونړېده. پورتنۍ یوه غونډله ده, چې یو پوره معنی ورکوي, مګر " کور دروازه" یو غونډ دی, چې په خپلواکه توګه کومه معنی نه ورکوي.
 
د غونډ ډولونه: په لومړیو کې غونډ پر دوو ډولونو وېشل شوی دی, چې عبارت دی له: ۱- نوموال غونډ ۲- ګړ غونډ.
 
۱- نوموال غونډ:
نوموال غونډ له نومه معلومیږي, چې د دې غونډ اصلي او اساسي برخه نوم وي او همېشه د یوې غونډلې په مبتدأ برخه کې راځي, لکه: دوه هلکان سره غږېدل. په دې جمله کې " دوه هلکان" یو نوموال غونډ دی, چې اصلي برخه یې نوم او د جملې په لومړنۍ برخه کې ځای لري. دا غونډ هم ځانګړي ډولونه لري, چې لاندې پرې بحث کیږي. د دې غونډ ډولونه عبارت دي له: ۱- اضافي غونډ ۲- ستاینومیز غونډ.
 
۱- اضافي غونډ:
اضافي غونډ د دوو نومونو د یوځای کېدو څخه چې د اضافت دې توري په وسیله یې نحوي اړیکه ټينګه شوې وي او یا د یوه نوم نسبت بل نوم ته, همدارنګه د یوه څيز یا چا ملکیت یو بل ته په یوه غونډ کې عبارت  له اضافي غونډ څخه دی. اضافي غونډ د معنی له مخې بیا په پنځو ډولونو وېشل شوی دی, چې عبارت دی له: ۱- ملکي اضافي غونډ ۲- اختصاصي اضافي غونډ ۳- بیاني اضافي غونډ ۴- تشبیهي اضافي غونډ ۵- استعاري یا مجازي اضافي غونډ.
 
۲- ګړ غونډ:
دا هم د دوو خپلواکو مورفیمونو له یو ځای کېدو څخه منځته راځي, چې همېشه د غونډلې په دوهمه برخه خبر کې راځي او متشکله اجزاوې یې نوم او د نوم ډولونه, قیدونه او فعلونه وي, چې دې ډول غونډ ته فعلي غونډ هم ویل کیږي, مثلاً: ما له نږدې ځایه دوه موټران ولیدل. په دې غونډله کې "دوه موټران ولیدل" یو ګړ غونډ دی, چې د غونډلې دې خبر په برخه کې راغلی.