انسان د تفکر کولو صلاحیت لري،نو لدې وړتیا څخه باید مطمینه ګټه ترلاسه کړي،باید د خپل ورځني ژوند ځیني برخي د تفکر لپاره خاصي کړي او پر خپلو کړنو له سره غور او فکر وکړي،دا ارزښتمند استعداد باید هسي نه شي ترې ضایع،پر کړنو له سره غور کول د پاتېدا نښه نه ده،بلکي لدې لاري موږ کولای شو چي یو کار ته مزید قوت او انضباط ورکړو،لدې لاري کولای شو خپلي غلطیاني جبران کړو او د یو صحیح او سم هدف په لور ګام اوچت کړو،هغه کسان چي له خپل دې صلاحیت څخه په استفادې خپلي کړني پر مخ بیایي دوی په ژوند کي ډېر راضي او مطمین وي،ته به دوی وینې چي د کامیابۍ او فتحي ورونه ئې پر مخ پرانستل کیږي،له ګړنګونو او پېچومو سره په ډېر بریالیتوب ډغري وهي،له ګیلې او شکوې پاک،قانع او مطمین ژوند به لري؛بلي خوا ته هغه کسان چي لدې ستر نعمت څخه د استفادې په حال کي ندي او دا وړتیا او انساني صلاحیت ئې په ځان کي کوټلی،دوی نه غواړي پدې پوه شي چي کله هم ترې غلطي شوې او د اصلاح کېدو کوښښ ئې باید وشي،ته به دوی وینې چي په کارونو او خبرو کي هیڅ تول او وزن نلري،په پرلپسې توګه بې نظمه حرکات ترې صادریږي،په معاشرتي لحاظ ورځ تر بلي د ځوړ په حالت کي وي او ددې تر څنګ په ټولنه کي د جګړو او شخړو لمړني عاملین.
تفکر د انسان تر ټولو ستره وسله ده،که ئې له غوښتني سره سم په کار واچوي،هغه کسان چي له خپل ځان سره تفکر او احتساب کوي یقیناً چي د ژوند په راز پوه دي او هغه کسان چي د خپل انساني صلاحیتونو په اړه له ځان سره فکر کوي او له خپل ځانه پوښتنه کوي چي دا صلاحیتونه په ما کي څنګه او چا را پيدا کړي؟دا موجود استعدادونه چي زه ترې استفاده کوم په ما کي په کوم دلیل او ولي موجود دي؟زه د څه لپاره ژوندی یم؟ څو کاله وړاندي مي وجود نه وو،مګر دې نړۍ ته راغلم،ورو ورو په تدریج سره د کمال او رُشد په لور جسمي او ذهني پرمختګ مي وکړ،خو اوس ژوندی یم،خو ژوند یعني څه؟؟!! زه ولي ژوندی یم ؟ د ژوند حقیقت څه دئ؟زه پوه یم چي ژوند مي د پای ټکی لري،مګر دا په څه معنا؟
آيا د ژوند پای یعني د هر څه پای؟آیا ژوند یعني دا نړۍ؟آیا ژوند یعني تصادف؟آیا ژوند یعني یوه پېښه؟آیا زه شاهد نه یم چي تصادفونه او پېښي بېل بېل شکلونه لري؟مګر انساني ژوند خو د یو ثابت او نه بدلېدونکي قانون له مخي تر سره کیږي،داسي ثابت قانون چي هره ورځ ئې په زرهاوو او لکونو پیښي پخپلو سترګو وینم،د ژوندون دا بېلګه به څنګه تصادف کېدلای شي؟آیا زه د یو تصادف په ترڅ کي رامنځته شوی یم؟چا مي له نطفې څخه تر دې حالته پالنه وکړه؟د مور په رحم کي وینه وم،بیا ځوړنده غوښه شوم،وروسته د ژوند سلګۍ راکښي ساه واخیستل، پالنه مي کېدله،محفوظ وم،د خوراک او څښاک انتظام مي شوی،په داسي ډول چي تردې ښه صورت ئې له ځان سره نشم تدبیرولای،له پیدا کېدلو سره سم پخپلو بنیادي ضرورتونو پوه او ټاکل شوی رزق مي درلود،پدې هم پوه چي د خپلي مور سینه مي په تلوار تلوار رودله چي همدا مي د بقاء او ژوندون ضمانت،دا او دې ته ورته نور سلاسل هره ورځ په زرګونه ځله ثابت او مکرر د نړۍ په هر ګوټ کي په ډېري چټکۍ او پرلپسې ډول سرته رسیږي.
زما عقل چي پرې ښه او بد پېژندلای شم،کولای شم چي د ځان لپاره پانګوني وکړم،د مضبوطو دلایلو په زور هغه څه د ځان لپاره انتخاب کړم چي زما لپاره نافع وي،سپین د تورو له منځ څخه بېل کړم،د اور او اوبو خاصیتونه درک کړم،د ځنګل او بیدیا په ماهیت او کیفیت برلاسی،کاءیناتي مطالعه نورو ته په میراث پرېږدم،څنګه چي ما د نورو له تجاربو ګټه پورته کړې همداسي باید زما له تجربو څخه نور مستفید شي،د تمیز دا واکمنه او مسلطه قوه زما په وجود کي پرته له کوم نقص څخه په پوره دقت او توازن سره وجود لري،که بیا هم زه ووایم:د غوښو مجسمه یم نو په ما کي دا بې ساری نظم،د تمیز قوه مي او دې ته ورته نور د یوالي ږغونه چي کله مي د وجود یوې عضوي یا یوې برخي ته خطر متوجه شي ټول په یو وخت کي او د یو نظام په شکل ئې دفاع ته را وړاندي شي،آیا عقل نه راته وايي:دا هرڅه پخپل سر نه دي تپل شوي؟آیا عقل نه راته وايي:ددې هرڅه تر شاه تدبیر په کار لوېدلی؟ آیا دا به عقل وي چي زه ئې تصادف ومنم؟آیا دا به د عقل خلاف فیصله نه وي؟آیا تصادفونه په داسي شکل وجود مومي؟که تصادف او اتفاق څوک دې ته وايي:پرته له کوم نقص، پوره نظم،دقت او هم غږي سره یوه پېښه پخپل سر را منځته کېدل نو یقیناً چي خطاء ئې کړې،بلکي تصادف ددې برعکس شکل دئ.
د تفکر په نتیجه کي انسان له داسي پوښتنو سره مخامخ کیږي،همدا د تفکر طبعي بهیر دئ،دا ځکه چي انسان نشي کولای هیڅ قضیه پرته له پوښتنو حل کړي او پوښتني پرته له تفکر بې معنا وي،همدا حقیقت دئ،زموږ جامعه پر دې دلالت کوي،بلکي هره جامعه او موږ ئې ډېر جالب او د سترګو په وړاندي مثالونه لرو،کوم انسان چي پرته له تفکر ژوند کوي یقیناً چي یو ناکام انسان دئ،د ټمبل،بې کاره او بې فکره القاب ورته استعمالوو،په ټولنه کي سپک او بې ارزښته حیثیت لري،تر دې چي خپله کورنۍ او اهل ور څخه راضي نه وي،موږ ئې وینو چي خپلي کورنۍ ته هیڅ په میراث نه پرېږدي،نه په مادي لحاظ او نه په معنوي لحاظ،دا ځکه چي ژوند ئې د خپلو خواهشاتو مطابق تر سره کړی،د غور مواقع ئې له لاسه ورکړي،خپل قوت ، استعداد او فکر ئې ډېر بې ارزښته صرف کړي،ځکه ئې منفي نتایج پخپلو سترګو ګوري او د خپلي کورنۍ او ټولني پر اوږو ئې هم جبراً ور تحمیل او بار کړي، مګر متفکر انسان ددې برعکس مثالونه لري،پخپله ټولنه کي دروند ،معزز او با وقاره پېژندل کیږي،که څه هم د غُربت جامې به ئې په تن وي، مثبت عواقب ځان او نورو ته په میراث ورکړي،دا ځکه چي له خپلو انساني صلاحیتونو ئې مثبته استفاده کړې،هر څه ئې په غور او دقت انتخاب کړي
وروستي