دغه درېيو (خليلي، محقق، دانش) کې کوم يو ډېر هوښيار دی!؟

له ډېره بده مرغه افغانستان کې د مجاهدينو په راتګ سره سياست قومي شو او په همدې قومي سياست کې کورنۍ جګړه پېښه، چې د نېږدې څلورو کالونو په موده کې يې زرګونه افغانان قربانيان او کابل په کې کنډواله شو. 

کله چې د امريکا په مشرۍ نوی حکومت په ۲۰۰۱ کې جوړ شو، د بُن په ناسته کې د افغانستان سياسي واک په قومي ډول وېشل شوی وو. د هېواد ستر قوم پښتون يوازې په يو ولسمشر چوپ کړی شو او نور ټول او هغه هم اساسي سياسي واک او ځواک د نورو قومونو ترمنځ تقسيم شو. امريکا افغانستان کې د سياست له قومي کېدو خپلې موخې درلودې چې تر نن ورځې يې هم پالي او ګټې ترې پورته کوي. 

له ۲۰۰۱ بيا تر ۲۰۲۱ کال پورې، پښتون قوم د مشر ورور په ډول هغه کې په سترو دولتي او يا هم کوچنيو څوکيو کې دي، د ملي ـ والي او ملي پاتې تمثيل او هڅې کړې دي. د تاريخ له حافظې نېولې بيا تر موجوده وضعيت يې ټولنيز ارزښتونه، پخوانۍ او اوسنۍ سياسي څېرې او نور ټول اړخونه په ټولنيز عدالت او قومي برابرښت په پام کې نېولو سره پلې کړې دي. 

که پخوانی ولسمشر حامدکرزی وو او يا هم اوس محمد اشرف غني دی، د ملي کېدو په پار دومره هڅې کوي چې کرزي ټوله خپله کابينه له پنجشېريانو جوړه او محمد اشرف غني خو له خپل تخلص د (زي) پښتو ورستاړی یې درلود په کې تېر شو. 

دوی که څوک ستايي او يا يې غندي، نور قومي جوړښتونه يې ارزښت نه ورکوي. دوی دومره ځانونه ملي کېدو ته ژمن کړي چې د غازي امير امان الله خان وفات کېدل، د شهيد سردار محمد داوود خان شهادت او ستر احمد شاه بابا له لاس ته راوړنو ډېر، د مزاري، احمد شاه مسعود، قسيم فهيم  او برهان الدين رباني پر مړينو وير کوي؛ د مزاري، مسعود او رباني د کورنيو جګړو جنايتونه يې د ملي اتلوالۍ، ملي يووالي شهادت او سولې شهيد په نومونو درانه کړې دي. 

دا هم څرګنده ده چې د طالبانو ستره برخه پښتانه دي، خو د حکومت په کړۍ کې پښتانو بيا نه د طالب پر وژنې رحم کړی او نه يې هم د دوی کومه کړنه بې غندنې پرې اېښي ده. 

خو برخلاف بيا دوی په دورو کې دوی مرستيالانو او يا هم نورو لوړپوړو کسانو ځانونه په خپلو قومونو پسې تړلي. له عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، احمد ضياء مسعود او نورو يې د احمد شاه بابا، غازي امان الله او نورو ستاينه او يادونه بيخي او له توقع لېرې خبره ده که دوی وير کوي او څوک ستايي نو هغه به احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، قسيم فهيم او نور ستر او واړه قومندانان وي. همدا ډول دوی به په مستقيم او غيرې مستقيم ډول له بل هر فسادګر، خپلسري او قانون ماتوونکي هم ملاتړ وکړي خو په هغه صورت کې که چېرې يې له خپل قوم اوسي. 

که چېرې په دې اوس وخت کې يې وګورو، نو د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د ولسمشر ستر امنيتي او سياسي سلاکار محمد محقق او بل هزاره مشر محمد کريم خليلي بيخي ځانونه د ملي - والي له دايرې اېستلي او په خپل قوم پورې تړل شوي دي. که څه هم دغه قومي ټېکدرانو خپل قوم ته کوم خاص څه نه وي کړي، خو د قوم په نوم يې خپل سياسي او اقتصادي موقفونه غښتلي کړې دي. د دوی له منځه يې محقق او خليلي له يو څه واضحو او څرګندونو دريځونو سره دي، نو په همدې اساس يې يوه ورځ له ولسمشر سره جوړه او بله يې ورسره ورانه وي، خو سرور دانش بيا په کې د بوزو لاندې اوبه بهوي. 

د محقق او خليلي په پرتله دانش هم ځان او هم خپل قوم ته ښه چوپړ وکړ، دا چوپړ که قانوني دی او که له قانون وراېخوا، خو دانش يې په پوره هوښيارۍ کوي.  د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيالۍ دفتر يوازې او يوازې د يو قوم ځانګړی ځای دی؛ هلته که څوک په دندو ټاکل شوي او که د چا غږ اورېدل کيږي، نو هغه به هزاره وي. 

دانش همدا ډول له دولتي اسانتياوو په ګټې له تېرې يوې مياشتې د عبدالعلي مزاري په وير اخته دی. داسې به کمه ورځ وي چې د ولسمشر د دويم مرستيال په مزاري ژړلي نه وي. د هېواد د ولسمشر له دويم مرستيال سره دا هېڅ نه ښيي چې خپل ټول زور او زر يوې خوا کړي، پښتون خو پرېږده، دی د مسعود، رباني او فهيم پر مړينو هم وير نه کوي ځکه چې د مزاري له ويره ورته بې کاره شوی نه دی. 

د عليپور په قضيه کې هم يو ځل سرور دانش له هغې ملاتړ وکړ او د افغان امنيتي ځواکونو  په ضمانت خوشی کړ. بيا په دې څو کالونو کې چې عليپور هره ياغي کړنه کوي، نو سرور دانش بيا د عليپور شااوخوا ولسي خلک سره ټول او د ولسي خلک په نوم د دفاع غږ پورته چې په حقيقت کې له عليپور دفاع ده. 

اوس چې د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی عليپور د پوځ چورلکه رانسکوره، پوځيان يې په کې ووژل او عامه تاسيساتو ته يې زيانونه ورسول، سرور دانش تر نن هم نه دې عليپور کړنې غندلي بلکې له دې وراېخوا په دې نومونو چې ولسي وګړو ته تلفات ونه رسيږي، حکومت او امنيتي ځواکوانه تر فشار لاندې دي. 

د نورو هزاره مشرانو په پرتله، سرور دانش هوښياره خو د پردې تر شا لوبه له افغان ولس، حکومت او په ځانګړې ډول ولسمشر غني سره کوي، که چېرې مهار نه شي نورې موخې به یې د ولس په قربانۍ تر لاسه شي.