د ملېشه جوړونې پايله؛ پاکستان، ترکيې او ايران  بلخ ولايت کې خپلې قونسلګرۍ وتړلې 

د طالبانو او حکومت/بهرنيو ځواکونو ترمنځ جګړه له ۲۰۰۱ کال راهيسې؛ چې امريکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، د طالبانو حکومت يې چپه کړ او نوې اداره يې جوړه کړه شروع شوې ده او تر نن ورځې جريان لري. دغه شل کلنه جګړه کې افغانستان له هرې خوا ژور ټپونه وخوړل. ستره افغان وژنه په کې د طالب او حکومتي کسانو په نوم وشوه، بنسټونه ونړېدل، افغانستان يې له پرمختګ کالونه - کالونه وروسته کړ او هېواد يې د سترو هېوادونو د سيالو په خونړي ډګر اړولی دی. 

د طالب او حکومت ترمنځ جګړې هېڅ درد دوا کړی نه دی او هره شيبه دغه روانه جګړه د سوځېدلي افغانستان او ځورېدلي افغان ولس غمونه ډېروي. دې جګړه کې د يتيمانو او کونډ شمېر په سلګونه زره کيږي، په لسګونه افغان ځوانان د طالب او حکومتي کس په نوم تر خارو لاندې کيږي؛ د زده کړو، سوداګرۍ، روغتيا، هوساينې، پر ځان بسيا او نورو برخو کې افغانستان وروسته پاتې او د نړۍ ګدايي ګر هېواد جوړ  شوی دی. 

اوس چې له دغه جګړې نېږدې شل کاله تيريږي، نړيوالو بل ډول لوبه پيل کړې ده. خپله له افغانستان وځي؛ له يوې خوا طالب غښتلی کوي چې په هرې ورځ ولسوالۍ نيسي له بلې خوا بيا د طالب پر وړاندې د جګړې په نوم يې د ملېشه جوړونې لړۍ پيل کړې ده. د افغانستان د روانې شل کلنې جګړې دويم پړاو داسې ښکاري، چې نړيوال او د سيمې هېوادونه داسې سياست لري ترڅو د خپلو ګټو په پار افغانستان د کورنۍ جګړې پر لور ټېله کړي. 

د طالبانو له خوا د ولسواليو د سقوط سره د هېواد په ډېری ولايتونو کې هغه پخواني جهادي قومندانان چې د ۷۰مې لسيزې په کورنيو جګړو کې هم وو او د بهر څخه تمويليږي او هڅول کيږي، په ملېشه سازۍ يا ملېشه جوړونې پيل کړی دی. دوی ته پرېمانه وسلې، جنګي مهمات او پيسې له بهر څخه ورکول کيږي او هغه ځوانان چې بې کاره دي ځان سره نيسي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې په نوم يې د مرګ کندو ته اچوي. 

ملېشه جوړونه د عبدالرشيد دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، عباس ابراهيم زاده او يو شمېر نورو جنګسالارانو انساني ښکار او ساتيری ګرځېدلی دی. دوی په لوکسو موټرونو او پوځي درېشيو کې غرونو ته ځي او هلته د وسلو له ډز خوند اخلي. ملېشه جوړونه په نړۍ کې بدنامه او خپلسري وسله وال کېدنه ده. دوی د اغېز پر بنسټ بې پايلې دي، ځکه چې غيری مسلکي او بې زده کړو وي، خو د ويرې، ترس او خپلسرۍ پر اساس د ولس وينه زبېښي. 

د نورو ولايتونو په پرتله اوس مهال شمالي بلخ ولايت کې د ملېشه جوړونې کار چټک روان دی. هم عطا محمد نور او عباس ابراهيم زاده په کې سوداګري کوي.  د دوی مېلشه نمايشونو پر مزار شريف ښار داسې د وحشت بڼه خواره کړې ده، چې ترکيې، ايران او پاکستان هلته خپلې قونسلګرۍ وتړلې. د هېوادونو د قونسلګريو تړل د طالبانو د جګړې د شدت له امله نه دی؛ ځکه چې طالبانو نن بلخ کې فعاليت نه دی پيل کړی او نه هم ايران، ترکيې او پاکستان نن ورځ هلته قونسلګرۍ پرانېستې دي، بلکې له امله يې د ملېشه خپلسريو له امله په بلخ ولايت کې د قانون لمن ټولېدنه او جنازه ده.