ډاکټر ذاکر نايک څه ډول حافظه لري چې د قران کريم د آيتونو شمېرې او د نورو مذهبونو روايتونه پرته له تېروتنې وايي؟ 

د اسلام مبارک دين له داعي ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه پوښتنه شوې چې تاسې د سپيحلي قران کريم له منځه د موضوع اړوند آيتونه په دقيق ډول سره رااخلی؛ د رسول الله ص مبارک حديثونه په داسې بڼې وايی چې د بخاري، ترمذي او نورو کتابونو د ټوک شمېره، د حديث شمېره او د پاڼې شمېره هم ذکر کوی؛ له انجيل، د هندو مذهب له دينو نسخو، بودايزم او نورو سرچينو نقل - قول په دقيق ډول سره کوی؛ آيا تاسې داسې کومه وړتيا لري چې حافظه مو دومره غښتلې او ساتونکې ده. 

نوموړي د پورته پوښتنې په ځواب کې درې مسايل ذکر کړي دي، "زما ځواب د تېر ځواب په څېر دی؛ لومړی دا چې دا هر څه د الله ج په مرسته کيږي؛ دويم لامل يې زما خپلې هڅې او کوښښ دی او درېيم لامل يې ځيني ځانګړي تکتيکونه دی چې ورڅخه ګټه اوکار اخلم."

ذاکر نايک وايي چې په ګڼ شمېر داسې طريقې او تکتيکونه شتون لري چې په پلي کولو سره يې کولو شو خپله حافظه پياوړې کړو. خو بيا هم په دې ټولو تکتيکونه مهم د الله ج مرسته ده. 

ذاکر نايک د مسايلو د يادولو په اړه يو خپل تکتيک په دې ډول ښوودلی دی چې هر کله يو مساله زه ولولم نو بيا شل دقيقې وروسته هغه بيا ذهن ته راولم او پرې تمرين کوم، دوه ګړۍ وروسته يې بيا را په زړه کوم او دا لړۍ همداسې جارې ساتم ترڅو ياده موضوع زما په ذهن کې په بشپړ ډول ثبت شي او زما د حافظې برخه جوړه شي. دا تمرين بايد تر هغه وخت وشي چې يوه موضوع د حافظې دايمې برخې ته ښکته شي او هلته ځای پر ځای شي. هر کله چې يوه مساله د حافظې په دايمې برخه کې ثبت بيا اړتيا نشته چې تکرار يې کړو او تمرين پرې وکړو؛ مسايل هلته په دايمې ډول ساتل کيږي او له ياده نه ووځي. 

نوموړی د سورت فاتحې يا الحمد الله بېلګه ورکړې ده؛ هر مسلمان سورت فاتحه په داسې ډول ياد کړی دی چې په حافظه کې په دايمي ډول ثبت شوی دی او که هر وخت غوښتنه ورڅخه وشي نو صورت فاتحه درته ويلی شي. ذاکر نايک وايي د فاتحې سورت حفظ په داسې ډول شوی دی، چې په هر ځلې تکرار سره په دايمي حافظه که ثبت شوی دی.