انټرنېټي جرمونه (cybercrimes)؛ تعریف، څو عامې بېلګې او مخنېوی يې

 انټرنېټي جرم (cybercrime) يوه جرمي انټرېټي کړنه ده چې کمپيوټر، انټرنېټي آله، انټرنېټ او افراد په کې شامليږي. انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) دوه سترې موخې لري؛ د پيسو تر لاسه کول؛ مالوماتو ته لاس رسی پيدا کول چې د ادارو او وګړو کړنې په خپل کڼترول کې واخلي او امتيازي ګټې ترې واخلي. انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) بېلا بېل ډولونه لري او موخې ورڅخه مختلفې دي. له سياسي موخو نېولې بيا تر سوداګريز رقابت او سقوط په پار دا ډول بريدونه کيږي. 

د امريکا متحدو ايالتو عدليې وزارت انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) په درېيو برخو ويشلي دي او سرغړونکو ته يې د همدې درېيو کتګوريو پر بنسټ سزا ورکول کيږي او قانون پرې پلی کيږي. 
۱- هغه انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) چې کمپيوټرونه په کې موخه ګرځول کيږي ـ د بېلګې په ډول، نيټورکېنګ ته لاس رسی پيدا کول؛ 
۲- هغه انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) چې کمپيوټر په کې د يوې وسلې په ډول کارول کيږي - د بېلګې په ډول،  Denial-of-Service (DoS)، کوم کې چې کمپيوټري سېسټم له کار کولو وغورځيږي؛ 
۳-  هغه انټرنېټي جرمونه (cybercrimes)، چې کمپيوټر په کې د سايبري جرم وسيله ووسي؛ مالوماتو ته په کې لاس رسی پيدا او غلا شي. 

 انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) جرمونه هم فردي او هم ډله ييز؛ فردي يې هغه دي چې يو کس د خپلې پوهې او د شته شونتياوو په شتون کې کمپيوټرونو او موبايلونو ته دننه کيږي. ډله ييز بيا يو څه ډېر منظم شوي جرمونه دي. په دې کې بيا د state-sponsored actors په څېر پراخه شبکې هم شامليږي او د انټرنېټ او سافټ وير پر مټ د يو چا له اجازې او خوښې پرته غير قانوني کړنې تر سره کوي. 

 انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) د خاصو کوډونو او رمزونو له غلا شروع بيا تر پيچلو سافټ ويرونو لکه malware، انټي ويروسونو او نورو پوري رسيږي. اوس وخت کې  انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) په يوې منظمې برنامې کې راټول شوي دي او د انجېنرۍ په يو مسلک اوښتی جرم دی. 

د وېب سايټونو د پاسورډو غلا چې له امله يې د ويب سايټونو ډاټا ته لاس رسی پيدا کيږي، مواد ډيلټ، اضافه او يا هم تغير کيږي او هغه هم په داسې بڼې چې د ياد وېب سايټ د مسوولو له اجازې پرته وي او د وېب پاڼې د پالېسۍ سره په ټکر کې وي. د برېښناليک او پيغامونو له لارې داسې دوکه کوونکي مسايل لېږل، چې کارن يې په خلاصولو ته هڅول شوی وي خو چې هر کله يې خلاص کړي کمپيوټر او موبايل ته يې ويروسي سافت ويرونه لار پيدا او د مالوماتو مديرت او خوندي ساتنه يې له لاسه ووځي. په  انټرنېټي جرمونه (cybercrimes) داسې کړنې هم کيږي چې د سترو ادارو، شرکتونو او دولتي دفترونو سېستمونه بند شي او کنټرول يې د هغه چا په لاس کې ورشي، چې بريد يې تر سره کړی دی.