اسوشېيټېډ پرېس: امريکا کې کابل کې خپلې سفارت خونې ته ۶۵۰ پوځيان پرېږدي 

اسوشېيټېډ پرېس رسنۍ د يو شمېر امريکايي چارواکو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو نېټې وروسته به، واشنګټن ۶۵۰ پوځيان کابل کې د خپل سفارت او امريکايي ډېپلماټانو د ساتنې په پار پرېږدي. 

دغه رسنۍ ته امريکايي چارواکو ويلي دي چې د سپټمبر له يوولسمې نېټې وروسته امريکا له افغانستان سره خپلې سياسي او ډېپلماټيکې اړيکې غښتلې او پراخه ساتي او د پوځيانو وتل په دې مانا نه دي چې د کابل او واشنګټن اړيکې سره غوڅې شي. 

د ناټو او ترکيې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ به د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د مسووليت چارې م ترکيې ځواکونو ته وسپارل شي او تر هغې چې ترکيې ځواکونو د حامدکرزي د نړيوال هوايي دګر مسووليت نه وي اخېستي، امريکايي ځواکونو به يې ساتنه کوي. 

د سپټمبر مياشتې له يوولسمې نيټې وروسته د افغانستان او امريکا د اړيکو د تازه څپرکي د پيل په اړه تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله په واشنګټن کې له ولسمشر جوبايډن او نورو امريکایي لوړپوړو چارواکو سره کتلي. 

د افغان چارواکو د مالوماتو پر بنسټ دغه لېدنه اغېز لرونکې وه؛ د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به امريکا او نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه پام لرونکي او مرسته کوونکي وي.