هلته د يو مترمربع ځمکې بيه سل زره ډالرو ته رسيږي؛ د سپيڅلي مکې مکرمې په اړه لس په زړه پوري حقيقتونه 

۱- د مکې مکرمې  ښار په نړۍ يو ترټولو پخوانيو ښارونو څخه حساب شوی دی. ويل کيږي په د مکې مکرمې کې انسانانو څلور زره کاله وړاندې ژوند کړی. 

۲- که څه هم مکه مکرمه د اسلام د سپيڅلي دين د خپرېدو يا ظهور ښار دی، خو د تاريخ په اوږدو کې دغه ښار د هېڅ اسلامي حکومت/خلافت پلازمېنه نه ده شوې. که څه هم د مکې مکرمې  ښار د کومې اسلامي امپراتورۍ پر مهال پلازمېنه شوې نه ده، خو  لوړ دساتنې لپاره يې هڅې او کارونه شوې دي. 

۳- د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی ص د ژوند ډېره برخه په مکې مکرمې کې تېره شوې ده. رسول الله ص نېږدې پنځوس کال وخت هلته تېر کړی دی. 

۴- په منځني ختيځ کې تر ټولو زيات ګرځېدونکي سعودي عربستان ته ځي. مکه مکرمه او مدينه منوره په سعودي عربستان کې دوه هغه سپيڅلي ځايونه دي چې هر کال د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه په مېلونه مسلمانان د حج مبارکې فريضې په پار ورځي. 

۵- د انګلېسي ژبې په املا کې ځيني وخت د مکې نوم (Mecca) لېکل کيږي. په انګلېسي ژبه کې د Mecca مانا ده، هر هغه ځای چې په ګڼ شمېر خلک ورځي. 

۶- د انګلستان د Telegraph ورځپاڼې د مالوماتو اړوند، مجسد الحرم نړۍ کې تر ټوله د لوړ مالي ارزښت وداني ده. د تيلګراف ورځپاڼې د مالوماتو اړوند، پر دې ودانۍ نېږدې لس مېليارده امريکايي ډالر خرڅ شوی دی. 

۷- نړۍ کې تر ټولو ګران بيه ځمکه هم د مکې مکرمې ښار ځمکه ده. په مکې مکرمې ښار کې  د يو متر مربع ځمکې ارزښت يا بيه سل زره امريکايي ډالرو ته رسيږي. 

۸- مالي شنونکي او حساب کوونکي وايي چې له ګاز او تيلو وروسته سعودي عربستان ډېر ستر عوايد د مکې مکرمې له ښار څخه تر لاسه کوي. مکې مکرمې ښار کې د حج مراسم د سعودي عربستان پر  کورني ناخالص توليد يا GDP ژور اغېز لري. 

۹-  مکه مکرمه څه کم دوه مېلونه وګړي لري خو د حج مراسمو پر مهال مکه مکرمه کې د انسانانو شمېر څلور نيم مېلونه کسانو ته رسيږي. 

۱۰- که څه کره شمېر يې مالوم نه دی ځو په ګڼ شمېر پيغمبران ع د مکې مکرمې په ښار دفن شوي دي.