که سګرېټ مو نه وي څکولي؛ بيا هم د سږو په سرطان اخته کېدای شی

سږي د تنفسي سېسټم مهم او حياتي غړی دی. د ساه لنډوالی، سږو ميکروبي کېدل، په سږو کې د اوبو پيدا کېدل او د سږو سرطان؛ د سږو يې خطرناکې  ناروغۍ دي. سګرېټ، چې  اوس مهال نړۍ کې مېلونه کسان پر اخته دي د سږو لپاره مضر او ډېری سرطانونه هم سګرېټ رامنځ ته کوي. 

که څه هم باور او څېړنې داسې دي چې د سږو سرطان تر ټولو ستر لامل سګرېټ څکول دي خو اوس وخت کې تازه څېړنې ښيي چې دا هم شونې ده چې يو کس په ټول ژوند کې هېڅ سګرېټ نه وي څکولي خو بيا هم د سږو پر سرطان اخته کېدای شي. د Casciari په نوم د تنفسي ناروغيو يو متخصص وايي چې داسې کسان تجربه کړې دي چې په ټول ژوند يې سګرېټ نه وي څکولي خو د سږو سرطان لري. دی وايي چې پرته له سګرېټ څکولو د سږو سرطان لاملونه په چاپيريال کې ځينې وړانګې او هغه چاپيريال چې په کې کار او ژوند کوو؛ د سږو سرطان لامل کېدای شي. د Casciari په وينا چې جنټيک او ارثي مسايل هم د سږو سرطان بل ستر لامل دی. 

هغه کسانو کې چې سګرېت نه څکوي خو بيا هم د سږو په سرطان اخته کيږي، ستر لامل يې د هغه کسانو سره نېږدې پاتې کېدل ښوودل شوي دي، چې سګرېټ څکوي. هغوی چې له سګرېټ څکوونکو سره په اړيکه او ناسته کې وي، نه يوازې د سګرېټو دود تنفس کوي بلکې د سګرېټ څکوونکي د کاربن ډای اکسايډ يوه برخه هم دوی تر تنفس کوي، چې مضره کړنه ده. 

د تنفسي برخې دغه متخصص د سږو په اړه بله عجيبه خبره دا کړې، چې ډېری وخت موږ فکر کو چې ټوخی د سږو او تنفسي سېسټم ناروغي ده او بايد درملنه يې وشي. دی وايي چې د سالمو سږو لرونکی کس په عادي ډول په ورځ کې لس ځلې بايد ټوخی وکړي او دا د هغې د سږو لپاره يو دول فزيکي تمرين دی چې سږي روغ ساتي.