تازه څېړنه: کوېډ-۱۹ د (insulin-producing cells) باندې بريد کوي او د شکر ناروغي منځ ته راوړي 

د روغتيا ملي انسټېټيوټ يا National Institutes of Health په يوې تازه څېړنې کې ويلي دي چې د کوېډ-۱۹ ويروس پر انسولین ژونکو يا حجرو بريد کوي او په پايله کې د شکرې ناروغۍ رامنځ ته کوي. هغه ناروغان چې په کوېډ-۱۹ ککړ دي؛ معاينې يې ښيي چې د دغه ويروس پر مهال يې د insulin-producing cells تر بريد لاندې نېول شوي دي او شوګر يا Diabetes ناروغي ورته پيدا شوې ده. 

د روغتيا ملي انسټېټيوټ يا National Institutes of Health  دغه نوې څېړنه څو ورځې وړاندې خپاره کړې ده او ويلي دي چې د تنفسي سېسټم دغه ناروغي نه يوازې چې سږ ې تر بريد لاندې نيسي، بلکې زړه، مغز، او پښتورګي هم تخريبوي. پر انسولين حجرو بريد يې نوې موندنه  ده چې کرونا ويروس يې خپل هدف ګرځوي. 

دغه څېړنه کې د کرونا ويروس ۳۷۱۱ ناروغان يا ککړ کسان معاينه شوي دي چې پر ويروس له ککړېدو وړاندې يې د انسولين توليد نارمل وو، خو د کرونا ويروس پر مهال د ۳۷۱۱ کسانو له منځه ۴۹۲ کسان چې ۱۴،۴ سلنه کيږي، د شکر په ناروغۍ ککړ شوي دي. 

کرونا ويروس د پانکراس pancreas غدې دننه د Beta cells په نوم ژونکو باندې بريد کوي. Beta cells دا دنده لري چې انسولين توليد کړي او همدا ډول په وجود کې د انسولين کچه نارمل وساتي. د Beta cells ګډوډي چې اوس مهال د کرونا ويروس له امله هم رامنځ ته کيږي، د شکر ناروغۍ لامل کيږي.