د طبي ټکنالوژۍ د پرمختللو ماشينونو څخه يو هم Medical monitor دی. دغه ماشين د ناروغ د وضعیت ښوودنه کوي. د زړه ضربان، د اکسیجن وضعيت، د وينې فشار، د وينې شکر، د وجود تودخه، د کاربن دای اکسايډ بهر کېدنه، د اعصابو فعاليت او د وجود د ځینو نورو داخلي غړو وضعيت د Medical monitor پر ښېښه يا سکرين ښوودل کيږي.
اوس وخت کې د مختلفو کمپنيو له خوا په مختلفو بڼو او اندازو Medical monitor جوړ شوي دي. دغه طبي څارونکي ماشينونو سره توپير لري؛ هم يې ظاهري بڼې او هم يې دندې سره توپيري دي. هغه کسان چې د Medical monitor په برخه کې يې روزنه موندلې وي او زده کړې لري، د Medical monitor ښیښې ته په ليد د ناروغ په وضعيت پوهيږي، خو خپله ناروغان او ناروغ لرونکي يوازې د Medical monitor ښیښې ته په حيرانتيا ګوري خو نه پوهيږي چې د ناروغ وضعيت څنګه دی.
د Medical monitor پر ښېښې يا سکرين ځينې نښې نښانې:
۱- د زړه ضربان Heart rate:
د يو سالم او ځوان انسان زړه په يوې دقيقې کې له ۶۹ بيا تر ۱۰۰ ځلې ضربان کوي. Medical monitor ماشين پر ښېښه کې چېرې د زړه ضربان له پورته شمېرو ډېر زيات او يا کم وي نو بيا د ناروغ وضعيت نارمل او په عادي ډول نه دی.
۲- د وينې فشار Blood pressure:
د وينې له فشار مطلب هغه وضعيت دی چې کله زړه ضربان کوي او وينه پمپ کوي، نو پر شريانونو يې فشار څومره وي. هر کله چې د زړه ضربان زيات وي نو ورته systolic pressure وايي او بيا د استراحت په حالت کې ورته diastolic pressure وايي. د لومړي فشار نارمل انداز د ۱۰۰ او ۱۳۰ ترمنځ ده او بيا د دويم يې، د ۶۰ او ۸۰ ترمنځ کيږي. نو که چیرې پورته شمېرې ډېرې لوړې او يا ډېړې ټيټې وي، د ناروغ وضعيت په نارمل حالت کې نه وي.
۳- د وجود تودخه Temperature:
دغه درجه له ۹۸٫۶ بيا تر نن پوري نارمل ده. له دغه شمېرو ټیټوالی او لوړوالی يې غير روغتيايي وضعيت په ګوته کوي.
۴- تنفس Respiration:
يو ځوان او سالم کس په يوې دقيقې کې له لس بيا تر دولس ځلې تنفس کوي. د مېډېکل مانېټور پر ښیښه دا درجه هم ښوودل کيږي.
۵ Oxygen saturation:
د انسان په وجود کې د اکسېجن شتون دی، چې په عادي ډول تر سلو پورې رسېږي. که چېرې د مېډېکل مانېټور پر سکرين د Oxygen saturation شمېره ۹۵ هم وي نو بيا کومه د اندېښې مساله نه ده، خو که چېرې Oxygen saturation له ۹۰ ښکته وي نو بيا مطلب دا دی چې وجود په کافي اندازې اکسېجن نه شي اخیستلی.
وروستي