ډېپلوماټ: د حکومت او طالبانو منځ کې به سوله څوګ کوي؟ 

د ډېپلوماټ په نوم يوې لوېدېځې رسنۍ د افغانستان روان وضعيت او په ځانګړي د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د شدت په اړه تازه مقاله خپره کړې ده. د مقالې کې د طالبانو له خوا د ولسواليو د نېونې او د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ويل شوي دي. 

ډېپلوماټ لېکلي دي چې افغانستان کې د سولې بهير په شروع سره اوس مهال داسې ښکاري چې طالبانو نه غواړي حکومت سره د سولې ځنډول شوې خبرې پيل کړي او د خبرو مېز ته رورو سرسه کېني. دغه رسنۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له خولې لېکلي دي چې افغانستان يوازې يوه د خلاصون لار لري او هغه هم د سولې بين الافغاني خبرې دي. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لېانس د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ويلي دي چې د افغانستان اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ دی او يوازې هغه وخت افغانستان کې سوله راتلی شي چې حکومت او طالبان د سولې خبرو مېز ته سره کيني. 

 ډېبورا لېانس د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې ويلي دي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې د څلورو مهمو عناصرو يو عنصر دی؛ د بهرنيانو په وتلو سره بايد افغانان د شته موقع څخه په ګټې د سولې او خبرو له لارې سره ستونزې حل کړي او يو سياسي جوړجاړي ته سرره ورسيږي. 

 ډېبورا لېانس دا هم ويلي دي چې د افغانستان د نېږدې ۳۶۰ ټولو ولسواليو څخه تر نيمايي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او همدا ډول د افغانستان د يو شمېر ولايتونو مرکزونه د طالبانو د ګواښ او محاصرې تر سيوري رسېدلي دي. 

د يادونې ده چې د طالبانو له خوا په بېلا بېلو ولايتونو کې د ځينو ولسواليو له سقوط وروسته، پخوانيو جهادي قومندانانو د طالبانو پر وړاندې پر ملېشه جوړونې پيل کړی دی او اندېښنې دا ده چې دغه ملېشه به د افغانستان وضعيت يا پسې خراب کړي.