چه ګوارا د شلمې پېړۍ انقلابي شخصیت او د چریکي جګرو اتل دی 

انقلاب د اوښتون او بدلون تر ټولو ځواکمنه او سخته لار ده، د نړۍ ګن بدولونونه، پرمختګونه، انساني ارزښتونه، ټولنیز باورنه او بریالي ملتونه د انقلاب پايلې ګنلی کیږي.

چه ګوارا د شلمې پېړۍ ستر او قوی انقلابي شخصیت او د چریکي جګرو اتل دی، چې په کوم دین يې عقیده نه درلوده خو د نورو دې ښه ژوند لپاره سرګردان و ، د ظلم او ناروا په وړاندې يې بدن رېږدې اخیست ، د ټولنو او ملتونو ترمنځ يې مساوات غوښتل انسانیت ورته سره کرښه وه،چې په همدې لاره کې له سر هم تېر شو.

چه ګوارا چې مکمل نوم يې (ارنستو رافایل ګوارا دلاسرانا) دی، انقلابي مارکیستیست او د کیوبا د چریکي جګړو رهبر د ۱۹۲۸ کال د مې میاشتې په څوارلسمه د ارجنټاین هېواد په دوهم لوی ښار (روزاریو) کې په یو اسپانیايې – ایرلینډی کورنۍ کې زېږیدلی دی.

چه ګوارا د هغو خلکو لپاره ځانګړې ډالۍ وه ، چې له غربت او بې وزلۍ ځوریدل او له ماشومتوبه يې سیاسی فکر درلود او چه ګوارا یو طبی ډاکټر ، لیکوال، ډيپلومات، فوځي نظریه ورکونکی او سخت د مارکیسیست طرفدار وو.

چه ګوارا یو زړور او یاغي شخصیت درلود، هغه به تل وویل: د نړۍ په کونج کې د خپلو حقونو لپاره راپاڅیدلي خلک زما د فکري ايډیالوژۍ ساتوونکي دي.

چه ګوارا به چې چرته تلو هلته به يې د چیریکي جګړو او انقلاب اور به لګاوه، د خپلو مفکورو او د انقلاب په اړه غږیدو او د ازادۍ ذهن يې په خلکو کې عام کړی وو.

چه ګورا په پوره مانا انسانیت ته ژمن و او د ظلم ، ناروا، بی عدالتي نه شوای زغملی او د تل لپاره يې همدي لاره کې مبارزه کوله او خلک به يې خپلو حقوقو ته هڅه وول.

چه ګوارا نن د هم د ازادۍ او انقلاب ړ سمبول په توګه یاديږي او چرته چې مبارزه کیږي هلته د ده نوم ضرور شته ، هغه خپل آرام ژوند د نورو د ښه ژوند کولو په پار پرښود او سفرونو ته يې مخه کړه هغه د يوې مرګونې ناروغۍ سره ، سره سخت او پيچلي سفرونه کول هغه په خپل کتاب کې داسې لیکلي و: ډېر وخت به داسې هم کېدل چې درې ورځې به مو د اوبو رنګ ونه لید، ډېرې شپې مو په خالی ګېده خوب کړی.

نن که چیری سوک غواړي نو له چه ګوارا یې زده کړي او د هغه تجربو ورسره سختیو يې زده کړي جې نوموړي په خپل ژوند کې لیدلې دي.

چه ګوارا وايې: ترڅو مو چې وس رسیږي مطالعه وکړئ دا مه هېروئ چې انقلاب ډېر ارزښت لري چې حتی انسان يې په وړاندې هیڅ هم ندی.

چه ګوارا د ملتونو په عدالت ،یوځایوالی باندي کلک دریږي، د هعه لومړۍ دې کیویا کې په انقلاب کې ونډه اخلي او مهم رول پکې لوبوي.

د چه ګوارا مړينه د نړۍ په ټولو انقلابیانو د مبارزې غږ وو، دده مړینه دا مانا چې د بریا او ازادۍ لپاره خپلې هڅئ دوه برابره کړئ.

هر انقلابي باید د ډېر علم څښتن وي ، هغه څوک چې انقلابي فکر او احساس لري باید د خپل چاپېریال او معاشري ښه درک وکړي او خپل هدف روښانه کړي.

چه ګوارا یو عادی سړی و، خو فکر يې ډېر متفاوت و، هغه په خپل شاوخوا چاپېریال کې ظلم او بې عدالتۍ نهایت تنګ کړی و او هغه په عدالت سمباله نړۍ ارمان وو.
چه ګورا له کتابونو سره يې ډېره مینه درلوده او دنړیوالو پوهانو زیات شمېر کتابونه لوستي وو.

د چه ګوارا ویناي:
۱: که چرته  ته د ظلم او ناروا په لیدو سره له غوصې رېږدې نو پوه شه چې زما همفکر او ملګری یې.
۲: مونږ یوازې د بدو خلکو په بدۍ نه بلکې د ښو خلکو په خاموشۍ هم خپه یوو.
۳: ټول خلک چې سهار له خوبه پاڅي خپل ويښتام سموي خو خپلو زړونو ته د هیچا ورپام نه وي.
۴:رښتیني انسانان ځان په خبرو او سټېج نه بلکې په عمل کې ښيي.
۵: ځوانان باید په ټولنه کې ډېر متفاوت فکره وي، دوي باید د یوه واړه جرم په وړاندي هم غلي پاتي نشي.

چه ګوارا د کیوبایانو لپاره د یوه ملي قهرمان حیثیت لري له ده سره ډېره مینه لري او دده انځور د کیوبا سیکو ته ښکلا ورکړې ده او د ښوونځیو زدکوونکي هره خپله هر ورځ په کلیمو پیلوي چې موږ به ((لکه څوک داسې شو؟)) دا هغه ترانه ده چې آستا سیمپره د ده په ویاړ جوړه کړې ده دا تر ټولو خوږه ترانه ده چې په څو ژبو ژباړل شوې ده.

 د هغه اصلي ټاټوبی آرژانتین دی دلته په مکتبونو او تاریخونو کې زدکوونکي د ده نوم حافظو ته سپاري د ده په ویاړ ډېر موزیمونه او مجسمې جوړې شوې دي په ۲۰۰۸م کال کې د ده یوه برنزي مجسمه جوړه شوه چې ده د زږېدو په ښار روزاریو کې نصب شوې ده سره له دې چه ګوارا په بولیویا کې د یوه مقدس انسان حیثیت لري او ده ته ډېر درناوی لري.

دا ټول مالومات مې دې محمدالله همیم کتاب (چه ګوارا ژوند، فکر او مبازره)  او د انترنت ویب سایتونه نه مې راټول کړی دي.