د سیکولریزم (secularism) منفي اړخونه 

مخکې له دې چې د سیکولریزم مکتب پر منفي اړخونو خبرې وکړو لومړی د دغه طريقې تعريف لېکو، اکسفورډ انګلېش ډېکشنري د  سیکولریزم تعريف داسې کوي،  "له مذهبي نهادونو څخه د دولت د جلا کیدو اصل ته سیکولریزم وايي." د سیکولریزم اصلي تمرکز پر دې دی چې دين بايد له دولت او ټولنيز ژوند له نورو ټولو اړخونو جدا کړی شي. د سیکولریزم فلسفه په دې ولاړه ده چې انساني ژوند بايد په بشپړ ډول مادي او دنيوي رېښې ولري؛ دغه طريقه د بشري ژوند ټول اړخونه له مذهب، دين او خارق العاده ځواک څخه جلا کوي. سیکولریزم د الحاد سره توپير لري؛ دين په بشپړ ډول نه ردوي خو په يوې محدوې حوزې کې يې اچوي. 

د سیکولریزم ځيني منفي اړخونه: 
۱- سیکولریزم يوه خيالي طريقه ده. د نړۍ په هېڅ هېواد کې سیکولریزم د پلي کېدو وړ نه دی. د فرانسېو امريکا، المان او انکلستان په څېر هېوادونه چې د سیکولر سېسټم  ادعا کويی بيا هم په خپلو اساسي قانونو کې يې ديني او مذهبي ازاديو ته ځای ورکړی دی او دا په خپله د سیکولریزم له طريقې سره ټکري مساله ده. ديني او مذهبي ازادي په رسميت پېژندل په خپله د دينونو او مذهبونو په رسميت پېژندنه ده؛ چې هم په دولتي حوزه کې ورته ځای ورکړل شوی دی او هم د انساني ژوند په نورو حوزو کې. که چېرې سیکولریزم په بشپړ ډول سره پلی شي نو لار په کې سخت دريځۍ ته هواريږي او په دې مانا چې له خلکو به فردي ازادي اخېستل کيږي. دين او مذهب هم د افرادو له اصلي حقوقو يو حق دی چې سیکولریزم بيا تر انسان محروموي.  

۲- نړۍ کې په زرګونه مذهبونه او دينونه شتون لري. خلک هم پر عقيدوي او هم پر عقلاني ډول پر دينونو عقيده لري. د سیکولریزم طريقه د نړۍ د مېلېاردونو انسانانو په منځ کې ګنګستيا او ګډوډي خپروي. د هندوستان غوندې هېواد چې غوڅ اکثريت يې هندوان دي؛ پر خپلو مذهبونو داسې عقيده لري چې د مادي زيان پر وخت د اسماني مرستې هيله لري او همدا عقيده يې سبب شوې ده، چې پر دين عيقده يې له ځان وژنې ژغوري؛ يوازې او يوازې ځانونه پر مادي ژوند پسې نه تړي. 

۳- د سیکولریزم ايديالوژي يوه بې نظمه نظريه ده. که څه هم په لومړيو کې داسې اټکل وو چې سیکولریزم به ژر پراخه نړيوال اغېز ولري خو وروسته هغه کسان چې د سیکولریزم ملاتړي دي د نړۍ له يو کوچني دين سره سیکولریزم نه شي پرتله کولی. سیکولریزم په ډېرو برخو کې  د ټولنيز ژوند لپاره ځواب نه لري. که چېرې د نړۍ يو وړوکی دين له سیکولریزم سره پرتله کړو نو هغه دين به د انساني ژوند ژور اړخونه په منظم ډول ولري، خو سیکولریزم يوازې او يوازې په لومړيو کې د کليسا ضد طريقه وه چې وروسته يې د پراخېدو هڅې پيل شوې خو په اوس وخت کې بېرته سیکولریزم د کمونيزم په ډول د زوال پر لور حرکت کوي. 

۴-  يو شمېر اسلامي او غير اسلامي  هېوادونو کې چېرته چې سیکولریزم واکمن شوی دی د حکومتونو ډول يې ديکتاتور نظام ته ورته شوی دی. د هندوستان په اساسي قانون کې د دولت رسمي دين شتون نه لري او سیکولر دولت منل شوی دی، خو په حقيقت کې بيا د هندوستان حکومت تر ټولو سخت او ديکتاتور نظام دی او په ځانګړي ډول سره هلته تر سیکولر چتر لاندې د اسلام د ځپلو او هندويزم مسلط کېدو هڅې روانې دي. 

۵- سیکولریزم د نړۍ شته نظم له منځه وړي. سیکولریزم داسې يو څه ته مبارزه کوي چې ښايي هېڅ درد دوا نه کړي بلکې يوازې به داسې يو ګفتمان رامنځ ته کړي چې د خلکو ذهنونه به پر يوې بې پايلې موضوع بوخت وساتي.