د انسان د مغزو په اړه لس عجيب حقيقتونه 

۱- د انسان د مغزو لومړی بريالی جراحي عمليات له نن نېږدې پنځه زره کاله وړاندې د ډبرو دوره يا Stone Age کې شوی دی. 

۲- د انسان د مغزو جوړښت کې ۷۵ سلنه اوبه دي. که چېرې انسان د وجود د اوبو د کمښت له ستونزې يا dehydration سره مخ شي نو تر ټولو لومړی او ډېر بد اغېز يې په مغزو باندې وي. 

۳- د زېږون په لومړي کال کې د انسان مغز درې برابره لويږي. د انسان د مغزو د حج زياتېدل يا لويوالی بيا په منځني ډول د عمر تر ۱۸ کلني پورې وي. 

۴- انسان په معمولي ډول د سر درد لري. د سر درد لامل د نغزو کيمياوي غبرګون دی. د اورميږ او سر عضلې او هم عصبي رشتې د سر په درد کې مهم رول لري. 

۵- د انسان د مغزو ژونکه يا حجره نيورون neurons نوميږي. د يو سالم انسان مغز نېږدې له سل مېلېونه عصبي حجرو يا نيورون څخه جوړ شوي دي. 

۶- د انسان مغز په چټکۍ سره مالومات لېږدوي. د انسان په مغزو کې د مالوماتو د لېږد چټک لېږدې ۲۵۰ ميله پر يوې ګړۍ يا mph دی. 

۷- د انسان  مغز په خپله درد نه شي احساسولی خو کله چې درد سره مخ شي نو بيا يې د عصبي رشتو له لارې لېږدوي او انسان بيا د درد احساس کوي. 

۸- کله چې د انسان عمر شل ته ورسيږي نو مغز يې د نزول پر خوا ځي؛ دې عمر کې مغز ځيني مالومات له لاسه ورکوي او حافظه يو څه نه څه کمزوري کيږي. 

۹- د انسان د وجود شل سلنه وينه او اکسېجن د مغزو په وسيله مصرفيږي. که چېرې په مغزو فشار زيات شوي نو بيا د معمول په پرتله ډېر اکسېجن او وينه په مصرف کيږي. 

۱۰- څومره چې د انسان عمر تيږيږي همدومره د انسان مغز کوچني کيږي. د مغزو کوچنۍ کېدنه هغه وخت پيليږي چې  انسان د خپل عمر نيمايۍ ته ورسيږي  يا په منځني ډول له ديرشو کالونو پورته شي.