زامن يې دوحې ته لېږلې خو عطا او دوستم وايي طالبانو پر وړاندې بل مقاومت او جګړه شروع کوو


له تېرو څو مياشتو راهيسې د هېواد په ډېری ولايتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی‌. حکومت هره ورځ د لسګونه طالبانو د وژل کېدو وايي او همدا ډول د طالبانو لخوا د ولسواليو د سقوط خبرونه رسنیز کيږي. 

سږ کال بين الافغاني خبرې پيل شوې. ټولې هيلې ورسره د سولې وې. د امریکا او نړیوالې ټولنې ژمنې هم داسې وې چې د دوی په وتلو سره به تاوتريخوالی راکم او د افغانانو ترمنځ به په سوله ييز ډول دا شل کلنه جګړه پای ته ورسيږي. د سولې او بين الافغاني خبرې پر ځای، حکومت او طالبان ښه سره سنګر په سنګر شوي. د سولې هيلې مړاوي، بين الافغاني خبرې ولاړې؛ هره ورځ د طالب او افغان امنيتي ځواکونو په نوم د افغانانو جنازې دي‌. 
 
د حکومت د سولې مرکچي پلاوي کې هم ډیرۍ څیرې يا پخواني جنګ سالاران دي، لکه حیفظ منصور او يا هم د دوی زامن، لکه خالد نور او باتور دوستم. د حکومت د سولې په مرکچي پلاوي کې د ياد کسانو په شتون کې نه دا شونې ده چې دوی به د يوې قوي ډيپلوماسۍ وړتیا ولري چې طالبان قانع کړي او نه يې په زړونو کې د سولې لپاره کومه اراده شتون لري. دوی که سوله کوي او که جګړه، لومړی ورته پلان له بهره ورکړل شوی وي او بيا په کې اوږد مهاله خپلې ګټې خوندي وي. 
 
تاسې به لیدلي وي چې په تیرو مخامخ بين الافغاني خبرو کې خالد نور او باتور دوستم کوم ډول خبرې کولې، څومره يې په خبرو کې اغېز وو او څومره په دې پوهېدل چې څنګه اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي. د دوی ترڅنګ يې پلاران هم پېژنئ. عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور څه ډول تېر لري، اوس په څه اخته دي او په راتلونکي کې د افغانستان لپاره کوم سياستونه لري.
 
عطا محمد نور وړانديزونه کړي چې حکومت دې ورته دا صلاحیت ورکړي چې طالبانو سره جګړه وکړي. ده له خپلو دوه نورو ملګرو عبدالرشيد دوستم او محمد محقق هم غوښتي چې راځئ، د مقاومت په نوم له طالبانو سره بله جګړه پيل کړو. د عطا محمد نور غوښتې ته عبدالرشيد دوستم هو ويلي او ورته خوښ شوی دی. 
 
دوی چې اوس د طالبانو سره د مقاومت په نوم جګړه پيلوي، نو بيا دې خالد نور او باتور دوستم هم له دوحې را وغواړي او ځان سره يې بايد سنګر ته بوځي. له يوې خوا دا خبرې چې جګړه دې پای ته ورسیږي، په جګړې سره ستونزې نه حليږي او بيا د مقاومت شعارونه؛ دا ډول مسالې د سولې بهير بې خونده کوي. 
 
که عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم د جګړې لېوالتیا لري او دې برخه کې د ځینو هېوادونو مالي او وسله وال ملاتړ خپل کړی وي، نو بيا بايد خپل زامن هم ځان سره سنګر ته بوځي. که عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم په ریښتیني مانا د افغانستان د روان وضعیت سوله ييز حل غواړي او همدې موخې ته د رسیدو لپاره يې خپل زامن د سولې په مرکچي پلاوي کې غړي کړي وي، نو بيا دې له ګواښونکو مسايلو هم تېر شي. 
 
له محمد محقق او عبدالرشید دوستم سره د عطا محمد نور د مقاومت پلانونه پردۍ پروژې، مرکزي افغان حکومت ته د سر درد، خپلسري او د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړول دي.