د ژباړې او ژبپوهنې ترمنځ اړیکه

د پيل خبرې
دا چې ژبپوهنه او ژباړه د یوې ژبې لپاره ډير ضروري توکي دي, نو دا د هر ژباړونکي وجیبه ده, چې د ژباړې تر څنګه په ژبپوهنه هم په پوره ډول ځان پوه کړي. ژبه نه یوازې په ویلو ژوندۍ پاتې کیږي, بلکې ژبه تر ډيره حده په ژباړه ژوندۍ پاتې کیږي. د ژباړې لپاره ژبپوهنه ضروري ده. لوستونکي به وتوانیږي, چې د دې لیکنې په آخر کې د ژباړې په مفهوم, د ژبپوهنې په مفهوم او د دوی دواړو ترمنځ په اړیکه پوه شي.
 
ژباړه
دا چې ژباړه ډيری میتودونه په خپل ځان کې لري, لکه په یوه ژبه کې کمپيوټري تحلیلونه د کمپيوټري ژبپوهنې په واسطه سرته رسیږي. همدرانګه په نظریاتي ژبپوهنه کې د پوښتنو په نښه کول او د پوښتنو رامنځته کولو لپاره د تکنالوژۍ استعمالول او د ماشین په واسطه ژباړه دا ټول میتودونه دي. لکه څنګه چې پوهېږو, ژباړه له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د معنا لېږد دی. ژباړه له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د تورو لېږد نه دی, ځکه چې ژبې مختلف جوړښتونه او مختلف توري لري. ژباړه بلکې د فکرونو د اوښتون استازیتوب کوي.
 
ژبپوهنه
ژبپوهنه د یوې ژبې علمي پوهه ده, چې درې کټګورۍ لري د ژبې جوړښت, د ژبې معنا او د ژبه په ټولنه یا ماحول کې. ژبپوهنه بیا په څو بېلابېلو فرعي برخو ویشل شوې, لکه غږپوهنه, وین پوهنه, نحوه او سیمانټيک او داسې نور... که څه هم ژبپوهنه د ژبې پوهه ده, مګر یو شمېر نور انتظامونه هم په ژبه پورې تړلي, چې نه شلېدونکې اړیکې لري.
 
د ژباړې او ژبپوهنې ترمنځ اړیکه
د ژبپوهنې علم د ژباړې په پروسه باندې یو مستقیم تاثیر لري. هره ژبه خپل جوړښتونه لري, چې د ژبې جوړښت د ژبپوهنې په قلمرو کې مدخل دی. یو ژباړن کولای شي, چې د هغو ژبو د جوړښتونو سره آشنا وه اوسي, چې دی کار پرې کوي او استعمالوي یې. د ژباړې ستونزې مستقیماً د ژبپوهنې له شننو سره تړاو لري او له همدې امله ژباړه په تطبیقي ژبپوهنه کې یو نظم جوړوي. همدارنګه د دوو ژبو ترمنځ نحوه, موفولوژي او فونولوژي هم زیات توپير لري, په ځانګړې توګه د ژبو په دوو کورنیو او لهجو کې ژباړه د تعریف له پلوه همېشه متناسبې ژبې وي. د ژبپوهنې پوهه کولای شو په لیکلې او شفاهي ژباړه کې پلي کړو. د شننو دا ډول کولای شو, چې جوړښتونو او لهجو ته په کتو سره د یوې ژبې پلي کړو او د دوی سمانټيکي ورتوالی په نورو ژبو کې مقایسه کړو. د معلوماتو په دې ساحه کې تکنالوژي, د ماشین ژباړې او کمپيوټري ژبپوهنه خوا مهم دي. همدارنګه غږپوهنه چې د ژبپوهنې یوه برخه ده, د یوې ژبې غږونه او آوازونه څېړي. یوه کلمه کولای شي د ډيرو شیانو معنا ولري, که چېرته مناسب نه وي په نښه شوی. آن کېدای شي دا غلط ابهامونه او معناوې ژوند ته یو ګواښ شي. مثلاً: اکوا کېدای شي له سم ډول پرته د ژړا, هګۍ, او بستر معنا ولري.
 
پایله
ژباړه د ژبې دې زده کړې د پروسې مرکزي برخه پاتې شوې, ځکه چې دا د نورو ژبپوهنې نظمي توکي او پایلې کاروي.  دا یو پیژندل شوی حقیقت دی, چې پرته د ژبې څخه ، ژباړه شتون نلري او ژباړونکی نشي کولی, د لومړۍ او دوهمو ژبو د پوهې پرته کار وکړي.  د ژبپوهنې ژورې پوهې د ژباړې ، د ژباړې توضیح او د ژباړې انتقاد لپاره اړین د لوستلو او لیکلو مهارتونه ټاکي.  څرنګه چې ژبپوهنه یو څوک د ژبې د میخانیکیت په اړه پوهوي، نو د ژبپوهنې پوهه له ژباړونکي سره  زیاته مرسته کوي. دې موضوع ته د ژباړې تعریف ښه تشریح ورکوي, لکه چې وایو "په ژبو باندې ترسره شوي عملیات ژباوه بلل کیږي".  د ژبپوهنې مطالعه یو کس ته دا وړتیا ورکوي, چې دا زده کړي, چې ژبه څرنګه کار کوي ، څنګه بدلون او توپیر کوي ، څرنګه کارول کیږي او پروسس کیږي.  کله چې تاسو ژبپوهنه مطالعه کوئ ، تاسو د هر ډيسپلین په درشل کې یاست او ژباړه هم د هر ډيسپلین په درشل کې ده. دا د دې ښکارنویيي کوي چې, "هغه ژباړونکی چې لږ تر لږه د ژبپوهنې لومړنی پوهه نلري. هغه څوک دی, چې په نیمګړي د توکو کټ کې کار کوي".  په آخر کې ، ژباړونکی د ژبې سره کار کوي او ژبپوهنه د ژبې علمي مطالعه ده.  دواړه د ښې پایلې لپاره یوځای کار کوي.  دا ځکه چې د ژباړونکي ته د سمې ژباړې ډاډ ورکوي.  که ژبه سمه نه وي، نو بیا هیڅ اړیکه شتون نلري.  موږ باید یادونه وکړو چې د ژبې او ژباړې اصلي هدف اړیکه ده.