کفر څه دی او کافر څوک دی؟

لیکوال: محمد محق
ژباړه: احسان الله ځلاند
پدې لیکنه کې غواړم پدې وغږیږم چې له کفر څخه  زموږ د مسلمانانو نننی برداشت بې بنسټه او غیر اخلاقي دی. له دې برداشت سره سم، پر یهودو او مسیحسانو سربېره، چې اهل کتاب ورته ویل کېږي، د نورو دینونو پلویان لکه هندویزم، بودیزم، تایویېزم، کنفوسیوس او د اسماني دینونو منکران هم کافران بلل کېږي. کافر د دین په ژبه هغه چا ته ویل کېږي چې له ښکاره حقیقت څخه، هغه هم په بنسټیزو امورو کې، انکار وکړي او د هغه په وړاندې په کرکه او تخریب لاس پورې کړي، چې په پایله کې  د خدای قهر ورباندې نازل شي او مسلمانان هم کرکه ورڅخه وکړي. پر کرکې سربېره که وتوانیدل زیان ور واړوي. ځکه دی د خدای دښمن دی، او مومن انسان له هغه سره د اړیکې هیڅ مسوولیت او مکلفیت نلري، بلکې له هغه سره په دښمنۍ مکلف دی. بناً د سنتي فقې پر بنیاد کافر په حربي کافر، ذمي کافر او معاهد کافر ویشل کېږي چې هر یو یې بېل حکم لري. مګر هر یو یې د یو لړ مراتبو او درجو له مخې د خدای دښمن پیژندل کېږي.
زما په اند له کفر او کافر څخه چې موږ کوم نننی برداشت لرو، له هغه موخې سره چې قران یې له دې اصطلاحاتو لري، او له هغو اساساتو سره چې دغې چارې په صدر اسلام کې لرلي، غؤڅ توپیر لري. له هغه ځایه چې د اسلام د پیامبر ص رسالت د اخلاقو د مکارمو بشپړؤل ؤ او د قران محوري موخه هم اخلاق دي، هیڅ سمه او مناسبه نه ښکاري چې له کفر او کافره دې د اسلام موخه هغه څه وي چې نن ورځ زموږ په منځ کې دود شوي، بلکې له اخلاقي نقطې نظره دا تعبیر د قران موضوع تر پوښتنې لاندې راولي. زما په اند له کفر وکافره زموږ نننی برداشت د وخت په تېریدا منځ ته راغلی، او په اسلامي تمدن کې د مناقشو او کلامي بحثونو په اړو دوړو کې یې پراخوالی موندلی. زما په باور، که په  دې برداشت او اخد بیا کتنه ونشي او بیرته د یادو اصطلاحاتو اصلي مفهوم ته ور ونه ګرځو، په نننۍ نړۍ  کې به موږ مسلمانانو خورا سخته غیراخلاقي موضع نیولې وي. ځکه د همدې تعبیر او برداشت پر اساس باید د بشر اکثریت، ارورکي او د خدای دښمنان وبولو. له دوی سره خپله اړیکه د کرکې او کینې پر بنیاد وساتو. اصل باید له دوی سره جنګ وبولو. او که کله مو همداسې ونه کړل او داسې مو وانګېرله چې ګواکې له دوی سره ستونزه نه لرو، نو په حقیقت کې به مو ستر منافقت پیل کړی وي. زما په نظر د کفر کلمه هغه حالت ته کارول کېږي چې په هغه کې یو چاته حقیقت په معرفتي او اخلاقي لحاظ په بشپړه توګه ښکاره شوی وي، خو له دې سره سره د هغه په وړاندې راپاڅي او دا مخالفت یې آګاهانه او خپلواک(د بل چا لخوا نه وي مجبور شوی) وي. هو هر هغه څوک چې دا وړ موضع خپلوي، کافر بلل کېږي، او پدې اړه پریکړه کوونکی بنسټ اخلاقي بنسټ دی. خو له هغه ځایه چې ټول انسانان، د مومن او ملتزم مسلمان برسیره په جزیي مسایلو کې، له پوهې سره سره هم که په غیر اخلاقي کړو وړو مرتکیبېږي، نشو کولی کافر یې وبولو، ځکه دا وړ کسان د جزیي سرغړونې مرتکب ګرځیدلي او د جزیي او مطلق سرغړوونکو ترمنځ خورا ستر تؤپیر دی. له بله پلوه، د انسانانو ژوند عموماً په سمو او ناسمو کارو مشتمل دی او له دې لیدلوري کفر او ایمان د انسان په وجود کې یو له بل سره د جوخت اوسیدنې پړاو ته رسي، له همدې امله په نورو باندې زموږ له اړخه د مطلق کفر ټاپه(حکم) په پوره مانا ناسمه او غیر اخلاقي کړنه ده. 
د پیغمبر ص د ژؤند پر مهال دې موضوع له اوس سره غوڅ توپیر درلود، ځکه د ده ص په وخت کې دی ص له غیبو هم پوهېدو چې څوک مطلق کافر دی او پدې هم پوهیدو چې په حق کې یې څه ډؤل پرېکړه وکړي، دا پدې چې له وحيې او غیبو سره یې سرو کار ؤ. پدې برسیره، د اسلامي باورونو پر بنسټ، هغه ص پخپله د حقیقت مجسم وجود ؤ او ددې کار لپاره یې معجزه لرله، چې په پایله کې یې د هېچا لپاره شک او ګونګتیا د سوال په حیث نه رامخته کیدل او په قراني اصطلاح په انساناو اتمام حجت کېده. [اتمام حجت عربي الفاظ دي، لغوي مانا یې د دلیل بشپړتیا ده. مانا دا چې د رسول الله ص په وخت کې به په مشرکینو اتمام حجت کېده، یانې د دوی په نزد به د حق په باب هر ډول شک و شبهه د نبي کریم ص پواسطه له منځه وړل کېده. دا کار به هم په وحيې او هم په معجزه کېده. مثلاً د شق القمر مسله په مشرکینو د پیامبر ص اتمام حجت ؤ. د حجت تر اتمام وروسته مشرکین ملزم دي چې ایمان راوړي او حق ته لبیک ووایي، ځکه د دوی په نزد د شک و شبهې هیڅ نه پاتېږي. نو که به یې ایمان نه راوړلو، یا به خدای تعالی خپل الهي عذاب ور باندې نازلاوه، یا به یې د وخت پیغمبر ته له مقابل لوري سره د جهاد امر کاوه. د ډېرو معاصرو پوهانو په اند له دې امله د جهاد او قتال مسله نه راپورته کیږي چې په غیرمسلمانانو د مطلق اتمام حجت قایمول د مسلمانانو له لورې ناشونی دی، ځکه نو یوازې باید د وعظ او تبلیغ لاره خپله کړل شي. ژباړن].
د هغه ص له رحلت وروسته له یوه اړخه له غیبو سره اړیکه پرې شوه، او له بله پلوه بل هیڅوک د پیامبر ص په کچه د حقیقت روښانه کوونکی نه ؤ، نه شته، او لکه څرنګه چې اتمام حجت د پیامبر په نشتون نیمګړی دی، نو نه څوک په مطلق ډؤل کافرېږي او نه څوک ددې صلاحیت لري چې د بل چا په کافر بللو حکم وکړي له همدې امله غوره خبره دا ده چې په دې اړه پریکړه کول د اخرت ورځې ته پریښودل شي. ددې دریځ په باب ممکنه ده ځینې، خاصکر سنتي او سلفي ملګري ووایي چې دا خو د مرجیه‌و عقیده ده، چې ویل یې د ایمان او عدم ایمان په باب حکم کول باید د اخرت ورځې ته پریښودل شي، چې دا وړ لیدلوری د اهل حدیث او سلفو په اند بدعت بلل کیږي، خو زما په اند دا نومونه او طبقه بندي هیڅ اهمیت نلري ځکه د اسلام په صدر کې اکثر مسلمانان مرجیه وو، حتی امام ابو حنیفه رض هم.
د پحث پلیزه:
له کلونو راپدیخوا زما فکر په دې اړه خورا کنجکاو ؤ چې د کفر او کافر لپاره له عقلي او اخلاقي نظره د منلو وړ تعریف په لاس راوړم. هغه پوښتنه چې زه یې د یاد تعریف سره جوخت جذب کړی وم دا وه، چې دا نو څنګه د خدای له رحمت او عدالت سره سمه خبره ده چې ملیاردونه انسانان دې له الهي درباره رټل شوي موجودات وبلل شي او په هغه دنیا کې دې د ابدي عذاب مستحق وه‌اوسي، یوازې ددې لپاره چې په تصادفي ډول په غیر مسلمه کورنۍ کې زیږیدلي او د مسلمان نوم نه دی ورپورې نښتی؟ څنګه ممکنه ده هغه انسانان چې د مسلمانانو غوندې د خیر کارونه ترسره کوي، له تاوتریخوالي او جنایتونو خالي ژوند لري، د علم او پوهې په لټه کې دي، د ځمکني رغښت لپاره هم کار کوي، او که تیروتنه هم کوي، نو داسې تیروتنه کوي چې مسلمانان یې هم کوي، له دې ټولو سره سره یوازې پدې چې په پیژندپاڼه کې مسلمان نه دی ثبت شوی، له الهي درباره دې مردود او رټل شوی وبلل شی؟ او دا کار دې ګواکې د خدای له عدالت سره هم سمون ولري؟ پدې اړه زما د کلونو غؤر او فکر پایله، که هغه په ایات و احادیثو کې غؤر ؤ، که د اهل علمو نظرونه ؤ، او که د نړۍ د بیلابیلو ملتونو د لیدنې تجربې وې، دا وه چې باید د کفر او کافر په تعریف کې له سره کتنه وشي او د هغوی لپاره داسې مفهوم په پام کې ونیول شي چې له اخلاقي نظره د کره دفاع وړ وي چې غواړم ددې بحث په ادامه کې رڼا پرې واچوم.
فکر نه کوم چې د عقایدو په علم او اسلامي کلام کې دې د کفر او ایمان  د دوه ګوني تعریف په کچه بله پیچلې موضوع وي. دا دواړه یو له بله سره معنایي التزاموالی لري، مانا له یوه پرته یې په بل پوهېدل ناممکن دي، نو له دې اړخه له هغو څخه په یوه یې پوهیدل موږ په دا بل پوهیدنې ته هم نږدې کوي. معمولاً د کفر په تعریف کې د هغه په لغوي مانا بحث کېږي چې د پوښلو او پټولو مانا لري، خو زما په اند لغوي او حتی اصطلاحي مشهور تعریفات هم په کفرپېژندنه کې زموږ تنده نه شي خړوبولی، له همدې امله مجبور یو له یوې بېلې زاویې دې بحث ته راودانګو.
هغه کفر چې د قران د پام وړ دی، پخپل ذات کې یوه وجودي چاره ده. وجودي چاره(existential) هغه پېښه ده چې د انساني تجسم په بیلابیلو سطحو کې پیښیږي.
هغه پېښه ده چې د د انساني وجود په بیلابیلو سطحو کې پیښېږي. د انساني وجود بیلابیلې سطحې یانې د آګاهۍ سطحه، عاطفي سطحه، ارادي سطحه او عملي سطحه. یعنې کفر دې ته وایي چې یو څوک حقیقت په ښکاره ډول ومومي، په اخلاقي لحاظ د هغه غوښتنې درک کړي، خو له پوهې سره سره په قصدي توګه د هغه پر وړاندې ودرېږي او له مننې یې سرغړونه وکړي او له هغه څه چې غوښتنه یې ده، سر کوږ کړي. ددې موضوع د لا ښې روښانتیا لپاره کولی شو د نشه یي توکو کارؤنه د بېلګې په توګه راوړو. موږ پوهېږو چې د نشه یي توکو کارونه په خپل ذات کې زیان رسوونکی کار دی، نو له دې امله په اخلاقي لحاظ د نشه یي توکو کارول ناسم کار دی، خو هغه کسان چې نشه یي توکي کاروي، ټول د نشه یي توکو په اړه د پوهاوي او د قضیې د اخلاقي حکم له اړخه په عین وضعیت کې قرار نه لري مانا د نشه یي توکو او د هغوی د زیانونو په باب د ټولو کانسېپټ یا مفهوم یو ډول نه دی، له همدې امله پر ټولو د عین اخلاقي حکم قایمول ناسم کار دی.
 د مسایلو په اړه د وجودي فلسفې له نظره، له هرشي سره د اړیکې نیونې لومړی پړاو د هماغه شي په اړه د پوهاوي پړاو دی. د بېلګې په ډول، که کوم څوک هېڅ نشه یي توکي ونه پېژني او په اړه یې هېڅ تصور هم ونلري، له وجودي اړخه له یاد شي یا مفهوم سره هېڅ ډول اړیکه نه شي ټینګولی. مانا دی اصلاً نشه یي توکي پیژني نه. کولی شو دا حالت د مطلق صفر حالت وبولو. د صفري حالت په اړه د منطقو علما وایي چې دلته مسله د یوه شي د نه شتون ده، یعنې څه شته نه چې حکم ورباندې صادر کړل شي. چا چې نه مخدره توکي لیدلي، نه یې په اړه اوریدلي، نشو کولی ووایو چې نوموړی یې یا پلوی دی، یا مخالف یا بېپلوی؛ حتی له هغوی سره د ده د یوه بل نسبت په اړه هم فکر نشي کېدای. په همدې ډول هغوی هم دي چې د خدای، پیامبر، اسلام، د اخرت د ورځې او... په اړه هېڅ پوهاوی او مالومات نلري. تر هغه وخته چې موضوع د پوهاوي تر کچې نه وي رسېدلې، تر دې وخته به د موضوع حالت د عدم موجودیت بڼه لري، او د حکم لپاره به هیڅ ګنجایش ونه لري. 
د نشه‌ایي توکو په اړه، موضوع له هغه وخته پیلېږي چې په اړه یې لږ تر لږه په اوه لومړنی پوهاوی حاصل شوی وي. د انسان بدن ته په نه رغېدونکي زیان رسونه باندې له پوهاوي سره د موضوع لومړۍ سطحه بشپړېږي. مانا د انسان په ذهن کې د نشه‌یي توکو په اړه یو تصور شته، او یاد کس اوس د هغوی د ښه‌و بد په اړه خپل کانسېپټ یو څه رغولی دی. نوموړی پدې حالت کې د مطلق صفر له حالته تېر شوی، او په خپل پوهاوي کې د نشه‌یي توکو په اړه یو انځور لري. که څه هم دا یوازې ابتدایي پوهاوی وي او له نورو وجودي سطحو سره یې اړیکه نه وي ټینګه شوې. 
له صفري مرحلې په تېرېدا سره د ارادې پړاو ته رسو او تر هغه وروسته د عمل پړاو ته. اوس، که څوک د نشه‌ایي توکو په اړه پوهاوی حاصل کړي او د دې زیانونو برعکس یې د هغوی د کارونې اراده وکړه، پریکړه یې ونیوه او عمل یې تر سره کړ، پدغسې یو حالت کې یؤ ډؤل تناقض رامنځته کېږي چې د دین په ژبه (کفر) ورته وایي. 
باید په یاد ولرو چې دلته له کافره موخه مطلق کافر نه دی، بلکې موخه ترې جزیي کافر دی چې یوازې د یاد کس له یوې مسلې، مثلاً د نشه یي توکو له قضیې سره تړاو لري چې دا د یاد کس د مطلق کفر احتوا کوونکی نه دی چې د نوموړي ټول  شخصیت تر سوال لاندې راولي. ممکن همدا کس د چاپیریال، له ناچارو سره د همکارۍ، د ګاونډي د حقونو او دې ته ورته په لسګونو نورو مسایلو کې د نیک او حق دریځ لرونکی وي، چې د کفر منافي(محوه کوونکی) دی. 
پدې حساب، نوموړی یوازې په یوه جزیي مسله کې کافر شوی( البته دې پراګراف کې مسله د ایماني کفر نه ده، بلکې کفر له انکار او ناسم دریځنیونې ده. لکه له ګاونډي سره له نیکۍ کوونې انکار)، مګر په سلګونو یا زرګونو نورو مسایلو کې داسې دریځ لري چې د د کفر ضد او برخلاف دی او دا وړ دریځ ته ایمان ویل ګېږي. 
پاس ټکو ته په کتو ویلی شو چې کفر د درجو لرونکی دی، او هر کله چې په یوه ځانګړې موضوع کې د اکمال کچې ته ورسي، له دې امله چې په نورو برخو کې یې د انکار حالت نه دی مشبوع شوی او ایماني کچه لري، مطلق کافر نه بلل کېږي. بناً کفر د ویش وړ دی، مثلاً کوچنی کفر او لوی کفر. 
ضمیمه(ژباړن): زما د باور له مخې د لیکوال موخه د کفر له ویشنې د ایمانیاتو په مسله کې نه ده، ځکه د ایمان او عقیدې مسله  تر دې کچې باریکه ده چې له یوه مفهومه کفر او انکار د ټول ایمان او عقیدې د انکار سبب ګرځي مثلاً د عقیدې په مسله کې په عین حال کې په خدای باور او د جزا له ورځې انکار، د ایمان د مطلق زیان سبب کېږي.د لیکوال موخه په ځینو اعمالو او معاملاتو کې د انکار بحث دی، کټمټ لکه پورته مکرر ذکر شوی مثال چې د مخدره توکو په اړه راوړل شوی. یعنې که له ځینو کړنو انکار وشي، منکر او تارک یې کافر نه بلل کېږي، بلکې د یوه امر د نه پځای کولو او له یوې نفي د نه لریوالي مسئول به وي. دا بحث ځکه باید عام شي چې په افغانستان کې عامه ذهنیت په دا وړ جزیي مسایلو نور تکفیروي، ګني تقریباً نوره ټوله اسلامي نړۍ پدې باور دي چې د تکفیر معیار د عمل ترک یا اجرا نه دی، بلکې انکار دی. 
 
کافر هغه چا ته وایي چې په پریکړه نیونه کې د هغه ټول د لاسرسي وړ موارد لکه پوهاوی، عاطفه، اراده و عمل، هغه هم نه یوازې په یوه یا دوه محدودو موضوعاتو کې، بلکې په پراخه کچه د ده د ژوند په بیلابیلو عمومي او خصوصي رفتارونه کې، د تناقض او ناسموالي سبب شي. که له دې لیدلوري موضوع ته سر ورښکاره کړو، نو هر بد زیان راوړونکی عمل د کفر له کټګورۍ څخه یو یې دی، او په شرع کې ښه ډېر داسې اعمال شته چې په شریعت کې ورته د کفر تعبیرات ورکړل شوي، مګر د اسلام په تاریخ کې اکثرو علماوو پدې اتفاق کړی چې له هغه کفر څخه مطلق یا اکبر کفر نه دی، مثلاً په ځینو احادیثو کې راغلي چې: "بین الرجل و بین الکفر و الشرک ترک الصلاة" (صحیح المسلم) یانې د یو کس لپاره د کفر او شرک ترمنځ پوله لمونځ دی. مګر د علم کلام او عقایدو اکثره معتبر علما وایي چې دلته موخه اکبر کفر نه ده، یانې د ایماني کفر مسله نه ده چې ګواکې د لمانځه په ترک رښتیا هم یو کس د اسلام له دایرې بهر کېږي. پخوانیو اکبر کفر په دې صفت(المخرج عن الملة)  یاد کړی، یانې هغه کفر چې له اسلام له دین/آیین او ایماندارۍ څخه د وتلو سبب کېږي، دارارز په قرانکریم کې هم راغلي دي چې، "و ما یؤمن أکثرهم بالله إلا و هم مشرکون" (سوره یوسف: ۱۰۶)  یانې له دوی څخه ډېری یې په خدای ایمان نلري مګر په شرک.  دا موږ ته راښایي چې ایمان په درجاتو له شرک و کفر څخه د ټولښښېت وړ دی. په یوه نبوي حدیث کې راغلي: "لا یزنی الزانی حین یزنی و هو مؤمن و لا یسرق السارق حین یسرق و هو مؤمن" (صحیح بخاری، شماره۲۴۷۵) یانې هغه څوک چې زنا کوي د زنا پرمهال مومن نه دی، او څوک چې غلا کوي، د غلا پرمهال مومن نه دی. امام نووي په مسلم باندې په خپله شرح کې وایي: هغه سمه خبره چې ټول اهل تحقیق ورباندې متفق دي، داده چې که چېرې د چا ایمان پوره وي، نو پورته کارونه به نه ترسره کوي. او دا لفظ له هغو څخه یې دی چې د یو څه په نفي اطلاقېږي، مګر د نفي موخه د یو شي بشپړه بڼه ده، لکه څنګه چې ویل کېږي: هیڅ علم شتون نلري، تر څو چې ګټه رسوونکی نه وي. یا پرته له اوښه بله هیڅ پانګه نشته، یا پرته د اخرت له ژوند څخه بل هیڅ ژوند نشته. دا تاویل مې ځکه منځ ته راواچاوه چې هغه حدیث چې ابوذر او نورو اصحابو له پیامبر ص څخه روایت کړی، چې فرمایي: هر هغ کس چې لا اله الا الله ووایي جنت ته به داخل شي، که څه هم زنا، غلا... یې کړي وي. پدې باندې د اهل حقو د اجماع سره چې زناکار، غل، قاتل،  او نور د کبیره ګناهونو مرتکبین پرته له شرکه، په نورو ګناهونو نه کافرېږي، بلکه د ناقص او کمزوري ایمان خاوندان به وي. (النووي، د مسلم شرحه، ج ۲، صفحه ۲۳۱). له همدې امله ډېر داسې صفتونه او ځانګړنې شته چې د کفر تعبیر ورنه کېږي، یا د کفر مترادف ایسي، لکه کبر و غرور، ظلم، درواغ ویل، حقد ... .خو یو له دغو هم د ایمان نفي کوونکي نه دي، هو مرتکب به یې ګناهکار شي، خو له ایمانه نه خالي کېږي. دا ناشونې ده چې انسان دې په مطلق ډول له ګناهونو پاک واووسي، پرته له دې چې په ملایکو بدل نشي، چې دا کار ناممکن دی.  هر ځوک په خپل ژوند کې د جزیي کفر په بیلایبلو ډولونو مرتکېبېږي، او د جزیي کفر مسله په دین پورې هم نه ده، دا ډول ګناهونه هم مسلم او غیر مسلم کوي. خو له بله اړخه ایماني چارې چې نیکې چارې باله شي، هم یې په ژوند کې شتون لري او لرلی شی. همدا مسایل دلیل ګرځي چې د کفر مسله بیخي نادره شي او چا ته کافر ویل خپل ادنی کچې ته راټیټېږي. له دې اړخه، کولی شو دا موضوع د انسان له بیولوژیکي وجوده سره تشبیه کړو، پداسې ډول چې هره ورځ د یوه اندازه سالمې غزا په مصرفولو سره، یوه اندازه ګټور پروټین، ویټامین، کلسیم، کلسټرول... بدن ته داخلېږي. دا کار د ژوند د دوام لپاره کافي قوت وربښي، خو د خوږو په خوړولو کې افراط، په غوړو کې افراط، سره شوې غذا، د لوګي تنفسولو، لهداسې ماحوله سره اړیکه ټینګول چې باکتریایي یا ویروسي وي، ددې سبب کېږي چې د انسان بدن ته زیان واړوي. د پاس دواړوو(ګټورو او زیانمنو) موادو شتون د انسان د مرګ سبب نه کېږي، مګر که د پورته دوه متضادو موادو بېلانس په غؤڅ ډول توپیر وکړي، نو ټول بدن به یې له کاره ولوېږي. د کفر او ایمان مسله هم تر ډېره کچه په همدې ډول ده.
 
کافر څوک دی؟
اوس ددې ټولو ټکو په پام کې نیونې سره، کولی شو وپوښتو چې چاته کافر ویلی شو. که موږ هغه چاته کافر ووایو چې د داسې اعمالو ترسره کوونکی وي چې د کفر له جنسه دي، مثلاً جزیي کفر(پورته بحث پرې شوی)، نو ټول انسانان حتی د مسلمانانو اکثریت هم کافر دي، ځکه درواغ وایي، غیبت کوي، او دې ته ورته ډېر نور کفري کارونه هم ترسره کوي. مګر حقیقت دا دی چې دا جزیي کفر دی او په اصطلاح د مخرج عن المله سبب نه کېږي او نه شو کولی په اساس یې څوک کافر وبولو. خو که کافر په مطلق او بشپړ کافر تعبیر کړو، نو پدې حالت کې هغه داسې کس ته وایي چې ټولې چارې یې په ټولو برخو کې د کفر رنګ لري. مثلالً دی پدې باور وي چې یوازینی خدای موجود دی، پدې باور ولري چې نوموړي خدای خپل ځانګړی پیام او تعالیم رالیږلي، او بلاخره پدې یقیني وي چې دا ټول تعلیمات پرته له کوم قید او استثنا واجب الاتباع دي، مګر د دې ټولو برعکس نوموړی پورته ټول موارد له پامه وغورځوي، داسې چې نه یوازې په عمل کې یې پیاده نه کړي، بلکې په نظري لحاظ هم ورسره مخالف واووسي، او داسې موضع خپله کړي چې: 
که څه هم پوهېږم دا دخدای حکم دی، خو بیا یې هم نه منم، په همدې ډول د پیامبرانو، ملایکو، اسماني کتابونو او د اخرت په باب ورته موضع ولري. دا داسې حالت دی چې حقیقي او بشپړ کفر پکې تحقق مومي. د حقیقي او بشپړ کفر تر ټولو ښکاره بېلګه، هماغه ده چې په قران کې د ادم د پیدایښت په مسله کې بیان شوې، چې خدای تعالی پکې ابلیس ته امر وکړ چې ادم علیه سلام ته سجده وکړي، خو هغه له دې سره سره چې پوهیده د خدای امر دی او پدې هم پوهیده که دا کار ونه کړي د جزا لایق به وګرځي، مګر له دې سره سره یې په بشپړ تکبر او غرور د خدای په وړاندې ودرید او کفر یې وکړ. "أبی واستکبر و کان من الکافرین" (بقره: 34) یعنی: سرغړونه یې وکړه او تکبر یې وکړ او له کافرانو څخه و. له دې لیدلوریه، ټول ښه و بد اعمال په هغو مرحلو پورې اړه لري چې له وجودي اړخه باید ورڅخه تېر شو. حتی د عقیدې بنیادي مسایل هم لکه په یوازیني خدای ایمان، په پیامبرانو ایمان، په اخرت... ایمان بلاخره د وجودي فلسفې د څلورو مرحلو له بشپړیدا پرته چې په پیل کې ورڅخه یادونه وشوه، کفر نه بشپړېږي. د بېلګې په ډول، که کوم څوک، په هر علت او سبب د خدای د وجود په باب، د پیامبر د نبوت په اړه، د اخرت د ورځې په اړه، تر مرګ وروسته راتلونکی جهان او داسې نورو په اړه نه وي اورېدلي، نو د داسې کس په اړه د کفر او ایمان مسله له بیخ و بنیاده متنفي ده یانې قابل د بحث نه ده او په هغه هیڅکله د کافر کلمه نشو اطلاقولی، ځکه نوموړی د موضوع په اړه هیڅ تصور نلري، او د نوموې موضوع په اړه یې د پوهاوي کچه په صفري حالت کې ده. کله چې د یوې موضوع په اړه د یو چا د پوهاوي په وړاندې کوم کار خنډ وګرځي، نوموړی معذور ګڼل کېږي، کټمټ لکه هغه کس چې د مخدره توکو په اړه مالومات نلري، په پایله کې نشو کولی نوموړی د یاد کار له امله ورټو. هغوی چې لادینان پیژنل کېږي، که څه هم د ځان لپاره یې دا هڅه کړې وي چې د خلقت په رموزو ځان پوه کړي، مګر د دوی مطالعاتو هغوی ته داسې یو تلقین ورکړی چې طبیعت په خپلو ذاتي اصولو ولاړ دی او کومه میتافیزیکي یا ماوراطبیعي قوه پکې رول نلري، د دوی د اخذ او برداشت له صحت پرته، په دیني لحاظ معذور بلل کېږي، ځکه د دغو مطالعاتو په پایله کې داسې هیڅه هم پلاس نه دي ورغلي چې دوی د خدای په وجود په هغه ډول چې د لویو دینونو پلویانو په ړرباندې باورمند دي، قانع او باوري کړي، دلته د پوهې په ترڅ کې له حقیقت سره مخالفت شوی، او ستونزه د ذهن د خطا په کچه کې ده، نتیجتاً معذور بلل کېږي او نه باید د کافر نوم ورکړل شي. 
دا راز که کوم چا د حقیقت په اړه کوم څه اوریدلي هم وي، مګر هغه تصور چې ده ته ورکړل شوی د درک وړ او قناعتبښونکی نه وي، بیا هم معذرو دی او نه شو کولی کافر یې وبولو. د بېلګې په ډول، هغه وګړي چې اساسً په بیلابیلو فرهنګونو او تمدونونو کې نړۍ ته راغلي، له مسلمانانو سره یې د نړۍلید زاویه توپیر لري او دا بنسټیز توپیر دی. د مسلمانانو د نړۍلید چارچوب توراتي هغه دی، چې د درې واړو ابراهیمي دینونو پلوي پکې مشترک دی.درې دینونه مسیحیت، یهودیت او اسلام. دا درې دینونه د نړۍ د درک او فهم په برخه کې له غربي-یوناني چارچوب سره نیږدیکت لري. په ابراهیمي دینونو کې خدای په ځانګړي او انسان واره بڼه تشریح/تعریف کېږي چې یوازې په لوړتابه کې یې له انسان سره توپیروي. مګر د هند شرقي، چین او جاپان قاموسونه متفاوت بنسټ لري. هلته د خدای تصور په انتولوژیک کانسپت ولاړ دی، مانا خدای ته د انسان اوصاف نه ورکوي، بلکې دوی پدې باور دي چې نړۍ د داسې روح مال دی چې ټول افعال او انفعالات ورګرځیدونکي دي او دا تعالی روح له انساني اوصافو مبرا دی. دا روح په بیلابیلو هندارو کې تجلی کوونکی دی، خو هیڅ یوه له دغو هندارو دی نه دی. 
کله چې د ابراهیمي دینونو پلویان د ختیځو ایینونو پیروانو ته هدای د په انسانواره ډول تعریفوي، نوو د هغوی په ذهن کې غټه تنه لرونکی انسان مصورېږي چې په اسمان کې په یوه لوی تخت ناست وي، چې دا وړ تعریف دوی ته د مننې نه دی. د دوی اذهان دا نه مني چې ګواکې خدای دې د تصور وړ واووسي، فلهذا عقیدتاً د خدای په اړه کمزوري ښیي او بلاخره د هیڅ کومه موضع نیول نه غواړي، نو دوی معذور بلل کېږي. کله چې د دوی لپاره په انسان وزمه خدای باندې د اعتقاد اصل د فهم او درک وړ نه وي، نو پدې اړه ډېر نور لوازم لکه د پیامبرانو لېږل، د اسماني کتابونو نزول، په بله نړۍ  کې راپورته کېدل... دا ټول د دوی لپاره د درک وړ نه بریښي. 
دلته د ستونزې ریښه د پوهاوي او اکاهۍ د سیستم په توپیر کې ده. د انسانانو د پوهاوي سیستم له کوچنیوالي په  یوه ځانګړي فرهنګي قالب کې جوړښت مومي او د دوی د نړۍ لید اساس ورنه جوړېږي، او له هغې وروسته ټولې پدیدې او مفاهیم ددې فرهنګي قالب په چارچوب کې اچوي او د ځان لپاره یې د فهم او درک وړ ګرځوي. دوه انسان چې په بشپړ ډول په دوو متفاوتو فرهنګي قالبونو کې پیدا او رالوی شوي، مثلاً یومسلمان او بل یهودی، د یوه جاپاني یا چینایي په وړاندې له طبیعي ښکارندو څخه د درک و فهم په برخه کې له ستونزو سره مخ ‎دي، کټمټ لکه ژبې چې یې سره متفاوتې دي. دا پداسې حال کې ده چې یو مسلمان د یوه یهودي په واړندې یا یو چینایي د یوه جاپاني په وړاندې داسې نه دي. 
که مثلاً یو مسلمان وغواړي یو جاپانی بوادایي اسلام ته راوبلي، او د اسلام هغه بڼه او موډول چې د تاریخ په اوږدو کې د بیلابیلو اړو دوړو په ترڅ کې رازیږیدلی دی، ور وړاندې کړي، ډېره به سخته وي چې د هغه د مننې او قبلونې وړ دې وګرځي، دا ځکه چې د دوی د نړۍلید زاویه متفاوته او د نړۍ پېژندنې ژبه د دوی ترمنځ مبهمه ده. کټمټ لکه یو څوک چې دوه متفاوت کمپیوتټري پروګرامونه یو له بله سره ونښلوي او بیا هیله ولري چې په ارامۍ یو تر بله اړیکه ټینګه کړي. په هماغه اندازه چې د د بودایی لپاره د مسلمان د خبرې درک او فهم سخت دی، د بودایي درک هم مسلمان ته ستونزمن دی. 
دلته، مخکې له دې چې مسلمان پریکړه وکړي چې له دې ډول فرهنګ او تولنې سره تړلی کس اسلام ته راو بلي او که ویې نه منله نو ډښمني ورسره اعلان کړي، لومړی باید هڅه وکړي چې د هماغه کس ځانګړی نړۍلید د ځان لپاره د فهم او درک وړوګرځوي څو پوه شي نوموړی کس اساساً کافر دی یا نه. که چېرې د هغه بودایي د نړۍلید باورونه له کلیشه یي فرمه رابېل کړو، ممکن ووینو چې نوموړی د اسلام هغه جوهر ته چې لارښوونه یې کوي، تر ډېرو مسلمانانو ورنږدې دی، لکه نوموړی غیر مسلم دا جهان عبث، بې مانا او پوچ ونه بولي، او د قران له تعبیر سره سم د حال په ژبه ووایي چې: "ربنا ما خلقت هذا باطلا" (سوره آل عمران): ۱۹۱ مانا اې ربه دا ټول شیان تا بې فایدې او بابیزه نه دي پیدا کړي. د ټولو کایناتو په چرخش کې د الله تعالی قوت موجود وبولي، او دا د یوې اړتیا له مخې د ژوند منهج وګرځوي چې له بدو کارونو لیریوالی او د ښو هغو ترسراوی، د طبیعت له غوښتنو سره برابر کار دی. پداسې یو حالت کې څنګه ممکنه ده داسې یو کس د کافرانو له ټولي وبولو؟ دی د حقیقت په منلو کې اصلاً هیڅ داسې هڅه نه کوي چې سترګې یې ورنه پټې شي، بلکې حقیقت ته د رسیدنې په پار هڅه او هاند کوي، او داسې فکر کوي چې حقیقت ته د رسیدو لپاره له خپل باطن او درون پرته بله هیڅ کره سرچینه نشته.
که د باورونو له موضوع تېر شو، په عملي لحاظ، انسانان د خپل عادت له مخې هم ښه کارونه ترسره کوي هم بد، قران فرمایي: فالهمها فجورها وتقواها(سورت شمس): کفر د هغو نیکو عمالو د مخنیوي لامل نه کېږي چې د ایمان برخه دي، برعکس د ایمان شتون د جزیي کفر د مخنیوي سبب نه کېږي، یوازیني څه چې تعامل نه سره کوي کامل ایمان او کامل کفر دي او دا خورا کم پېښېږي. یانې بیخي کم به یو څوک ومومئ چې په ژوند دې یې دروغ نه وي ویلي. د ځانغوښتنې لپاره دې نه وي غوسه شوی، هیڅ انسان یا حیوان دې یې نه وي ځورولی... کله  چې بشپؤ کفر د یو چا فطرت و وپوښي، کولی شو کافر یې وبولو، خو لکه څه ډول چې دا کار د په درون پورې اړه لري یانې د انسان عقیده د هغه په زړه پورې تړلې نو د بل چا لپاره یې تشخیص خورا سخت او حتتی ناممکن دی. نو غوره ده،‎حتی لازمه ده د یو چا له کفر بللو او تکفیرولو اساسً ډډه وکړو  او پدې اړه د پریکړې صلاحیت علیم او حکیم ذات ته پریږدو. پدې اړه زما لیدلوری تقریباً د علامه احمد مفتي زاده لیدلوری دی، چې د کردستان یو نومرکی عالم د دوی د دیار شافعي مذهبی مجتهد دی. هغه هم پدې باور ؤ چې په اوس کې غیر مسلمو ته کافر نشو ویلی، ځکه د ده په اند کفر یوازې هغه مهال تحقق مومي چې د دین حقیقت په پوره سموالي خلکو ته وړاندې شي او دین ته رابلونکي کټمټ لکه پیامبر ص اسوه حسنه وي، او مقابل لوري ته هیڅ ډول ګونګتبا او ابهام پرې نه ږدي او ورسته له دې چې د دین ټول حقیقت په ډاګه شو، له منکرانو سره په ازادانه ډول د دشمنۍ لپاره راپورته شي. د هغه له نظره د داسې حالت د منځته راتګ لپاره شرایط نه دي اماده، له همدې کبله غیر مسلم کافر نه شو بللی، حتی نشو کولی د دوی او مسلمانانو ترمنځ جنګ  د کفر او ایمان جنګ وبولو، بلکې دا وړ جګړې د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ جګړې دي چې اساس یې په اقتصدي او سیاسي ګټو ولاړ دی.(علامه کاک احمد مفتی زاده، ایمان او کفر، د کورد د مجهاد ویبپاڼه)
ممکن پدې موضوع کې زما تګلاره د مفتي زاده له هغې سره توپیر ولري، خو هغو پایلو ته چې دواړه رسو، په بشپړ ډول سره ورته دي او په هر ډول حالت کې د داسې تحلیل اساس اخلاقي دی. پدې معنی چې خدای تعالی له هر ډول ستم او بې انصافۍ څخه عادل او پاک ذات بولو، او پدې باور یو چې په قران کې راغلي د کفر او کافر په اړه درانه احکام په هغو کسانو او ډلو پورې اړه لري چې د اسلام د پیامبر د ژوند پر مهال یې د حقیقت موندنې په برخه کې هیڅ ډول ابهام نه دی لرلی. د پیامبر ص د دور پرته نور ټول وګړي که په هر دین او آیین پورې اړه لري، له پورته احکامو مبرا دي. له اخلاقي نظره، لکه څه ډول چې موږ له مسلمانې مور او مسلمان پلار څخه نړۍ ته راغلي یو او پّ میراثي ډول مو دا دین منلی، غیر مسلم هم په همدې ډول له هندو، بودایي، زردشتي، او داسې نورو له غیر مسلم مور و پلار نړۍ ته سترګې پرانیستي او دین یې په میراث وړی دی، خو د ژوند په کړو وړو او چلندونو کې له موږ سره چندانې توپیر نلري. موږ هم که په غیر مسلمه کورنۍ کې زیږیدلي وای، نو مووږ به هم د هماغه رسم او رواج په پل پښه ایښی چې په ارث راپاتې دی. هم زموږ مسلماني او هم د نورو نامسلماني د بیلابیلو علتونو معلوله ده، او باید د نورو عذر درک کړو، او دا به کاملاً غیر اخلاقي وي چې په موروثي دین باندې مختګ د ځان لپاره سم خو د نورو لپاره ناسم وبولو. د عمل په ډګر کې نه مسلمان سر تر پایه بېعیبه دی او نه غیر مسلم عیب لرونکی، بلکې دواړه ډلې په مساوي اندازه د انسان پحیث هم نیک کارونه کوي او هم خطاوې سر ځنې وهي. حتی له اخلاقي لیدلوریه، ځینې غیر اسلامي ټولنې په اسلامي هغو غوره والی لري، لکه جاپان. له دې سره سره، د  مقایسومي دین پېژندنې د علم او د ادیانو د تاریخ له نظره د کفر او تکفیر کوم مفهوم چې موږ پېژندلی، توراتي مفهوم دی چې د یهودیت له قاموسه رازېږېدلی او د تمامیت غوښتنې د نظریې لپاره یوه وسیله پاته شوې. د عقیدوي مخالفانو په وړاندې د تند او ترخو احکامو وړاندې کول د یهودیت له پېره پیل شوې پدیده ده او د کرکې او کینې پر بنسټ ولاړ دیانت له هغوی و نورو ملتونو ته سرایت کړی. نن ورځې یو شمیر یهودي پوهانو هم د نظر پر نويوالي شروع کړې او هڅه کوي د کرکې له دیانته لاس په سر شي، ځکه دا وړ دریځ په اخلاقي لحاظ هیڅ د دفاع وړ نه دی بلکې له دینه د زړه تورونې تالۍ ده. د کرکې او کینې له اسپه راکوزیدل، د خدای د بنده ګانو په وړاندې د پراخ نیتۍ لرل، او د هغوی د برخلیک په باب د نیک نظر لرل، اخلاقي او عقلاني چاره ده چې پوه خلک یې په درک ښه پوهېږي، دا چاره د دین په بهتر ابلاغ کې خورا ښه رول لري. وروستۍ دې دا وي چې موږ نباید ددې شوق ولرو چې د بشریت یوه ستره کتله دې د جهنم برغولی وګرځي. 
پایله:
که موږ مسلمانان پدې وتوانیدو چې د دین په اساسي اصطلاحاتو لکه کفر او ایمان د نظر تجدید وکړو او بېرته د قران د نزول دور ته وروګرځو، له دې اخلاقي او فرهنګي بندیخونې به مو په بریالیتوب عبور کړی وي. پدې سره به مو له نورې نړۍ سره چلند د منافقت پر بنسټ نه وي، بلکې وبه کولی شو په رښتوني ډول له نورې بشري ټولنې سره د ژوند رفتارونه مخته یوسو او د ځان لپاره په نننۍ نړۍ کې غوره تعریف وړاندې کړو. پرته له هغه هم، موږ د اړتیا او ناچارۍ له مخې هم د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره په اړیکه کې واووسو او متقابلې همکارۍ ولرو. خو له بل پلوه په درون کې دوی رټل شوي، لعینان، د خدای له رحمته محروم، چارپایان.. وبولو، دا تناقض او دوه ژبه والی هم د اسلام او هم د نړۍ اخلاقي اصولو او ارزښتونو مخالفه چاره ده. د غیر مسلمو یوه ستره برخه هم پدې باور دي چې موږ دوی کافر، د خدای د لارې منحرف او رټل شوي بولو،  خو له دوی سره د کړو وړو پر مهال زموږ چلند بل ډول وي. البته یو مهم ټکی دا دی چې که غیر مسلم کافر ونه بولو، مانا یې دا نه ده چې د دوی آیین ومنو او ټولو باورنو ته یې د عمل جامه ور واغوندو. د دوی د باورونو د سموالي او ناسموالي مسله بیله ده، خو پدې باید وپوهیږو چې د یوې عقیدې خطا بلل، د هغې د خاوند له کافر بللو سره خورا ستر فرق لري. پدې اړه د مطالعې پخاطر غواړم دوه کتابه درتوصیه کړم، یو د ایمان او کفر د ښې پېژندنې په اړه، په اسلامي کلام کې د ایمان د مفهوم تر عنوان لاندې، چې لیکوال یې توشیهیکو ایزوتسو دی، او فارسي ژباړه یې زهرا پورسینا کړې. او بل د لویو دینونو د ښه شناخنت او د دوی ترمنځ د ورته والي او توپیرونو په اړه د نړۍ د دینونو د معنوي جوړښتونو پنوم کتاب چې لیکوال یې هانس کونګ او فارسي ژباړه یې حسن قنبري کړې، ولولئ.