په خوست کې د ناټو د بمبارۍ په هکله وروستی رارسيدلی رېپوټ

 ناټوځواكونه وايي چې د خوست په صبريو ولسوالۍ يې د ګډو عملياتوپرمهال لس وسله وال طالبان وژلي او نهه نوريې ژوندي نيولي دي، د ناټوپه خبره چې په سيمه كې پېنځه ساعته مخامخ جګړه شوې او په لړكې يې يوماشوم هم وژل شوى او يوماشوم او دوې ميرمنې ټپي شوي دي،   ځايي چارواكوهم دا پېښـه تايد كړې خو د خپلو سرتيرو د شتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
 وسله والوطالبان وايي چې په بريدكې يې پېنځه ملګري او پېنځه ملكي كسان وژل شوي او زياتوي چې په مامخ بريدكې يې ګڼ شمېر بهرني سرتيري هم وژلي دي. خو ناټو دا ادعانه ده منلې
  په جنوب ختيځ زون كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتروايي چې د شنبې په شپه يې د خوست په صبريو ولسوالۍ كې له ملي اردو سره په ګډه عمليات كړي او له وسله والوطالبانوسره يې پېنځه ساعته جګړه شوې، خبرځاى زياتوي چې په لړكې يې د حقاني ډلې يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي او نهه نور يې ژوندي نيولي دي، د دوى په خبره چې په جګړه كې يوماشوم هم وژل شوى او دوې ميرمنې او يو بل ماشوم هم ټپيان شوي دي، ناټو وايي چې وسله وال په كورنو كې وو، ځكه خو ملكي خلكوته هم پكې مرګ ژوبله رسيدلې ده، بهرنيوځواكونو د خپل زيان په اړه معلومات نه دي وركړي.   خو زياتوي چې د پېښې په ځاى كې يې وسلې او له چاوديدونكوتو ډك واسكټونه هم موندلي دي.  
 د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزي هم د دې پېښې تايد كړى خو دا يې نه دي ويلي چې افغان سرتيري ورسره ووكه نه وو.
د وسله والوطالبانو يوتن وياندذبيح الله مجاهدبيا وايي چې په بريدكې يې ګڼ شمېر بهرني سرتيري وژلي دي، مجاهد د خپلو پېنځوملګرو وژل هم منلي اوزياتوي چې پېنځه نور ملكي كسان وژل شوي دي خو ناټو خپلو سرتيرو ته د  زيان اوښتو ادعا نه ده منلې.