د ملا اختر محمد منصور حفظه الله څخه زموږ خوارانو ګيله:

 
زموږ درنه  او قدر منه مشره، موږ تل لاس په دعا وو چې يا الله (جل جلاله) ته موږ ته داسې يو نيک مشر نصيب کړې، چې عدالت قائم کړي، د ظالمانو مخه ونيسي، مظلومان له ظلم خلاص کړې خو دا ارمان مو تر اوسه پوره نه شو، کله چې الله (جل جلاله)  موږ ته کوم مشر په نصيب کړي، لومړی موږ ډير خوشحاله وو، موږ داسې فکر کوو چې الله (جل جلاله) مو سوال قبول کړ خو چې ورځ تيرېږي، زموږ آرمانونه له خاورو سره خاورې شي هغه داسې چې مشر مو يو څه کوي، خو له ده ښکته کسان (ملګري يې) بل څه کوي، چې نمونه يې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ ديوه دلګی مشر سباون اعمال دي، کيدای شي د [سباوون] په شان نور دلګی مشران هم وي خو زه فقط د [سباوون] ظلمونو ته اشاره کوم.
هغه داسې چې زموږ امير وايي، د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مه مخ کوئ، د کندوز ولايت په فتحه کې د اسلامي امارت اعلاميه کې راغلي و، چې مجاهدينو، د ملکي خلکو ژوند ته خطر، د عامو خلکو مالونه، ........ شيان در څخه ضايع نه شي.
[سباوون] بيا د امريکايانو او د ملي اردو ملي امنيت.... په ځای د ملکي مامورينو، ملکي ډاکټرانو، معلمينو....... سره داسې ظلمونه کوي چې تر اوسه پورې اربکيانو هم نه وو روسره کړي.
[سباوون] او ظلمونه يې:
۱- د [[سباوون]] د منصب ( دلګی مشری) ته رسيدل، د حکمت الله [[سباوون]] د وه وروڼه هر يو حزب الله [[سباوون]]، معتصم بالله [[سباوون]] ډير د نيکو اخلاقو څښتنان و، خو رښتيا خبره ده چې الله (جل جلاله) خپل دوستان ځان ته ورغواړي هغوی دلګۍ مشران وو چې د صليبي يرغللګرو لخوا په شهادت ورسيدل او د هغوی وظيفه ( دلګۍ مشري) ده ته په ميراث سره پاتې شوه ته به وايي چې شاهي نظام دی.
۲- څوک چې پيسي لري هغه د [[سباوون]]  ملګري دي او څوک چې پيسې نه لري هغه د ده دښمنان دي، دا څنګه؟ دا داسې زما پلار د پوهنې په برخه کې دنده ترسره کوي، خو معاش یی کم دومره کيژي چې د کورنۍ اقتصادي ستونزې ورباندې حل کړي، او د خپلې ځمکې عشر او زکات همدې [[سباوون]] ته ورکوي تر څو خپل مقدس جهاد ورباندې وکړي، همداشان کله چې صليبيان چاپه ووهيي بيا هم زموږ کورنۍ په دې غم کې وي چې کاش يو طالب دلته زموږ کره راغلی وای او موږ په خپل تکاو (زيرزمنۍ) کې پټ کړی وای خو [[سباوون]] دومره نمک حرام دی چې دې شيانو ته نه ګوري فقط پيسې پيژني نه اسلام پيژني او نه د شهيدانو ( خپلو وروڼو)  وينو ته ګوري، فقط چې دده جيب ډک وي. د ۱۳۹۴ کال په اتمه مياشت کې د همدې [[سباوون]] په هڅو د وردګو والي دې ته قانع شو چې يوه اخطاريه خپره کړه چې نور به هغه څوک چې د دولت په چوکات کې دنده ترسره کوي کورونو ته  به نه راځي که هغه معلم وي که ډاکټر، که انجينير......
نو زما پلار هم کورته دوه مياشتې د همدې اخطاریی له مخې را نه غی، او هغه کسان چې معاشونه یی زیات وو او ډېرې پيسې يې درلودې هغه به خپلو کورونو ته له وظيفو څخه تلل او راتلل خو همدې [[سباوون]] هيڅ هم نه ورته ويل، موږ به چې له يوه او بل چا څخه پوښتنه وکړه چې دا څه کيسه ده په جومات کې خو د طالبانو اخطاريه هم شته او زموږ د کلي آمر صاحب خپلې وظيفې ته کابل ته ځي او راځي همداشان د ده زامن او نور خلک هم له خپلو وظيفو څخه ځي اوراځي، خلکو به ويل چې په دوی باندې [سباوون] د مياشتې (۳۰۰۰) افغانۍ مقررې کړې هغه ورکوي نور دوی آزاد دي، زړه مې ډیر بد شو هغه داسې چې زما د پلار خوارکي ټول معاش (۸۰۰۰) زره وو چې په هغه کې به يې د مياشتې (۴۰۰۰) ماته راکولې د دې لپاره چې زه محصل يم او خپل تحصيل مخ په وړاندې ورباندې بوزم نو فکر مې ځکه خراب شو چې که مې پلار دري زره دوی ته ورکړي او څلور زره ماته نو زر روپۍ ایله د ده د تګ او راتګ کرايه شي نو کورنۍ ته به مو هيڅ هم پاتې نه شي چې ورځني مشکلات ورباندې حل کړو، په هر صورت ماښام له جومات څخه کورته راغلم له ډوډۍ وروسته مې وړې خورکۍ وويل زموږ پلار جان ولې نه راځي، موږ هم مجبوره شوو پلار ته مو تلفون وکړ چې کورته راځه ځکه ستا په شان ټول د دولت کارکوونکي ځي او راځي سبا ورځ د مولود شريف رخصتي هم ده پلار مې کور ته راغۍ موږ هم ډير ورته خوشحاله شو، ده هم په ډيره خوشحالۍ سره وويل چې آمارت اسلامي داسې يوه اعلاميه خپره کړې چې زموږ په نوم ټول اخطار ليکونه جعل کاران جوړ وي او هغه ټول باطل دي موږ چاته اخطار نه ورکوو، همداشان يې وويل چې د ملا اختر محمد منصور مخابره وي وينا مې هم وکتله چې د ملکي خلکو  د ښه ژوند لپاره يې مجاهدينو ته ډيرې لارښوونې کړې وي په همدې خبرو باندې لګياوو چې  يو نا څاپه  طالبان راغلل او پلار مې يې له کور څخه ويوست او ورته يې وويل چې ته ولې راغلی یی زموږ اخطاریه پاڼه تا ونه ليده، پلار مې ورته وويل چې ګوره او وروره خو زما پشان ټول کسان ځي او راځي تر دې چې زما آمر صاحب هم خپل کورته ځي او راځي هم هغه زما سره يو ځای راغی [سباوون] ورته وويل چې ته اوس د آمر سره د ځآن سموې هغه خو مجاهد دی، پلار مې ورته وويل چې هغه څرنګه جهاد کوي خو ټوله هفته زما سره د ولتي وظيفه اجرا کوي او د جمعې په ورځ خپل کورته راځي په دې خبره سره مې يې پلار زموږ ( زما د مور، خويندو، او ماشومانو وروڼو په مخ کې سخت ووهلو) او له ځان سره يې يوړ، دا شپه ما او زموږ د کورنۍ ټولو غړو تر سهاره په ويښه تيره کړه، سهار جومات ته لاړم تر څو يو څوک پيدا کړم چې د پلار کيسه مې ورته وکړم کله چې جومات ته لاړم هلته  نور طالبان ناست وو هغوی راته وويل ښه شوې چې راغلې موږ د شپې له پيرې څخه راغلي يو موږ ته چای راوړه چې د شپې ډوډۍ مو هم نه ده غوړلې، زړه نازړه شوم دوی هم راباندې پوهه شول ويل يې ولې داسې اوتر اوتر ګورې ما ورته وويل چې پلار مې د شپې طالبانو بوتلو دوی وويل څوک وو طالبان او ولې يې بوتللو؟ ما ورته وويل [سباوون] او ملګرو يې ددوی هم فکرونه خراب شول، مخابرې يې چالاندې کړي يوې او بل طرف ته يې په [سباوون]، سنګر او داسې نورو چيغي وکړې خو چا ځواب ور نه کړ دوی وويل چې ته داسې وکړه چې نظامي کميسون ته عريضه وکړه، او دايې هم وويل چې د معارف، او صحت عامي کسان د امارت لخوا په ټول افغانستان کې آزاد دي، موږ هم نه پوهيژو چې [سباوون] ولې داسې کار کوي او د ملکي خلکو او امارت ترمنځ فاصله پيدا کوي، هسې په موږ باندې دا جوماتونه او د خلکو ډوډۍ او همکارۍ بنده وي، چای پاتې شو، په همدې وخت کې زموږ د کلي يو سپين ږيری هم راغۍ ويل يې څه خبره ده ما مې د پلار کيسه ورته وکړه، هغه هم سر کوږ کړ ويل يې چې دا بغيرته او نمک حرامه سړی دی تيره ورځ يې زموږ که ډوډۍ وخوړه د مڼو د عشر پيسې مې هم ورکړي خو د ده په هغه باندې چاره ونه شوه، ته لاس يې ونيولم ويل يې ته راځه له ځان سره يې کلي ته بوتلم هلته يو څو نور سپين ږيري هم راپيدا شول خو څه سر د ګرځوم دري شپې ورپسې ګرځيدو دريمه ورځ يې ماته وويل چې ته کورته لاړ شه [سباوون] زموږ سره وعده کړې چې تاسو راشئ خو زوی يې مه راولی زه به يې په ضمانت سره خوشی کړم چې بيا به په معارف کې کار نه کوي او که يې کوي د مياشتې (۳۰۰۰) زره روپۍ به مجاهدينو ته ورکوي چې هغه جهاد ورباندې وکړي، زه کورته راغلم کله چې کورته راورسيدم، په کور کې مو بد حال و،  د وړوکې خورکۍ په مخ مې د اوښکو لارې جوړې شوې وي، مور مې هم له ډيره غمه ويده وه کله چې راويښه شوه ويل يې د پلار د څه حال شو مړ دی که ژوندۍ ما ورته وويل مورجانې ژوندی دی ويل يې ډاکټر ته مې بوزه چې سر مې ډير درد کوي، او ځمکه راته ګډيږي کله مې چې ډاکټر ته بوتله ډاکټر ويل د دې په اعصابو باندې زيات بوج راغلی دی، دواء يې راکړه چې دا دواء دې وخوري الله به يې روغه کړي، کله چې له ډاکټر څخه کورته راغلو ښه وو پلار مو هم راغلی و، خو کله يې چې له ماسره ستړي مه شي کول په ډير تکليف باندې راپورته شو او د اخ اخ اخ نارې يې وهلې، ولې پلاره څه چل درباندې شوی دی، پلار مې راته وويل پوښتنه مه کړه دظالم زوی دومره وهلی يم چې ولا که کافر هم دومره ظلم په چا باندې وکړي، خو څه سر د ګرځوم مخکې مې د مور مريضي وه اوس مې د پلار هم شوه ډاکټر ته لاړو ډاکټر ويل د ده عکس واخلی کيدای شي پوښتۍ يې ماتې شوې وي، کله چې شفاخانې ته ورسيدو عکس مو يې واخيست ډاکټر وويل چې پوښتۍ يې نه دي ماتې شکر دی خو دواء او ملم يې راکړ چې په دې ملم يې د ملا غوړوي الله به يې روغ کړي.
۳- [سباوون] چې کله پوهه شي چې د پلاني کس نه څه پيسې ترلاسه کيږي بيا داسې شي چې له ده څخه د پاکستان، افغانستان، ايران پوليس هم ښه دي ځکه هغوی چې په کوم موټر کې زنانه وويني بيا که په هغه موټر کې هر څومره شکمن سړی وليدل شي خو د زنانه وو په احترام سره هغه موټر نه دره وي، خو [سباوون] بر عکس چې لس ورځې مخکې يې د ادم خيلو د کلي يو ځوان چې په پوهنتون کې محصل و او د محصلی تر څنګ يې يوه استادي هم په يوه خصوصي مکتب کې درلوده، په لاره کې په داسې حال کې له موټره ښکته کړ چې انا بيچاره يې هر څو زاری ورته وکړې چې دا څه کوئ ولې يې له کوره نه بيايۍ که يې څه کړي وي، اوس يې زما په خاطر پريږدی ما ډاکټر ته بيايي مريضه يم ده ورته وويل: چې خوله دې پټه کړه چې خوله دې درباندې ماتوم، زړې انا وويل چې دا څرنګه طالب دی په دوی پسې به ما شپه ورځ لاسونه پورته کړي و چې خدای يې د کامياب کړي دا خو له اربيکانو هم ظالم دی، هغه ځوان يې هم بيولای و يوه ورځ وروسته يې بيرته په داسې حال کې خوشئ کړی وو چې د جيب مبايل يې هم ورڅخه اخيستی وو.
او ورته يې ويلي وو چې کله به ورځ استادی ته ورغلی وي بيا د خبر وي.
نو اوس موږ نه پوهيژو چې د چا ومنو: ستا ومنو که د سباون .
نو د الله په خاطر نور [سباوون] ته ووايه چې زموږ سره داسې چلند وکړي لکه د نورو ولسواليو طالبان يې چې له عوامو سره کوي.
سباون ته ووايه چې نور پلرونه د ښځې او زامنو په مخ کې نه وهي.
سباون ته ووايه چې  د الله په خاطر په موږ ظلم نه کوي.
سباون ته ووايه چې د شهيدانو د وينو سره ظلم نه کوي.
سباون ته ووايه چې د وروڼو د شهادت نه بده استفاده مه کوه هغه داسې چې د ده دوه وروڼه شهيدان شوي دی اوس د هغوی په خاطر په هر څه کې معاف دی چې چاته ووايي هغوی وايي د ده وروڼه شهيدان شوي، د امارت مشران هم څه نه ورته وايي، نو د الله په خاطر [سباوون] ته لارښونې وکړی کنه له دندې يې ګوښه کړی په ځآی يې بل څوک مقرر کړی ګنهګاریژی خونه.
که تاسو وايی چې الله (جل جلاله) به رانه پوښتنه وکړي چې د ده وروڼه شهيډان شوی وو، دی مو ولې له دندې څخه لري کړی، نو زه وايم چې په دې اړه بايد سړی د اسلام تاريخ مطالعه کړي.
سباون ته ....................
........................
نو زموږ قدرمنه اميره موږ د سباون د ظلمونو خلاص کړه کنه په اخرت کې به زموږ لاس او ستا ګريوان وي.
او که زما عاجز ليکنه نه مني نو بيا  د الله (جل جلاله) په خاطر د وردګو د چک ولسوالۍ طالبانو پوښتنه له نژدي د بل چا څخه وکړه.
او د لاندې اخطاريه پاڼو پوښتنه ترې وکړه، چې له امله يې ډير خلک په بهرونو کې د ماهيانو خوراک شول.
د تاسو ويبپانه وايي: چې زموږ له طرفه ټولې اخطاريې باطلې دي، او زموږ له لاسه څوک جرمني او ارپا ته نه دي تللي، هغه ټول د دولت د بي کفايتۍ له امله تللي او د ماهيانو خوراک شوي، خو زه وايم دا رښتيا ده چې څه د دولت بې کفايتي ده خو زموږ د ولسوالی زيات خلک د همدې اخطاريو له لاسه چې د [سباوون] او ملګرو لخوا يې هر کال په عمومي ډول خپريژي خپل ګران وطن پريږدي څوک ايران، څوک ارپا څوک جرمني ته ځي چې په پای کې کم خلک هدف ته رسيږي او زيات يې په بهرونو کې دماهيانو خوراک کېږي.
نو زه وايم چې که تاسو اخطاريې په رښتيا باطلې اعلان کړې وي او څوک يې چې جوړوي هغه مو جعل کاران بللي وي نوراځۍ لومړی خپل جعل کاران له خپلو ليکو لرې کړئ بيا د ويب پانې له لارې تاسو اعلان وکړی چې زموږ په نوم اخطاريې ټولې باطلې دي.
هغه اخطاريه پانې چې دوی د خپل ځان او پيسو راټولولو لپاره قانون ګرځولې په لانډې ډول سره دي: