چی په خره د زور نه رسیږی، په کته یی خوله مه لږوه!

په دی ورستیو وختونو کی د عامو خلکو مرګ ژوبله د طالبان لخوا د ځمکني ماینونو په واسطه  په بی ساری ډول ډیره شوی ده، هیله ده طالبان دی موضع ته پاملرنه وکړی. په داسی حال کی چی یرغلګر خو   هسی هم په عام ولس باندی بمونه اچول او اچوی  یی او هیڅوک نه شته چی تری پوښتنه وکړی او د دوی لپار چی هر افغان  یی که د طیاری په بمبارد کی وژل کیږی او یا د کوم افغان په کور چپه اچوی او بیګنا وګړی  وژل کیږی هیڅ معنی نه لری ځکه چی ددی لپاره راغلی دی چی افغانان ووژنی. د امریکایانو لپاره د طالب او کوم بل افغان تر منځ کوم توپیر نه شته ټولو ته په یوه سترګه ګوری.
 بله خوا طالبانو په عام ولس پسی راخیستی ده هغه هم په پشتنو پسی نه ورته ښوونځی پریږدی، نه روغتون او  نه د پشتنو په سیمه کی چا ته د دی اجازه ورکوی چی کوم د ابادی کار وشی یعنی نه پریږدی چی کومه ښوونځۍ جوړه شی یا کوم کتنځۍ او نه اجازه شته چی کوم سړک جوړ شی. دا خو یی لا څه چی اوس طالبانو د عام ولس مرګ په ځمکنی ماینونو باندی له حده ډیر کړی دی داسی ورځ نه وی چی له لسو زیات ملکی وګړی په ځمکنی ماینونو باندی نه وژل کیږی.
که امریکایان بی ګناه افغانان د طیارو په بمبارد او یا یی په کورونو چپه اچول  کیږی او په هغه کی عام وګړی وژل کیږی د هیڅ افغان لپاره د قبول وړ نه دی او ټول افغانان یی په کلکه غندی. خو که  طالبان په عامو لارو کی  ځمکنی ماینونه خښوی او بیا په هغه ماینونو باندی عام ولس له منځه ځی د اسلامی او انسانی اصولو لری کار دی او طالبان باید له داسی کړنو څخه جدی ډه ډه وکړی. او د طالباند دغه عمل هم افغانان په کلکه غندی.
تاسو فکر وکړی چی یو څوک له کوره روانیږی او ځی ښار او یا بلی سیمی ته تر څو خپل مطلب پوره کړی، یا یی په کور کی کومه ناروغی وی، او یا خپلو ماشومانو ته د یوی خولی د ډوډۍ د پیدا کولو لپآره د کوره راوتي وی او په لار کی یی ځمکني ماین ښکار کړی او پری  والوزوی نو ایا دا کار به په اسلام کی جواز ولری؟
طالبانو! داسی جهاد لکه چی تاسو شروغ کړی دی د لوی پیعمبر محمد ص له ارشاداتو سره کاملآه په ټکر کی دی. دا ځکه وایی  کله به چی معمد ص د کفارو سره جهاد کاوه نو مجاهیدینو ته به داسی وینا او لارشونه  کیدله چی سپینږیری، تورسری او د ماشومانو د مرګ څخه چی  مستقیمآ په جګړه کی نه وی ډه ډه کوی یعنی نه به یی وژني. اود کوم کور دروازه چی تړلی  وی ورباندی به غرځ نه کوی. نو لا خو دا دروغ دی چی د اسلام ستر لارښود محمد ص په دی ډول جهاد کړی دی لکه چی یادونه یی وشوه او یا خو تاسو طالبان د اسلام د اصولو مخالف جهاد کوی.تاسو خو کفار نه بلکی مسلمانان وژنی او هغه هم د اسلام او د جهاد د اصولو سره په ټکر کی.
طالبانو ! لږ فکر وکړی  او  د عامو خلکو د وژنی هغه هم په ځمکنی ماینونو باند مه وژنی دا د الله ج بنداګان دی او د اسلام مبارک دین هم د الله ج څخه مسلمانانو ته رالیږل شوی دین دی. د اسلام ساتنه چی الله ج ونه کړی تاسو یی نه شی کولای. دا بی ګنا ه افغانان ستاسو بنده ګان نه دی او نه یی د وژلو حق لری نو نور مه پر ولس ظلم کوی او مه خپل ځانون ګناه ګار کوی. ځکه په مخکی مو اخرت راروان دی او اتلس زره قوم به ولاړ وی او تاسو به بیا په هغه ورځ ددی ځمکنی ماینونو ځواب نه شی ویلی نو له دی کاره جدآ ډه ډه وګړی. په خدای ج باور وکړی چی ستاسو په دی عمل سره  یرغلګری قواوی خوشحالیږی او باور وکړی چی ګته یی هم بیګناوو ته رسیږی او په هیڅ وجه یی ګټه  اسلام او طالبانو ته نه رسیږی بلکی ستاسو په مقابل کی د ولس لخوا کرکه پیدا کیږی او ولس درڅخه نفرت کوی. 
 
 اسد