خوست: د ناټو په بمباريو کې لس تنه وسله وال وژل شوي

خوست
خبرياله : اسيا
په خوست کې ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې لس وسله وال طالبان وژلي او همدومره نور يې نيولي دي.
ناټو ځواکونو وايي، چې ياد شوى هوايي بريد يې تېره شپه د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د ګلدار په سيمه کې هغه مهال تر سره شو، چې وسله والو طالبانو د افغان اوناټو ځواکونو په يوه ګډه ګزمه بريد وکړ.
د سرچينې په وينا په دې هوايي بريد کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يوولس نور ژوندې نيول شوي دي او دغه راز يو ماشوم وژل شوى، دوې مېرمنې او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
د ناټو ځواکونو په وينا په نښته کې ټپيان شوي ملکي وګړي دا مهال په خوست کې د دوى په پوځي اډه کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت ښه دى.
د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاق زي هم دغه وسله واله نښته تاييد کړې او ويلي يې دي، چې په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو ته ياده شوې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى وايي، چې د نښتې په ترڅ کې په ځانمرګو بريدونو کې کاريدونکي يو شمېر واسکټونه او يو شمېر نوره سپکه وسله هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په نښته کې د دوى ملګرو سخت مقاومت کړى او افغان او ناټو ځواکونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي په نښته کې د خپلو پنځو ملګرو وژل کيدل هم منلي، خو وايي، چې نيول شوي کسان  د سيمې اوسيدونکي دي او په دوى پوره هيڅ اړه نلري.