افغانستان او د لویو قدرتونو مړوستون

افغانستان یو مسلمان هېواد دی، هغه هېواد چې په تاریخ کې د امپراطوریو د هدیرې په نوم یاد شوی دی، د میلاد نه ۳۲۹ کاله وړاندې سکندر مقدوني په دغه خاوره یرغل وکړ کوم چې ددې وطن د خلکو د سخت غبرګون سره مخ شو، په یو وخت کې مې یو نثر کوت چې خلاصه یې داسې وه، کله چې سکندر مقدوني پر باختر او یا اوسني افغانستان برید کوي نو دی د افغانستان د خلکو سره په جنګ کې تر پوزې را رسیږي، نوموړی خپل مشهور استاد ارسطو ته لیکي چې نور زه حوصله نشم کولای، د باختر خلک ډېر سرکشه خلک دي، دوی هیڅ قانون ته غاړه نه ږدي او نه هم له جنګه لاس اخلي، نو اوس ضرور بولم چې د دوی ښځې او ماشومان هم قتل عام کړم، تر څو د تل لپاره د دوی څخه ځان بېغمه کړم، ارسطو د لیک ځواب ورکوي او سکندر ته وایي، د باختر خلک او خاوره د غیرتونو خلک او خاوره ده، ته هیڅکله دا فکر مه کوه چې دوی به په زور مات کړې، که د دوی ځوانان، زاړه او واړه او همدارنګه ښځې ټول ووژنې بیا به هم دغه ولس له خپلې ارادې لاس په سر نشي او نه به هم تا په ارامه سا اخبستلو ته پربږدي، د دوی ټول خلک، غرونه، درې، سحراوې، کاڼي اور نور د همت او شهامت نمونه ده، خو ته یوازې په مهربانۍ او ښه نیت د دوی زړونه لاسته راوړلای شې او د دوی په زړونو حکومت کولای شې او بس.

له دې وروسته ډېر نور قدرتونه لکه چنکېز خان، هندي مغول، صفویان، انګرېزان او روسان دغې خاورې ته راغلي کوم چې یوازې یې په خپل زور او امکاناتو اتکا کړې، چې پرته له ماتې یې نور څه نه دي تر لاسه کړي، د امریکایانو راتګ افغانستان ته د ځینو افغانانو لپاره یو اشغال و، خو ولې په لومړیو کې ځینو افغانانو بیا دا د امریکایانو ښه نیت بللی و، مګر کله چې امریکایان په افغانستان کې د سترې سهوې مرتکب شول چې دا سهوه په واقعیت کې د افغانانو او په خاص ډول د پښتنو په کورونو د ځینو متعصبو او خودغرضو خلکو په فرمایش چپې وروړل وو، نو ور سره د امریکایانو پر ضد یو پاڅون پیل شو چې نه یوازې امریکایان یې تر پوزې را وستل بلکې د افغانستان اوسنی نظام یې د خطر په پاڼ وداروه او اوس امریکا د دې پر ځای چې په افغانستان د جوړ نظام بقا تضمین کړي یوازې د خپلو ګټو په خاطر له افغانستانه وزي چې له دغه پېغوره امریکایان تر ابده ځان نه شي خلاصولای.

پښتانه د افغان خاورې اصلي سیاسي وارثین بلل کیږي خو کله چې امریکا او ناټو دغه واقعیت درک نه کړ، نو اوس یې نتیجه منفي او هغه ارمانونه چې دوی به ویل؛ تر کالونو کالونو په افغان خاوره کې اډې او پوځي تاسیسات ولري په اوبو ور لاهو کړل او اوس د شرمه ډک وتل به ورته په تاریخ کې یوه توره پاڼه وي، افغانان ډېر کړاو زغمي خو په دین او ناموس تیری ورته هیڅ د منلو نه دی او دغه د دیني ارزښتونو، ناموس او کور ساتنه یې د ژوند کولو اساسي سره کرښه ده چې هیڅکله به ترې لاس په سر نه شي.

په افغانستان کې هر بهرنی قدرت یوازې ځان ته ګوري او یوازې په خپلو مادیاتو عقیده لري نو ځکه دوی له زور او جبر څخه کار اخلي چې وروسته بیا پيښمان وي، خو دا پيښماني ورته هیڅ ګټه هم نه کوي او په دې نه پوهیږي چې هغه څوک چې په یو خدای عقیده لري، یوازې د خدای او خپل وطن لپاره جنګ کوي، نوهیڅکله ماتې نه مني او بالاخره خپل هدف ته رسیږي.

یوه خبره دا چې زه یې باید یاده کړم هغه دا ده چې هغه څوک چې امریکا دې ته مجبوروي چې له افغان خاورې ووزي نو د هغوی له وتلو وروسته ممکن د کابل سقوط کول او نیول هم ورته ممکن وي، خو بیا هم دغه ډله افغانان وایي چې دوی نه غواړي چې کابل په زور ونیسي، نو له دې دا څرګندیږي چې هغوی په جنګ باور نه لري او غواړي چې د سولې له لارې یوه تعامل ته ورسیږي او نه هم غواړي چې دا وطن یو ځل بیا وران شي، نو بنا پردې د سولې یو طلایي فرصت پیدا شوی چې هیڅوک باید ترې غافل نه شي، نه باید طالبان دا موقع وبایلي او نه هم افغان حکومت، دواړه باید یو بل ومني او بغیر له دې به دواړه لوري په زیان کې وي.