افغان دولت د اوربند غوښتنه کوي، کوم چې طالبان یې نه مني، طالبان فکر کوي چې که چېرې دوی د اوربند اقدام وکړي نو حتما به د سولې په پروسه کې پلمې ډېرې شي چې نتیجه به یې منفي وي، نو لازمه ده چې لومړۍ په ځینو نورو مواردو هوکړه وشي؛ افغان دولت داسې غوښته کوي چې فرضا که د سولې خبرې له ناکامۍ سره هم مخ کیږي، ولې اوربند باید حتما اعلان شي، بالمقابل طالبان فکر کوي که چېرته سوله نه کیږي نو اوربند ته هم ضرورت نشته.
اوس افغان دولت نور انعطاف ته هم اماده شو، په رسنیو کې داسې خبرې خپرې شوي دي چې افغان حکومت طالبانو ته د داسې جمهوري نظام وړاندیز کړی دی چې طالبان خپل ځان په کې وویني او طالبانو غوښتنې په کې ومنل شي، خو دا چې طالبان دغه خبرو ته څومره ارزښت ورکوي نو دا به په راتلونکې د سولې دویم مذاکراتي پړاو خبرو کې واضح شي، طالبان چې په کوم دریځ کې د سولې خبرو ته راوتلي تر ډېره یې خپل موقف واضح دی، افغان حکومت کې خپل منځي مشکلات هم زیات دي داسې ښکاري چې د دوی په مذاکراتي پلاوي کې د شاملو ټیمونو د کسانو تر منځ فکري فاصله لیدل کیږي، چې دا هم د افغان دولت لپاره د ضعف ټکی دی، په افغان دولت او هیأت کې داسې کسان هم لیدل کیږي چې کاملا د سولې مخالف دي، دوی په ډول ډول خبرو د سولې خبرو مخکې خنډونه جوړوي، په دوی کې ځینې داسې فکر کوي چې ممکن د راتلونکي نظام په شتون کې د دوی عشق عشرت ختم شي او بیا به د دوی جوش و نوش او کار خراب شي، ځکه دوی اندیښنه کوي چې که چېرې د طالبانو په خوښه اسلامي حکومت قایمیږي نو په دې کې د دوی ذایقې او د زړه لذت ته صدمه رسیږي، د غرب د دیموکراسۍ ارزښتونه به ورانیږي او هر څه په نوي بڼه پیلیږي، چې په دې توګه دوی ته د طالب یا د اسلامي نظام موجودیت د زغملو نه دی، دویم هغه کسان دي چې دوی په یوه وخت کې مجاهدین بلل کیدل خو وروسته یې د جهاد په ارزښتونو پښې کیښودې او هم یې د طالبانو سره جنګونه وکړل د دې جنګونو په لړ کې یې په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا د بمباریو په وخت کې د امریکا د عسکرو رول ادا کړ او مظلوم افغان طالبان یې د امریکایي الوتکو د بمونو په زور داسې وځپل چې تاریخ به یې هیڅ کله هېر نه کړي، دوی په ۱۹۹۲ م کال کې چې کله کمونېست نظام نسکور شو د ببرک کارمل تاجک پرچمي ملګرو او پخوانیو ملحدینو سره ایتلاف وکړ چې نتیجه یې د افغان جګړې دوام او د طالبانو را منځ ته کیدل شول چې وروسته طالبانو پسې واخېستل او دوی د شمال او پنجشېر په غرونو ترې ننوتل، چې بیا د امریکا د لاس اله شول او په زرګونو طالبان یې ووژل، دوی چې کله کابل ونیو، په کابل او نورو ولایتونو په روغتونو کې یې زخمي طالبان هم وویشتل، دوی داسې وانګیرله چې افغانستان یوازې د دوی میراث دی، نور هیڅوک په کې حق نه لري، د دوی موقف هماغه د متعصب ببرک کارمل فاشیستي موقف دی کوم چې د افغانانو د ملي وحدت د له منځه وړلو باعث شو، دوی وایي دا چې په افغانستان کې زیاتره پښتانه اوسیږي او د دې خاورې د ملا تیر جوړوي، نو که چېرته طالبان راځي نو دا چې طالبان اصلا د پښتنو زیات ملاتړ له ځان سره لري نو په دې سره به د دوی اشرفي ژوند او بې مهاره واک له ګواښ سره مخامخ شي، دوی غواړي د تل لپاره د اقلیت واک په اکثریت پاتې شي، نو ځکه خو کله د مقاومت د دویمې جبهې د جوړیدو خبرې کوي او کله نور نور څه وایي.
د سولې د خبرو په دویم پړاو کې به د راتلونکي نظام په جوړښت او د هغه پر محتوا بحث کیږي خو افغان ولسمشر بیا د موقت حکومت د جوړیدو سره سخت مخالف دی، بالمقابل طالبان بیا د موقت حکومت په اړه څه نه وايي او داسې څرګندیږي چې دوی د مذاکراتي پلاوو د خبرو نتیجو ته انتظار باسي، طالبان وایي د افغانستان د مشکلاتو د حل یوازینۍ لاره اسلامي نظام دی او تر څو چې افغانانو په عمل کې دا نظام نه وي لیدلی، نو دوی د سولې او ارامۍ خوند نه شي تر لاسه کولای، طالبان وایي امریکایان افغانستان ته په زور راغلل، زموږ اسلامي نظام یې ړنګ کړ، نو اوس د دوی په وتلو بېرته هېواد ته باید اسلامي نظام راشي، کیدای شي طالبان اوسني امنیتي ځواکونه چې د دوی سره کالونه کالونه جنګیدلي دي په همدې مورال پرینږدي ځکه دوی د دغو عسکرو له روحي سمبالښت نه مطمئن نه دي، کیدای شي دوی په خپل تدبیر د هغوی اصلاح ته لاس واچوي، چې په اوسني دولت کې ځینې خواوې یې مخالفت کوي.
بلخوا داسې اوازې هم خپرې شوي دي چې د سیمې د ځینو هیوادونو په مرسته د هیواد په مرکزي او شمالي سیمو کې د ځینو کړیو له خوا ملیشه یي ځواک جوړیږي چې دا هم د اندیښنې وړ خبره ده، طالبان چې اکثریت پښتانه او سنیان یادیږي ځینې هیوادونه لکه هند او ایران یې د حاکمیت څخه په وېره کې دي، ځکه ایران په افغانستان کې یو شیعه غیرپښتون سیسټم غواړي، کوم چې شیعه ګان په افغانستان کې لږکي دي؛ بل طرف ته هند په افغانستان کې داسې نظام غواړي چې د پاکستان په نسبت هند ته ترجیح ورکړي او د پاکستان سره په تقابل کې پاتې شي او دا هم یو منل شوی حقیقت دی چې دا ډول نظام پاکستان هیڅکله نه شي زغملای، چې ښه مثال یې اوسنی بحران دی، په اوسنیو وختونو کې په ایران کې ځینو چارواکو داسې خبرې وکړې چې د افغانستان په چارو کې د دوی مداخله په ګوته کوي او هند.
په نتیجه کې دومره ویلای شو چې د سولې مذاکراتو دویم پړاو به له مشکلاتو سره مل وي او دا مذاکرات به د تمې خلاف زیات وخت ونیسي، ځکه طالبان د یو ځانګړي موقف سره د سولې خبرو ته راوتي دي، چې ممکن ډېر ګذشت به ونکړي او افغان دولت به تر ډېره انعطاف ښیي چې دا به د ستونزو حل هم وي، طالبان د اسلامي نظام خبره کوي، خو افغان حکومت بیا خپل نظام اسلامي بولي ، دوی دلیل وایي چې د دوی اساسي قانون او مدني قانون ټول اسلامي او افغاني ارزښتونه پالي؛ بل دا چې افغان دولت باید د طالبانو سره ژر تر ژره په دویم پړاو خبرو کې یوه سیاسي توافق ته ورسیږي، ځکه له افغان خاورې امریکایي پوځیان د وتلو په درشل کې دي که چېرته تر هغه وخته په اوربند موافقه ونه شي، نو دا جنګ به پر افغان حکومت ورځ تنګه کړي، چې په یوه وخت کې مذاکرات او د جنګ دفاع به افغان حکومت ممکن له پښو وغورځوي، افغان حکومت باید دا ډاډ هم ونه لري چې ګنې امریکایي عسکر به له افغان خاورې ونه وزي، ځکه تر اوسه پورې طالبان د امریکا په تقابل کې په خپلو ژمنو ولاړ دي، نو امریکا هم مجبوره ده چې په وعده وفا وکړي، بله خبره چې افغان حکومت یې هیله مند کړی هغه دا ده چې ممکن د جوبایډن واک ته په رسیدو به د امریکا د افغان سولې پالیسي ستر تغیر وکړي خو زما په نظر دا خبره هم سمه نده ځکه چې د امریکا خارجه پالیسي د اشخاصو او افرادو په تبدیل سره ډېر تغیر نه کوي، بلکې په کورنیو مشکلاتو باندې زیات تمرکز کوي او بایډن هغه وخت کله چې دپخواني ولسمشر اوبامه مرستیال و، حامد کرزي ته په کابل کې په ډاګه وویل چې پاکستان د افغانستان په نسبت امریکا ته پنځوس ځله مهم دی، نو د بایډن پخوانیو اقوالو او دده د کمپاین د وخت د خبرو څخه دا معلومیږي چې هغه به هم د ټرمپ په شان د عسکرو په ایستلو کې جدي دی، اوس تازه د جوبایډن د ملي امنیت سالاکار د یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، دوی د قطر د سولې تړون ته ژمن دي، خو طالبان باید هم خپلې ژمنې پوره کړي، په داسې حال کې چې افغان دولت شپه او ورځ کوکې وهي چې طالبان د دوحې موافقې ته ژمن نه دي او د القاعده سره هم اړیکې لري.