د سیاسي تبلیغاتو پېژندنه:
سیاسي تبلیغات (پروپاګندا): د لاتینې کلیمې propagates پروپاګاتوس څخه اخستل شوې د عقایدو، اطلاعاتو او شایعاتو
په معنی، یوشخصی، ارګان، ټولنې او یا ټاکلې عقېدې ته د زیان رسولو په هدف(( داسې حقایق یا تورونه چې د شخصي
اهدافو پرمخ بیولو او یا دنورو د موخو د پرمختګ عقیمولو په موخه خپریږي.
سیاسي تبلیغات د خبرونو، حقایقو، بحث او جدل، د حقیقت ضد یا حقیقت څخه د پرده پورته کولو څخه عبارت دی چې
عمومي افکار د تاثیر لاندې راولي.
داسې هم ویلای شو چې پروپاګندا یوه تبلیغاتي وسیله ده، چې د دې په ذریعه د مشخصو خلکو ذهنونه او احساسات تر
کنترول لاندېراوستل کېږي او خپل هدف ته پرې ځان رسول کېږي.
هر هېواد او ملت خپل ملي افتخارات، ملي ارزښتونه، ملي تقدسات، ملي شتمنۍ, ملي حیثیت او معنویات لري. که بل
هر هېواد یې پهمادي ځواک( نظامي قدرت) په واسطه او یا په معنوي ځواک( سیاسي تبلیغ) په واسطه د تهدیدولو
او لمنځه وړلو کوښښ وکړي، دغه چاره دنوموړي هېواد په مشروع حقوقو تیری، تجاوز او له نړیوالو اصولو خلاف کار دی.
متضرر هېواد کولای شي چې د خپل حقوقي حیثیت اومعنوي پرستېج د اعادې لپاره په متجاوز هېواد د عمل ادعا وکړي تر
محکمې یې راکش کړي او لازم تاوانونه پرې جبیره کړي.
خصوصاً تبلیغات هغه وخت زیات موثر تمامېږي، چې دوښمن په خلاف د مختلفو وسایلو له طریقه هر اړخیز
تبلیغ صورت ونیسې، دهغوۍ مورال کمونې، انګیزه کمونې ذهني ټېشن او ذهني اختلالاتو له وجې ونه توانېږې،
چې پر خلاف دې سناریو او جنګي ستراتېژیانېطرحه کړي او یا ورته د عمل جامه واغوندي. ځکه دوښمن پر ضد تبلیغ
د دوښمن فکري تمرکز لمنځه وړي، بلکې هره پرېکړه به یې بیا پراحساساتو استوار وي، چې خپله احساساتي پرېکړې
ناوړه پایلې لري، چې نتیجه کې دوښمن پر ناکامۍ تمامېږي.
خپله په نړیوالو اصولو کې یو اصل د تهدید او قوې د استعمال منع ده: د دې اصل پربنسټ هېڅ دولت نه شي کولای چې
د بل دولت پرخلاف فوځي قوت استعمال کړي او یا یې تهدید کړي، ځکه همدغه تهدید او سیاسي تبلیغ د هېوادونو ترمنځ
تعرضي جنګونو ته لارههواروي.
دا چې تبلیغات غېرې محسوس او قابل د مشاهدې دي، نو ځکه یې اغېز هم پر دوښمن ډېر ژور او عمیق دي چې نېغ په نېغه
دوښمن دافکارو د لمنځه وړلو او مختل کېدلو باعث ګرځي.
تبلیغات د ارتباط د هر ډول شکل څخه هدف لرونکې استفاده ده، چې د ټاکلو ډلو په افکارو او احساساتو د تاثیر په منظور
او یا په عموميلحاظ د نظامي اقتصادي، او یا سیاسي اهدافو لپاره صورت نیسې.
ځینې خلک تبلیغات یا هغه چې (( اوازه)) او یا رواني جنګ یې ورته ویلې دی، یوازې د بهرني سیاست وسایل ګڼي او د نظامي
ځواک اودیپلوماسۍ ترڅنګ یې درېیمه وسیله ګڼي، چې په بهرني سیاست کې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ترې ګټه پورته کوي.
د دې خبرې یادونه ضرور ده چې تبلیغات یوازې د انسانانو ذهنیت ته بدلون نه ورکوي، بلکې د هغوۍ افکار، نظریات،
احساسات، غوښتنواو سلیقې ته هم د مبلغ له هدف او غوښتنې مطابق سره سم شکل او تغیر ورکوي.
د سیاسي تبلیغاتو په برخه کې دا وروستي پرمختګونه او چټک ګامونه د دې سبب شوې، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو
کې ځینې دسیاسي علومو او ټولنپېژندنې عالمان دا د یوې نوې سیاسي پدېدې په توګه وپېژني. تر دې چې شلمه پېړۍ
د تبلیغاتو د پېړۍ په نومونوموي.
د سیاسي تبلیغاتو څخه د تاریخ په بېلا بېلو مقطعاتو کې د یوې سیاسي، نظامي، اقتصادي او فرهنګي وسیلې
په توګه ګته اخیستل شوېده.
په پخوانیو رومي، یوناني، فارسي امپراطوریو او تمدنونو کې د تبلیغاتو بېلا بېل ډولونه معمول او رواج درلوده.
خصوصاً د فرانسې انقلاب پر مهال انقلابي سرودونه د تبلیغاتي اثارو په ډله کې شمېرل کېږي.
د فرانسې جګړه کونکي او پراخۍ غوښتونکی جنرال ناپیلیون بناپارت کولای شو د سیاسي تبلیغاتو د یو متخصص په توګه وپېژنو.
هغه په خپلو لیکنو، مقالو، کې د پروپاګند ډېر زیات نوي اصول او قواعد بیان کړي. د ده یوه جمله چې اوس هم په کتابونو
او مقالو کېخپرېږي د یو ضرب المثل بڼه خپله کړې ده.
هغه وایي(( قدرت کولای شو د تورې د تېرې نوکې په زور لاسته راوړو مګر د ساتلو لپاره یې، په تېرې نوکې تکیه نه ده پکار،
د قدرت د دواملپاره په عمومي افکارو ساتلو اتکا پکار ده)) د همدې عمومي افکارو د راجلبولو لپاره به ناپیلیون تبلیغاتي
هڅې کولې او د فرانسې د خلکوملاتړ به یې لاسته راوړه.
مګر اوسنی( معاصر) سیاسي تبلیغ د شلمې پېړۍ یو له هغو پدېدو څخه دی چې زیاتې اغېزې یې درلودې. د زیاتره معاصرو
متفکرینو لهانده د شلمې پېړۍ سترو بدلونو لکه: د روسیې کونیستي انقلاب، په المان کې د نیازیزم او په ایټالیه کې د فاشیزم، په
رامنځته کېدو کېتبلیغاتو مهمه ونډه درلوده. لینن او هیټلر هغه دوه شخصیتونه دي چې د پروپاګند نویو اصولو په رامنځته کولو
کې یې اساسي ونډه درلوده.
په دې کې هېڅ شک نشته چې دقدرت او واګو په ترلاسه کولو کې سیاسي تبلیغات ډېر اساسي نقش لري، ځکه په نړیواله
سطحه ابرقدرتونو د خپلو شومو اهدافو لپاره، په نړیواله سطحه د پروپاګند او تبلیغاتو لپاره چینلونه او د ستګاوې جوړې کړې
دي، چې د هر اړخیزونشریاتو او پروپاګند په واسطه هره نړیواله مسءله او ستونزه پرې د خپلې ګټې پربنسټ حلوي.
حتاخپله همدغه سیاسي تبلیغات په نړیواله سطحه زبر ځواکونو ته په هېوادونو د حملو لپاره د قانونیت دلایل جوړوي،
نوموړي موضوعاتداسې تبلیغ کړي، چې د نړیوالو ذهنیت په خپل لور رامات کړي او نړیوالو ته داسې و انګیري، چې
نوموړی هېواد ناحقه دی او زه پر حقهیم پدې صورت کې د نورو هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي. ښه مثال یې د صدام
حسین د رژیم پر خلاف د امریکا ضد تبلیغات و، چې دائتلافي ځواکونو( ناټو) ملاتړ یې هم ترلاسه کړ،
پایله کې یې د صدام حسین دیکتاتوري رژیم را نسکور کړ.
دفارس خلیج جګړو او بلخصوص سړه جګړه کې د امریکا او شوروي ترمنځ د تبلیغاتو له بېلا بېلو تکنیکونو
څخه کار واخیستل شو. خپله دفارس خلیج جګړو کې امریکا دا جګړې داسې تبلیغ کړلې چې د ټولو نړیوالو
ذهنیت یې عراق دیکتاتوري رژیم پر خلاف کړ.
لکه څرنګه چې مو ترې پورته یادونه وکړه.
امریکا داسې سیاسي تبلیغات شروع کړل چې عراق نړیوالو ته یو سرکښه دولت معرفي کړي. یعنې وښایي چې
عراق ټولو نړیوالو اصولوته په نه ژمنتیا، ډلوژنو اسلحو په جوړولو متهم او تورن کړي، او پدې توګه عراقي رژیم رانسکور او اشغال کړي.
په داخلي سیاستونو کې هم واکداران دا کوښښ کوي ترڅو د مثبتو تبلیغاتو له لارې، ولسي وګړي او سیاسي اشخاص خپل امر منلو،اطاعت
او پېروۍ ته اړ باسي، د هغوۍ په اذهانو کې د شته رژیم څخه د حمایت او ملاتړ انګیزې قوي کړي.
په ملي سطحه د ځینو هېوادونو واکداران دا کوښښ کوي ترڅو د خپل نظامي ځواک د نندارې لپاره
بېلا بېل پوځي پریټونه کوي، او نړیوالوته خپل داخلي مادي ځواک نمایش کوي، چې دا د پروپاګند یو ډول دی او اصلي موخه یې دا وي، چې
د ځواک له کارونې او زور استعمالپرته خپل مخالفین مات او وویروي.
همدارنګه هغه ځواک چې په خپل ذات کې څومره غښتلی دی او له هغې لوړ وښودل شي دا هم د پروپاګند سره نېږدیوالې پېدا کوي. دا ډولتبلیغات
په یو نظام کې د هغه یاغي او جنګسالارو ډلو لخوا ترسره کېږي، چې د نظام پر خلاف یې وسله واله مبارزه شروع کړې وي، اومادي ځواک یې
په نشت حساب وي، خو دوۍ یې اندازه زیاته تبلیغ کړي، ترڅو پدې کار سره د عامه ولس او حکومت مورال او نګیزهکمزورې او ضعیفه کړي.
ښه مثال یې اوسمهال د افغانستان په روان سیاسي بحران او جګړه کې مشاهده کولای شو، چې امریکا( VOA' CNN'BBC)او داسېنورو نړیوالو چینلونو او پاکستان د ولسي وګړو په واسطه د افغان دولت په خلاف او دوښمن په ګټه تبلیغاتي جګړه شروع کړې ده.
اساسيهڅه یې دا وي ترڅو ولس پر حکومت او حکومت پر ولس بې باوره کړي او د دوۍ ترمنځ د متقابل همکارۍ او همغږۍ فضا لمنځه یوسي.
که د افغانستان رسنۍ او عموم کې توله سوشل مېډیا وګورو، عادي وګړو ته غوږ کېږدو، نو ټول خلک له حکومت څخه شکایت لري.
سوشل مېډیا او عام خلک بېلا بېل مسایل تبلیغ کوي. لکه په دولتي سیستم کې پراخ فساد، بې عدالتي، بې ثباتي، د جګړې غځېدل، فقر اوغربت همدارنګه
لوړپوړي چارواکي تورنوي چې لوړ معاشونه اخلي، په میلیونو ډالر لري، بنګلې لري، خارج کې پانګونې کوي او نور پهسلګونه او زرګونه دلایل تبلیغ کوي،
چې دغه چاره د حکومت او ولس ترمنځ سیاسي او اقتصادي فاصله رامنځته کوي او له دې حالت څخه،طالبان،
جنګسالاران، او نورې وسله والې جنایتکارې ډلې پوره پوره ګټه پورته کوي.
پایله کې ویلای شو چې سیاسي تبلیغات په داخلي او خارجي سیاست کې خورا مهم اغېز او رول لري.
په یویشتمه پېړۍ کې د هېوادونو، یو له سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي ابزارو څخه دی، چې نړیوال سیستم کې پرې ابر قدرتونه د ملتونو د عامه افکارو د کنترول او خپلو شومو اغراضو، مقاصدو لپاره کار اخلي او په داخلي سطحه جنګسالاران، د نظام مخالفین، د موجود نظام د
نسکورولو او پرځولو لپاره تبلیغات قوت د یوې وسیلې په توګه استعمالوي.
هدف دا دی ورځ تربلې نړۍ د انکشاف او پرمختګ په درشل کې ده، هر دولت د خپل مټ او ځواک د پیاوړې کولو لپاره له بېلا بېلو بدیلونواو لارو چارو
څخه کار اخلي. پدغه بدیلونو کې یو ښه بدیل سیاسي تبلیغات دي. ځکه څومره چې نړۍ د ټېکنالوژۍ خواته ځي او په
یوه ډیجبټل نړۍ بدلېږي، هغومره تبلیغات هم له ځانګړي اهمیت څخه برخمنېږي.
راتلونکې پېړۍ، د سایبر سیکیورټي او تبلیغاتي جګړو پېړۍ دي؛ پدې جګړو کې به هغه هېوادونه بریالي او کامیاب وي، هغه چې
د ټېکنالوژۍ او تبلیغاتو برخه کې ښه لاسته راوړنې ولري او پدغه برخه کې فعال او اغیزمن وي.
وروستي