د افغانستان په جلال اباد ښار کې د استخباراتو د مرکز رییس منورشاه، په دغه ولایت کې د یوې کوچنۍ کړکۍ له لارې په زندان کې له پاکستاني زندانيانو څخه وپوښتل: راته ووایه، پاکستانیه ستا څه ستونزه ده؟ ” زه هیڅ شکایت نلرم، خو زه غواړم چې اجازه راکړل شي چې، له خپلې کورنۍ سره خبري وکړم ترڅو د خپلې روغتیا په اړه خبر ورکړم.“
د دې ځواب په اوریدلو سره، د افغانستان د استخباراتو د مرکز مشر حیران شو او ویې ویل: “تاسو یو له هغو کسانو څخه یاست چې زموږ هیواد ورانوئ.” زه هیڅ مکلف نه یم چې، کورنۍ دې در خبره کړم. که زما په خوښه وای، نو زه به تاسو، ټول ژوند دلته په تهکاوي کې وساتم، او هیڅکله به را څخه لمر هم ونه ګورئ. “
دا بندي بل څوک نه دی، د کراچۍ ښار یو پاکستانی خبریال فیض الله خان دی چې د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې په افغانستان کې ونیول شو او بیا له پنځه (۵) میاشتني ځنډ وروسته خوشې شو او د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې یې کتاب خپور شو. دغه تفصیلات یې په خپل کتاب د ’’ ډيورنډ کرښې بندې‘‘ کې لیکلي دي. نه یوازې دا بلکه څه نوري مهمې واقعې او د سترګو لیدلي حالونه یې هم پکې لیکلي دي.
په حقیقت کې فیض الله خان د کراچۍ څخه پېښور ته راغلی و، چې د طالبانو له ممنوعه تحریک (TTP) پاکستانې مشرانو سره مرکه وکړي خو بیا د همدې تحریک د ویاند احسان الله احسان په لارښوونه په غیرقانوني ډول د پاکستان له پولې څخه افغانستان ته واوښت. خبریالان اکثرا د لویو او مهمو خبرونو لپاره په ځان خطر ګالي، چې په خپله فیض الله هم ویلي دي.
دغلته هغه د پاکستان د طالبانو له ممنوعه تحریک له ځینو مشرانو سره هم وکتل، خو په یو وخت کې نوموړی د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او په ژوند کې یې یو نوی خو په زړه پورې باب پرانیستل شو. د پوښتنو او ګروېګنو په صورت کې یو ځل د هند د استخاراتي ادراې’’ RAW‘‘ یو افسر هم موجود وو.
د هغه په موجودیت کې، افغان امنیتي چارواکو له فیض الله څخه د پاکستان په داخل کې د پیښو او د پاکستان د استخباراتي ادارې د رول په اړه هم پوښتنې وکړې. په کتاب کې په ښکاره توګه لیکل شوي چې، هغوی (افغانان) په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه له دوی (پاکستانیانو) څخه کرکه لري. خو هغه هم وایي”مونږ هم د پاکستان سره د محبت کولو والاو څخه کم نه یو.”
په دې کتاب کې، فیض الله په زندان کې د مخامخ مرکو له لارې ثابته کړې چې، په ملاله یوسفزۍ باندې د پاکستان د طالبانو لخوا برید شوی او دغه ډله د پاکستان په نورو برخو کې هم په چرېکې بریدونو کې دخیله ده. فیض الله مذهبي پلوه دی، ځکه په ځینو ځایونو کې هغه د طالبانو تر اغیز لاندې بریښي او حتی په ځينو برخو کې د هغوی د فکر ملاتړ کوي، مګر نوموړي د یو ښه ژورنالیست په توګه د کمال کار دا کړی چې، د افغان حکومت، القاعده، افغان طالبانو او د پاکستان د طالبانو له ممنوعه تحریک سره یې د مرکو نچوړ په خپل کتاب کې د طرحې په شکل لیکلی دی. چې دا ټول په عامه توګه د افغانستان په پیژندلو کې مرسته کوي.
تاسو به اوس فکر کوئ چې ماته په ناڅاپي ډول د فیض الله کتاب چې په ۲۰۱۶ کال کې خپور شوی وو څنګه یاد شو؟ په حقیقت کې د افغانستان په بدلیدونکو حالاتو کې ماته یو څو کتابونه را یاد شول، چې په هغې کې د فیض الله خان کتاب چې په اردو ژبه لیکل شوی هم راځي، اوس امریکا له افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی، چې ممکن د روان کال د سپټمبر میاشتې پورې دغه پروسه بشپړه شي.
پدې حالاتو کې، افغان طالبان یوځل بیا له زور څخه کار اخلي. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په قطر کې د شوي پریکړې له مخې راته داسې څرګنده شوه چې، افغانستان به اوس یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لویږې او ممکن دا ځل به وینه توېیدنه هم ډیره شي. ځکه له دغې پریکړې وروسته ځينې پیښې وشوي. په افغانستان کې د جګړو او وینې توېیدنې وروستۍ څپې د ګوندونو ترمینځ د ځواک مبارزې او د قدرت ترلاسه کولو لپاره ښکاره نښې دي.
د کوچني اختر په مناسبت د افغان طالبانو د اوسني مشر څرګندونې ډیري مهمې دي، چې پکې هغه د افغانستان د اوسني حکومت په ګډون ټولو شریکانو ته بلنه ورکړې چې په راتلونکي اسلامي حکومت کې ګډون وکړي، د دې ښکاره نښه دا شوه ده چې دوی به له پاتې نورو سره شراکت وکړي خو، دوی به د ځواک ریښتینی کنټرول په لاس کې ولري. د افغانستان مسله په څرګنده توګه د افغان طالبانو په لاس کې په نظر بریښي.
په افغانستان کې د افغان طالبانو زیاتوالی (نفوذ) په پاکستان کې د منموعه تحریک طالبان پاکستان یا TTP را پورته کیدو معنی هم لري. ظاهرا دواړه ډلې سره جلا دي، یوه یې په افغانستان او بله یې په پاکستان کې فعالیت کوي. یا ممکن د دواړو ترمنځ اختلاف هم شتون ولري، مګر د منموعه تحریک طالبان پاکستان مشر هم د افغان طالبانو مشر ته وفادار دی او بیعت یې کوي. په هرصورت، خو پدې ورځو کې TTP په افغانستان کې د افغان طالبانو میلمانه دي، مګر وختونه د بدلیدلو په حال کې په نظر بریښي.
عدنان رشید، چې په دې وروستیو کې یې د TTP غړیتوب ترلاسه کړی وو او په غیر نظامي ځایونو یې بریدونه کول د عقیدتي او نظریاتي اختلافاتو له امله یې دا ډله پریښودله او له افغان طالبانو سره یو ځای شو. که هغه له نورو ډلو سره یو ځای شوی وای نو ممکن څه ستونزه ورته پیښه شوی وای، مګر له افغان طالبانو سره د نوموړي یوځای کیدل دده د خوندیتوب تضمیناوه. دا هماغه عدنان رشید دی چې، په پرویز مشرف د برید تور ورباندې وو، خو د TTP جنګیالیو یو ځای له ځانه سره له زندان څخه ویسته.
په افغانستان کې د طالبانو زیاتوالی (نفوذ) او په پاکستان کې د TTP ډیروالی له یو بل سره تړلي دي، دې ته پام پکار دی چې، د پاکستان پریکړه کوونکي به د خپلې خاورې څخه د ژغورلو لپاره کومه پالیسې غوره کړي؟
وروستي