راځئ ښه ژباړه وکړو!

ژباړه هغه څه ده, چې د یوې ژبې په پرمختګ او ژوندۍ ساتلو کې مهم رول لوبوي. که څه هم ځينو کسانو ته ژباړه خورا آسانه ده, مګر ژباړه دومره هم آسانه کار نه دی. ځکه چې هر څه د دې نړۍ په سر اصول او مقررات لري او همداغه اصول او مقررات دي, چې یو څه کامیابه کوي. همداشان ژباړه هم ځانته اصول او مقررات لري, چې په رعایت کولو یې د ژباړن ژباړه کامیابه کیږي. ژباړه له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د معلوماتو اړول دي او په دواړو ژبو باندې ژباړن باید په مکمل ډول برلاسی وي, ځکه چې دواړه ژبې ځانته ځانته ژبني جوړښتونه لري او کېدای شي د یوې ژبې جوړښت بلې ژبې ته بسنه ونه کړي. وروسته له ژبو څخه باید ژباړن زیاته مطالعه ولري او په کومه برخه کې چې غواړي ژباړه وکړي, تر خپله وسعې مطالعه باید پکې ولري. له هغه وروسته دا مهمه ده, چې هره برخه یې د علاقې برخه ده, په هماغه برخه کې د ژباړه وکړي او معلومات د له یوې ژبې نه بلې ژبې ته په همدې برخه کې واړوي.
 
دا غلته خبره ده, چې څوک ژباړن شول نور په هره برخه کې ژباړه کولای شي. داسې نه ده, هر څوک چې د یوه څه علاقه ولري, هماغه ښه سرته رسولی شي. دا هغه څه وو, چې د یوه ژباړن لپاره مخکې له دې, چې ژباړه وکړي باید رعایت یې کړي. کله چې دا هر څه یو شخص په خپل وجود کې ولري, هغه شخص ژباړې ته آماده دی. له دې وروسته ژباړن باید له خپل مشتري سره د هر څه په باره کې ځان پوه کړي, هغه که د ژباړې وخت دی, که د ژباړې قېمت دی, که د ژباړې کیفیت دی. که چېرته مشتري د ارزانې بيع ژباړه غواړي او یا هم د لوړ قېمت ژباړه غواړي; نو دا طبیعي خبره ده, چې مشتري یا خرابه او یاهم بهترینه ژباړه غواړي. دري کې یو متل دی چې " ارزان بی علت نیست, قیمت بی حکمت نیست" نو همدا علت دی, چې دا څيزونه د ژباړن او مشتري تر منځ ډير مهم دي. همېشه ژباړن باید د ښو اخلاقو څښتن وي, تنها ژباړن نه بلکې د هر مسلک څښتن باید د ښو اخلاقو څښتن وي. کله یې چې له مشتري څخه ژباړه واخیسته نو ژباړن باید د لومړنۍ ژبې د متن لپاره په دوهمه ژبه کې معادلې او ورته کلمې پيدا کړي, داسې ونه کړي, چې غیر معادلې کلمې وکاروي کړي. همدارنګه باید د ژباړې متن سر تر پایه یو ځل ووایي او ویې ګوري او له هغې وروسته د ژباړه شروع کړي.
 
هر کله چې له ژباړې سره پتنګ شو نو ژباړه د ودروي او په یوه بل کار د ځان مصروفه کړي. ځکه چې که دا کار ونه کړي نو له ژباړې څخه زړه توری کیږي او له دې کاره لاس په سر کیږي. وروسته چې کله متن وژباړل شو نو ژباړن د خپله ژباړه یو یا دوه ځلې سرتر پایه پخپله وګوري, غلطیانې د پکې اصلاح کړي. اضافي او یا هم کمې کلمې د لرې او اضافه کړي. وروسته پخپله کتلو نه دې ژباړه په یوه داسې چا وکوري, چې د ژباړې مسلکي شخص وي او له هغه سره د مشوره وکړي. که چېرته یو ژباړن دا پورتنۍ کړنې او حدود مراعات کړي نو کېدای شي, ژباړن او یا هغه څوک چې غواړي له یوې ژبې نه بلې ژبې ته یو څه وژباړي په سلو کې اتیا فیصده له وروسته او یا راتلونکو ستونزو نه په امان وه اوسي.
 
پای