ژورناليستانودرزاق مامون پرمخ دتيزابوشېندل په کلکه وغندل

 خبرياله :اسيا
په خوست کې د سيمه ييزو، ملي اونړيوالو رسنيو ګڼ شمېر خبريالانو د يوې راټولېدنې پرمهال چې دخوست ميديوتېک د رسنيو په کورکې رابلل شوې وه، دافغان ژورنالېست رزاق مامون پرمخ د تيزابو شېندل په کلکه وغندل .
 
په ياده شوې غونډه کې د يوشمېر سيمه ييزو، ملي او نړيوالو رسنيو استازيو او خبريالانو خبرې وکړې، د غونډې په سرکې دميډيا هاوس مسوول فاروق جان منګل د ژوناليستانو پر وړاندې د دغه ډول غيرانساني او غير بشري عمل غندنه وکړه او له مسوولو چارواکيو يې وغوښتل ،چې د دې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته دې راکاږي.
 
په غونډه کې د بي بي سي راډيو خبريال محمدالياس وحدت ، د مشال راډيوخبريال نقيب الله متونوال او دملي احساس ورځپاڼې مسوول مديرنجيب الله الوخېل خبرې وکړې .
 
ويناوالو په خپلو خبرو کې وويل، چې دا لومړى ځل ندی، چې پر ژورنالېستانو د زور زياتي د پيښې رپوټونه ورکول کيږي، بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په سطح دبهرنيوځواکونو، افغان دولت اوبېلابېلو نورو ډلو له لوري ګڼ شمېر خبريالان وژل شوي، وهل شوي اوتهديد شوي اودا لړۍ لا روانه ده.
 
دژورناليستانوپروړاندې دې زور زياتي دغه پيښه په داسې مهال کې رامېنځ ته کېږي، چې له دې وړاندې هم دخوست ولايت په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ژورنالېستانو ژوند تهديد شوی دی .
 
همدا اوس هم په خوست کې يو افغان خبريال حميدالله ترابي د امريکايي ځواکونو په بند کې بې برخليکه پروت دى، چې درې اوونۍ وړاندې نيول شوى و. تر اوسه نه ژورنالېستانو او نه هم د ښاغلي ترابي د اړونده مرجع مسولينو د نوموړي د خلاصون غوښتنه په رسمي ډول کړې ده.
 
که څه په افغانستان کې په بېلابېلونومونو دژورناليستانوله حقوقوڅخه ددفاع يوشمېر ټولنې فعالې دي خودژورنالېستانواو خبريالانو د تهديد لړۍ روانه ده، چې د رزاق مامون پرمخ د تيزابو شېندل يې وروستۍ بېلګه ده.