د سولې په اعمار کې د ځوان کهول ونډه

سوله او ثبات نن ورځ د ټولې نړۍ او په ټوله کې د بشري ژوند یو لوی ارمان دی. سوله نه یوازې د بشري ژوندانه لپاره لازم او ضروري ده، له انسانانو نیولې تر الوتونکو مرغانو، حیواناتو او نورو هغه ساکښانو پورې چې په نړۍ کې موجود دي سوکالي، امن او قراري ډېره اړینه او ضروري برېښي.

په شخړو او جګړو کې نه یوازې بشریت په لویه پېمانه مادي، مالي، معنوي خساره او دروند زیان ویني؛ بلکې د دې ترڅنګ حیوانات، مرغان، نباتات او ټول ساکښ اجسام له جنګ او جګړو زیان او اذیت ویني. 

 په ټوله کې سوله خوشحالي، نېکمرغي او جګړه یوه لویه غمیزه او دروند غم دی. استاذ سید قطب وایې؛ سوله اصل دی او جنګ د ضرورت په وخت کې درست دی، یو داسې ضرورت دی چې د ټول بشریت ښېګڼه یې غوښتنه کوي، نه د یو ملت، قوم او فرد ښیګڼه، دا یو داسې ضرورت دی چې د هغه لوړو انساني ارزښتونو موجودیت یې غوښتنه کوي. چې د هغې تحقق الله ج د مسلمان د ژوند هدف او مرام ګرځولی دی، دا یو داسې ضرورت دی چې د فشار، ظلم، تیري، تعدي، څخه د خلکو د محفوظ او خوندي ساتلو لپاره ضرور ګرځول شوی دی. همدا راز دا یو داسې ضرورت دی چې په ځمکه کې د بشپړ عدالت د تامین لپاره ضرور ګرځول شوی دی.

له پورتنیو ټولو لارښوونو او څرګندونو څخه معلومېږي چې جنګ یوازې په ځینو استثنايي حالتو کې ضرور ګرځول شوی، په نورو حالاتو کې جنګ او جګړه مطلق حرام، باطل او نامشروع کار دی. جګړه د انسانانو سوله او امنیت لمنځه وړي او په عموم کې د انساني او طبیعي ژوند ټول خواږه او خوشحالۍ لمنځه وړي. جګړه بدمرغیو، غمیزو، تاوتریخوالي، حسادت، کینه، بغض او نورو ډول ډول بدمرغیو ته لار پرانیزې. 

مخکې له دې چې په سوله کې ځوان قشر( نارینه او ښځینه ) رول تشریح کړو، لومړی سوله تعریفوو.
سوله یوه عربي کلمه ده چې د اصلاح کولو، رغولو، ودانولو، نوي کولو او جبرانولو معناوې لري. 
چې اسلامي فقها بیا سوله پدې ډول تعریفوي.
سوله هغه تړون دی چې د دوو لوریو ترمنځ شخړه او تاوتریخوالی پای ته رسوي.
د هرې ټولنې په جوړښت، مترقیت، انکشاف او پرمختګ کې د ځوان قشر( نارینه او ښځینه) رول اړین او ضروري دی. په تاریخونو کې ځوانان د هېوادونو د پرمختګ انقلابیان یاد شوې دي، نو ځکه وایو چې ځوان قشر د هېواد او د یوې ټولنې هغه قوي او له انرژۍ ډک ځواک دی چې د ټولنو او په کل کې د هېوادونو د بقا او جوړښت لپاره د ستون فقرات حیثیت لري.

ځوان کهول نارینه او ښځینه د خپل جسمي، ذهني او عاطفي قوت او انرژۍ له مخې د ټولنې هر دروند مسؤلیت او پیټي ته اوږه ورکوي او د دغه دروند بار په پورته کولو کې د هېڅ نوعه مشقتونو او تکالیفو له ګاللو څخه دریغ نه کوي.

ضرور بریښي چې د سولې او ثبات په تامین کې ځوانان هم رغنده رول او نقش ادا کړي. 
ځوان قشر( نارینه، ښځینه) له خپلې انرژۍ څخه د ګټه اخیستلو په وسیله د سولې په پروسه کې خورا اغیزمن فکتور دی او باید د سولې په پروسه کې باید ځوانان خپلې هر ډول هڅې ونه سپموي، ځکه همدا ځوانان دي چې ټولنه او هېواد د نېکمرغۍ او بدبختۍ خواته بیایې.

د باثباته او پرمختللي هېواد لپاره د سولې په پروسه کې د ځوانانو ونډه خورا اړینه برېښي. ځکه د هېواد د هرې طبقې ځوانانو ښځینه او نارینه په روانو جګړو او بدبختیو کې تلفات ورکړي، خپل سرونه یې بایللې، د ټوپک شپیلۍ ښکار شوي او په نتیجه کې د هر ډول دهشت، ظلم او تېري ښکار شوي دي؛ نو ځکه ځوانان تر بل هر چا څخه خپلې ستونزې او مشکلات درک کولای شي او دهغې پر وړاندې لکه د سپر جوړیدلای شي؛ ځکه نو د سولې په روان بهیر کې د ځوان کهول یو غږ او یو موټی کېدل پکار دي. 

خلاصه دا چې حکومت او نړیوال بنسټونه باید د سولې په پروسه کې ځوانانو ته فعاله ونډه ورکړي او حمایت یې وکړي، ترڅو خپله ځوانه انرژي د سولې په پروسه کې په مصرف ورسوي او نتیجه کې په هېواد د امن او ښېرازۍ څادر هوار کړي او د یو پرمختللي، سولییز او باثباته هېواد څښتنان شو.

که چېرې ځوانانو ته د سولې په پروسه  کې ونډه ور نه کړل شي، د سولې په هکله د هغوۍ مثبت نظریات او افکار له پامه وغورځول شي، احساسات یې وځپل شي او په نتیجه کې مایوسه شي، نو خپله د خپل سري تحرکاتو لړۍ پېل کېږي، د جرمونو ګراف لوړیږي، ځوان قشر په نشه یې توکو روږدی کېږي، جنایات ډېریږي، چې په نتیجه کې به ټولنې او هېواد په خپلو لاسونو د سولې او ثبات له نعمت څخه محرم او بې برخې کړو.