د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني او د هغې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب متضادې څرګندونې


روهي (يوه نۍ/۲۶ د غوايي)، د ولسي جرګې يو شمېر غړي په دې نېوکه کوي چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې څرګند سیاست نه لري او دې برخه کې يې سياسي دريځ پټ او ګنګس دی. 
 
د ولسي جرګې ځینو غړو ويلي دي چې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر په سفر سره ولسمشر د پاکستان دا دريځ وستايو چې له امارت سره مخالفت ښيي خو بيا د اختر په ورځ د ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب خبرې د پاکستان پر ضد وې او پر پاکستان يي توندې څرګندونې وکړې. 
 
ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ ويلي وو چې کله د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاويد باجوه افغانستان ته راغلی وو نو په څرګنده يې وويل چې افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په ګټه نه دی او د پاکستان ملي ګټې په زيان کې اچوي. 
 
له بلې خوا د اختر په ورځو کې ننګرهار ولايت ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په څو ورځني سفر تللی وو او هلته يې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په سياستونو توندې نيوکې وکړې.
 
د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې د ولسمشر غني او ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب په خبرو کې د پاکستان پر وړاندې توپيري ټکي دا څرګنده وي چې تر اوسه افغانستان د پاکستان پر وړاندې څرګند سياست نه لري.