د دشتي برچي پېښه او د ايران خواخوږۍ؛ خامنه اي: زه په هغوی لعنت وايم چې د دشتي برچي بريد  يې کړی

روهي (څلور نۍ/۲۳ د غوايي)، د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي کابل لوېدیځه برخه برچي دښتې سيمه کې وروستۍ خونړۍ پېښه غندلې ده. 
 
نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "د خدای لعنت دې پر هغه کسانو وي چې کوچني ماشومان او زده کوونکي يې په وينو ولړل. خپل د خواشينۍ او ناراحتۍ احساس د کابل په دشتي برچي کې د دغه خونړۍ پېښې قربانيانو او د هغوی کورنیو ته وړاندې کوم."
 
دا لومړی ځل دی چې ايران په افغانستان کې د يوې داسې مرګوني پيښې په اړه پر له پسې غبرګونونه ښيي او د تسليت پيغامونه وړاندې کوي. 
 
کابل دشتي برچي دښتې وروستۍ پېښې په اړه د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي ابراهيم طاهريان له ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او محمد کریم خلیلي سره وکتل. 
 
همدا ډول د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د يادې پېښې په اړه تسليت وړاندې کړی وو. تېره شپه تهران کې د ايران د خپلواکۍ په نوم پل هم د افغانستان په بيرغ پوښل شوی وو‌. 
 
ایران وروسته له هغې د سيد الشهدا ښوونځي د خونړۍ پېښې په اړه داسې خواخوږۍ ښوودلې، چې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د يادې پېښې ترشا د ایران لاس بللی.
 
وکيلانو ویلي دي چې ايران د خپلو موخو په پار، د خپلو اجنټانو پر مټ چې ځیني يې د ولسي جرګې غړي هم دي، د سيد الشهدا پر ښوونځي دغه بريد کړی.