حزب اسلامي ولي کمزورئ ښکاري

 څو ورځې وړاندې مې په فیس پوک کې ولیدل ،یو چا لیکلي ؤ چې حزب اسلامي په ړنګیدو دئ نه د جګړې څوک لري او نه هم په کولتوري او فرهنګي برخه له حکمتیار صاحب پرته ورته څوک پاتې دي .
که په دقیق نظر ورته وګورو نو خبر ېې که ټوله سمه نه وي نو تر یوه حده خو ریښتیا هم واېې . ځکه هغه حزب اسلامي چې د تیر جهاد د ملا تیر ېې جوړاوه او هغه چې په ټولو اسلامي ګوندونو کې د دوست او دوښمن سترګې ور آوښتې او هغه چې هم ېې د جګړې په ډګر ګې  غښتلي او په دین مین ځوانان درلودل او په فرهنګي برخه کې هم بل چا ورسره سیالي نه شوای کولای .
د روسېې قواوو لوی قوماندان یا د دوی په اصطلاح د ۴۰مې فرقې قوماندان هم په دې اعتراف کړئ چې د افغانستان په جګړه کې زموږ د شتون په وړاندې تر ټولو خطر ناک ، د جګړې په اصولو پوه او داسې یو تنظیم چې په بشپړه توګه د یو دقیق نظم او دسپلین درلودونکئ ګوند ؤ ،اسلامي حزب  ؤ چې سارئ ېې په نورو جهادي ګوندونو کې نه ؤ .
برسیره پردې د اسلامي ګوند ډیرئ مجاهدین پوه ، د لوړو زده کړو درلودونکئ با تقوا ، او د بیت المال ساتونکي ؤ او د خپلو مشرانو د اوامرو تابع ؤ .
خبر دلته ده چې هغه لوی حزب اسلامي ولې د زرداد ، قلم ، چمن او د هغه د غلو او چرسي جنګیالیو په نوم ختم شو چې هیڅ قانون ته ېې ځان پابند نه باله او که به کومې سیمې ته ننوتل نو هر چا به خپل مال  ،شتمني حتې ناموس په خطر کې باله . د خپل مشر ، قوماندان او حتې امیر هیڅ پروا ېې نه درلوده .او هر کار ېې په خپل سر او د خپلې خوښې کاوه ،
د حزب اسلامي خښته او تهداب خو د شهیدانو په وینو ایښودل شوئ ؤ او مشران ېې هم د حکمتیار صاحب په ګډون هغه څوک ؤ چې حتماً ېې له کوره شهیدان ورکړې ؤ ، کونډې او یتیمان ورته پاتې شوي ؤ ..........
زما هغه ورځ نه هیریږي او نه به مې کله هم هیره شي چې کله د پیښور د حزب اسلامي د مهاجرو په کمپ کې د جامع جومات د لود سپیکرونو څخه  کابل ته د مجاهدینو د ننوتو اعلان وشو او د نجیب د ګوډاګي رژیم د ځواکونو او ګلم جمانو وروستئ مورچې هم ماتې شوې د نصرت مینې لارو او کوڅو ته ټول خلک راوتلي ؤ ټولو یو بل ته مبارکئ ورکولئ ،د ټولو په سترګو کې د خوشحالئ اوښکې وې او حتې ډیرو خلکو په زوره زوره ژړل او دا آرمان ېې کاوه چې کاشکي فلاني یا فلاني شهید د خوشحالئ دا ورځ لیدلې وای یا موږ دا ورځ د هغه یا هغو په ژوند لیدلې وای .
زه چې په هغه وخت کې ۱۲ کلن وم  اوتر ما کشر ورور  مې هم را سره ؤ سره له دې چې د هغه ورځې په قدر دومره نه پوهیدو خو د حزب اسلامي د اطلاعاتو د یو مامور نه مو اجازه واخیسته چې د هغه وخت په یو ډول د ساعت تیرئ تفنګچو چې ډیر غږ کاوه هواېې ډزی وکړو ځکه له هغې مخکې د حزب اسلامي اطلاعاتو په هغه تفګچو د ډزو اجازه نه ورکوله ، د اطلاعاتو مامور په مینه راته ویل نن چې څومره مرمئ لرئ نو فیر ېې کړئ نن د افغانستان د آزادئ ورځ ده .
هغه څه چې وروسته پیښ شول ټولو ته څرګند دي په افغانستان کې د روس ، ایران ، پاکستان او تر ټولو ډیر د امریکا او روسېې، د پټو او ښکاره لاس وهنو په لړ کې د اسلام ،جهاد ،شهادت او د وطن د آبادولو چې کوم آرمانونه ؤ هغه ټول په چور ،تالان د خلکو د کورونوپه ورانولو او د قوم ، ژبې او نورو توپیرونو په اساس د پردیو په لمسون تر سره کیدونکو جنګونو بدل شوې  ؤ .
 له کمونیستانو څخه د مجاهیدینواو شهیدانو د غچ اخیستلو په ځای بیرته ټول واک د هغوی شو . بابه جان بیا هم د تر ټولو مشهورې فرقی قوماندان ؤ اصف دلاور د پخوا په شان د افغانستان د دولت چې اوس یو د اسلامي لفظ هم پرې زیات شوئ ؤ د فوځ لوی درستیز ؤ، نبي عظیمي د کمونستانو په ځای د شورا نظار لوړ پوړئ چارواکئ ؤ او د هغه بد نام او د لسګونه زره هغه بندیانو قاتل( خاد) چې ګناه ېې یواځې اسلام وه د نوکانو په ایستلو ، برق ته ورکولو او نورو داسې شکنجو چې اوریدل ېې د سړي په زړه وینې ور اړوي یواځې اوس نوم لرې شوئ ؤ چې حتې تر اوسه هم په خپلو وظیفو برقراره دي په دولت کې تر ټولو لوی بدلون دا راغلئ ؤ چې په ځواکونو کې ېې یو شمیر پکولیان هم زیات شوي ؤ او له هغې برسیره پښتانه خلقیان اوس ډیر نه تر سترګو کیدل مشري ېې د لغړ زنو بریتورو په ځای د ګیرې او لونګئ یا پکول درلودونکو کوله او بل غټ بدلون دا ؤ چې بیت المال او د دولت اړوند مالونه اوس د چوکئ او رتبې په سر ویشل کیدل .
حزب اسلامي بی چاره چې کوم په دین مین ځوانان درلودل هغوی له دې جهاد انکار وکړ او ویل ېې ، موږ څنګه د هغه چا په وړاندې وجنګیږو چې ګیرې لري قواره ېې د مجاهد ده او د خبرو پیل هم په آیت کوي .
حزب اسلامي ته چې د روسانو په وړاندې د جګړې په مهال کومې پریمانه وسلې او اکمالات راتلل هغه ټول بند شوې ؤ او حتې خپلو د دفتر خلکو ته ېې هم معاشونه نه شوای ورکولای نو ورو ورو د اصلي مجاهدینو ځای هغه چا نیوه چې په پټه او ښکاره ېې ځان ته معاش برابرولای شوئ
د طالبانو له راتګ وروسته جګړې په هماغه ډول دوام وکړ یواځې په دې توپیر چې طالبانو د وسلو او مهماتو له درلودو سره سره خپل ځواکونه ښه اکمالولئ هم شوای له کوم چا سره چې حزب اسلامي جګړه کوله طالبانو هم پنځه کاله په هماغه ډول ورسره جګړه وکړه . که به د طالبانو په جګړه کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښته نو دوی به ویل چې موږپرې غاړه خلاصه کړې ولې هغوی د جنګ له سیمې نه وزی خو هغوی په دې نه پوهیدل چې څوک وزی نو چیرته ووزي .او همدا خبرې د کابل د جګړو په مهال د حزب اسلامي سرګروپانو هم کولې . په هر صورت چې څه ؤ تیر شول خو حزب اسلامي نه جبرانیدونکئ ګزار وخوړ له یوې خوا لویدیځو مطبوعاتو چې د ننئ ورځې نقشه ېې په لاسو کې وه د حزب اسلامي په بد نامولو کې ډیر رول ولوباوه او له بلې خوا طالبانو ته هم د یکه تازئ لپاره ښه موکه په لاس ورغله .
 د امریکایانو له راتګ سره سم حکمتیار صاحب هم افغانستان ته راغئ او دهغوی په ضد ېې د جهاد اعلان وکړ خو ټول حزب اسلامي د پخوا په شان د حکمتیار صاحب خبر ونه منله ډیر شمیر کابل ته راغلل او د کرزي له دولت ېې ملاتړ وکړ .چا د پیسو مزو او چړچو لاره غوره کړه او چا بیا د کابل په نسبتاً ارام محیط کې په مجلو او کتابونو بسوالئ وکړ .خو یو شمیر داسې هم ؤ چې د حزب اسلامي له هغه لوی نوم نه ېې ځانو ته د امتیازونو په پیدا کولو کې کټه واخیسته
خو یو شمیر چې ډیره برخه ېې بیا هم محصیلینو  او د ټولنې د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانوجوړوله د حکمتیار صاحب تر مشرئ لاندې  د جهاد لیکو ته ودانګل او بهرنیانو ته ېې درانه د سر او مال درانه زیانونه واړول  .
هغوی چې په ټولو سیمو کې پیژندل شو څیرې دي اکثرآً د خپلو عملیاتو مسئولیت په غاړه نه اخلې . خو بیا هم بهرنیان  د هغوی په خطر ډیر ښه پوهیږي .
طالبان هم ورسره تر ډیره ښه سلوک نه کوي ، او د هغوی د عملیاتو په وړاندې خنډونه جوړوي .
خبر دلته ده چې د حزب اسلامي د اوسنیو مجاهدینو او طالبانو په دریځ ، مرام ، عقایدو ، تګلاره ، او ټولنیز حالت کې هم ډیر توپیر نه شته نو طالبان ولې له هغوی سره ښه سلوک نه کوي په کار خو دا وه چې نور دا بې اتفاقئ لږ تر لږه په دې سختو او تنګو شرایطو کې د مجاهدینو تر منځ نه وای هغوی یو بل ته د وروڼو په څیر لاسونه ورکړي وای او د ګډ دوښمن ورمیږونه ېې پرې مات کړي وای .آیا د تیر جهاد څخه مو درس وانه خیسته ، آیا د همدې بې اتفاقیو څخه هماغه د میلیونونو شهیدانو قاتلان بیا درباندې واکمن نه شول ،که جهاد مو د خدای لپاره وي نو د خدای په دې امر چې فرمایی (واعتصمو بحبل الله جمیعاً ولا تفرقو ) ولې عمل نه کوئ .
آیا د دواړو په یو ځای کیدو به په دوښمنانو میندې بورې نه شي آیا د کبر کاسه نسکوره نه ده ، او آیا د یو ځای کیدو معنی یواځې تسلیمیدل دي ،طالبان وروڼه چې تخنیکي او مسلکي کسان یا نه لري او یا که ېې لري هم د نشت په شمار دي د اسلامي حزب په یو ځای کیدو به ېې تر ډیره دا ستونځه حل نه شي ،زما مطلب هغه اسلامي حزب نه دئ چې د کرزي په حکومت کې لوېې دندې لري خو ځان د اسلامي حزب میراث خواره بولي ، زما موخه یواځې مجاهدین دي ، او دا زما خپل نظر دئ
د ټولې نړۍ د واقعي مجاهدینو د یوالي ، بریالیتوب او د یو سوچه اسلامي نظام د ټینګښت په هیله .
فولاد وردګ ، ۱۳۸۹ / ۱۰ /۲۵