
تیره شپه د ایران د صدا او سیما رسمي مبصر د افغانستان د سولې د لوړې شورا
او د هغې د فعالیتونو په اړه یوه تبصره لیکلې وه چې د تهران رادیو له پښتو څانګې
هم خپره شوه .
د مبصر په خوله د افغانستان د سولې د لوړې شورا مشر پروفیسور برهان الدین
رباني له ایرنا خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي ؤ چې د یو شمیر خلکو دا
ویره چې د طالبانو سره سوله یو ځل بیا په افغانستان د طالبانو د واک او د دوی په
خوله د طالباني نظام د واکمنیدا لامل نه شي ، بې ځایه ده او دوی د افغانستان خلکو
ته دا تضمین ورکوي چې د طالبانو د وخت شرایط به بیا په افغانستان نه واکمن کیږي
هغه د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا ته ویلي ؤ چې دوی به په
افغانستان کې د سولې راوستو په موخه له ټولو کورنیو او سیمه ایزو ظرفیتونو ګټه
واخلي .
مبصر په خپله تبصره کې لیکلي ؤ چې د رباني له کورنیو ظرفیتونو څخه موخه دا
ده چې دوی له ټولو هغو طالبانو او د دولت ضد مخالفینو سره چې له جګړې لاس اخلي د
کور او کار په پیدا کولو کې مرسته کوي او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د
دغه هیواد د ښاریز توب له قوانینو برخمن کیدای شي .
او سیمه ایز ظرفیتونه چې مبصر ډیر ټینګار پرې کړئ دا دي چې د سیمې له
هیوادونو سره خبرې اترې وشي او هغوی د افغانستان د سولې له پروګرام څخه ملاتړ ته
وهڅوي .
دلته دوه ټکي د پاملرنې وړ دي .
لومړۍ دا چې آیا طالبان او د دولت نور مخالفین ریښتیا هم د کور او کار د پیدا کولو
لپاره په جګړه بوخت دي او که هغوی له دې ورهاخوا کومې نورې هیلې هم لري .
که یواځې د کور او کار ستونځه وي نو دا خو د امریکا او د هغوی د ګوډاګیانو
لپاره کومه ډیره ستونځمنه خبره نه ده په تیره امریکایانو ته ځکه هغوی خو په
میلیونونو دا ډول کسان پخوا هم په ډالرو اخیستې ؤ او لا اخلي ېې زه فکر کوم که
طالبانو اود حکمتیار صاحب په ګډون د دولت نورو مخالفینوخپل ایمانونه په پیسو
خرڅولئ نو دا چانسونه خو پخوا هم ورته ډیر ؤ هغوی د امریکایانو د راتلو په وخت کې
هم خپل ایمانونه په لوړه بیه پلورلئ شوای لکه یو شمیر نورو تش په نامه جهادي
مشرانو چې وپلورل .
واقعیت دادئ چې که د سولې لوړه شورا یواځې ددې لپاره جوړه شوې وي چې طالبان
او د دولت نور مخالفین په پیسو واخلي نو دا نه یواځې دافغانستان د ملت سترګو ته
خاورې ورشیندل دي بلکې عملاً به هم هغوی کومې پایلې ته ونه رسیږي دا ډول هڅې پخوا
هم ډیرې شوې چې په عملي ډول ېې کومه سمه پایله نه ده درلودلې .
تر څوچې امریکایان په افغانستان کې شتون لري او تر څو چې د افغانستان ټول
سیاسي ، فوځي ، اقتصادي ، کولتوري اوبلاخره هر واک او اختیار له هغو سره وي نه په
افغانستان کې سوله راتلای شي او نه به راشي .
که دا ټول طالبان او مخالفین په بیه واخیستل شي له دې لس چنده نور به را
پیدا شي او یو ځل به دا
بهرني یرغل ګر او ګوډاګئ دولت له ستونځو سره مخ کړي د افغانستان د ستونځې اساسي حل
لاره په کار ده د افغانانو واک باید افغانانو ته ورکړل شي افغانان باید د افغانانو
امنیت ونیسي او دا خاوره نوره باید خرڅه نه شي .
په تبصره کې د پاملرنې وړ دوهم ټکئ دا دئ چې د افغانستان د سولې په راوستو
کې د سیمې د هیوادونو رول ډیر مهم بلل شوئ چې په همدې لړ کې د افغانستان د سولې
لوړې شوراپلاویو پاکستان او ترکېې
ته سفرونه درلودل تر څو دا دوه هیوادونه په افغانستان کې د سولې د پروګرام ملاتړ
ته و هڅوي .
د لته د غور وړ تکئ دا دئ چې عامه افکارو ته دا القاء کړل شي چې طالبان او
د دولت مخالفین په نورو او بهرنیو هیوادونو پورې تړلې دي او بهرني هیوادونو هغوی
ته د مالي او فوځي اکملاتو ورکولوتر څنګ هغوی ته حکمونه او مشورې هم ورکوي چې له
همدې مخې د سیمې هیوادونه پرهغوی ډیر اثر لري او په افغانستان کې د سولې راوستو
لپاره د سیمې د هیوادونو رضایت مهم شرط دئ .
خو که لږ ځیر شو واقعیت بل دول دئ .
اوس د مجاهدینو وخت نه دئ چې له پاکستانه په وسلو اومهماتو بار پاورکولون
موټر له سرحده تیر شي او د افغانستان تر نژدې وروستۍ پولې بې له کوم خنډه ولاړ شي
هلته د دولت مخالفومجاهدینو په مرکزونو کې تش شي او بیا هم په آرام زړه له
امریکايی ، چینايي ، مصري اود نړۍ د نورو بیلابیلو هیوادونو د پریمانه وسلو د بیا
بارولو په موخه د پاکستان په لور له یوه اوږده کتار سره یو ځای لاړشي . بیا هم د
مجاهدینو وخت نه دئ چې ټولې نړۍ نه یواځې په خوله بلکې په عملي توګه له مجاهدینو
سیاسي ، فوځي ، دیپلوماتیک بشري او نژدې په هر ډګر کې ملاتړ کاوه .
په هغه وخت کې د مجاهدینو په لیکو کې ګډون نه یواځې دا چې د جهاد د فریضې
اداء کول ؤ بلکې له دې برسیره ېې د یو موټر ، پریمانه وسلو ، په ګاوندیو ملکو کې د
کور او پیسو مالک هم ګر ځولای شوئ که روسانو او کمونستانو الوتکې لرلې نو مجاهدینو
ېې هم په هره سویه ضد لاره چې حتې د سیمې هیوادونو هم هغه تکنالوژي او وسایل نه
درلودل کوم چې افغان مجاهدینو په پریمانه ډول درلودل .په هغه وخت کې که چا خپل سر
د خدای په لاره کې نذرانه کړئ ؤ خو کور ښځه فامیل او نور ېې په امن ؤ بلکې تر دې
ورهاخوا ورته د مجاهدینو د تنظیمونواو ملګرو ملتو له خوا اوهمداراز د عربي هیوادونو
د مشرانو او شیخانو له خوا مالي مرسته هم ورکول کیده خواوس هغه وخت نه دئ یو څوک
چې د خدای په لاره کې خپل سر نذرانه کوي د هغه کور ، مورا و پلار ووروڼه خپلوان
اوحتې ملګري او هم صنفیان هم تر تعقیب او څارنې لاندې نیول کیږي او د سر خطر ورته
پیښیدای شي د شپې له خوا ېې کور محاصره کیږي او د لږ مقاومت په صورت کې ټول کور
بمباردیږي او حتې له هغو کورونو د ښځو د بیولو خطر هم شته او د دا ډول پیښو بیلګې
هم له چا پټې نه دي . اوس د افغانستان پولې د داسې الوتکو په مرسته څارل کیږي چې د
غرو حیوانات هم د پولې یوې او بلې خوا ته نه شي اوښتئ په خوست کې په ځلونو هغه
مجاهدین چې له پولې ها خوا اوړیدلي ؤ د بیرته راتلو په وخت کې د امریکايي الوتکو
تر بمبارد لاندې راغلل او په لس ګونو تنه شهیدان شول
د نړۍ ټول اسلامي او غیر اسلامي دولتونه د مجاهدینو دښمنان دي او یا ېې د
امریکايي وحشیانو له ډاره ورسره دوښمني پیل کړې ده یو مجاهد چې د امریکا په ضد د
جهاد صف ته ځي نو باید یاېې د پلار هماغه ټوپک ساتلئ وي کوم چې په امریکايي ډالرو
د افغان مجاهدینو لپاره د افغانستان د آزادئ په موخه اوددغه هیواد له خاورې د
روسانو د ایستلو لپاره اخستل شوئ ؤ او یا هم په ځان کې دومره همت پیدا کړي چې له
دوښمنه ځان ته وسله په غنیمت ونیسي .
او دا واقعیتونه له هغه چا پټ نه دي چې د افغانستان په شرایطو خبر دي او یا
پکې اوسیږي
افغان ملي اوردو او پولیس هم چې په دې واقعیت خبر دي او تر ډیره ېې په
افغان ملت د بهرنیانو ظلمونه لیدلي دي نه غواړي چې د څو ډالرو په مقابل کې د خپل
ملت په ضد وجنګیږي او یا خپل ژوند په خطر کې واچوی نو له مجاهدینو سره اړیکې پیدا
کوي او خپل مهمات له مجاهدینو سره شریکوي او په بدل کې له مجاهدینو دا تظمین اخلي
چې د هغوی په مرکزونو به حملې نه کوي بلکې یواځې په امریکایانو به حملې کوي البته
په اوردو او پولیسو کې پخواني کمونیستان او د ټلوالې اړوند کسان مستثنې دي اوهغوی
له زړه نه له مجاهدینو سره دوښمني لري .
د خبرو لنډیز دادئ چې ګاونډي هیوادونه د ځان په مطرح کولو او
ځانونو ته د امتیازونوپه پیدا کولو پسې دي او په حقیقت کې پر
مجاهدینو هیڅ کو م اثر نه لري مجاهدین یواځې له خپل هیواد ، دین او ناموس دفاع کوي او په
دې لاره کې حتې په خپلو سینو بمونه تړي چې دا ډول خلک په پیسو اخیستل مهال دي .
فولاد وردګ